پر ملالې تر برید وروسته د سوات حالت
ملالې باندې د برید له امله نن (چارشنبه د اکتوبر ۱۰مه) په سوات کې د احتجاج په توګه د سیمې شخصي ښوونځي تړل شوي دي.
د دغو ښوونځیو د اتحادیې مرستیال مشر فضل ربي بي بي سي ته وويل د احتجاج موخه دا ده چې حکومت باید د زده کونکو د ژوند د خوندي ساتلو په برخه کې مهم ګامونه پورته کړي.
سوات کې د ځایي خبریال فضل رحیم سره د محمد زاهد مرکه.