د ملي اسمبلۍ ټاکنو کې د باجوړ لومړنۍ ښځینه کاندیده
بادام زري لومړنۍ ښځه ده چې په قبايلي سيمه باجوړ کې یې د ملي اسمبلۍ ټاکنو ته ځان کانديد کړى دى.
نوموړې وايي غواړي په قبايلي سيمو کې د ښځو پياوړي غږ شي.
بادام زري وايي د قبايلي سيمو له ښځو، نارينه او په ځانگړي توګه له سپین روبو سره تر بشپړې سلا او مشورو وروسته يې په ټاکنو کې د برخې اخیستلو پریکړه کړې.
میرمن بادام زري سره د رحمان الله مرکه