پېلوځی: افغانستان کې لوېديځه موسيقي
- Author, امان الله عطا عمران
- دنده, لندن

دا اوونۍ په کابل کې د سونډ سنټرل په نامه د مرکزي اسيا معاصرې موسيقۍ فسټيوال جوړ شوی و.
دا دوهم ځل و، چې دغه فسټيوال په کابل کې جوړېږي.
په دې جشن کې د موسيقۍ ډلو د دريو ورځو په اوږدو کې د راک، فولکلوري، هېپ هاپ او د موسيقۍ نور ډولونه خپلو مينه والو ته وړاندې کړل.
د فسټيوال بنسټګر او مشر اسټراليايی (ټراوېس بېرډ) وايي موخه يې افغانانو ته د بديل هنر ورپېژندل دي:
"موږ تر ۷ پورې افغان او يو دوه دری افغان او نړيوال ګډ فعاليتونه لرو.
په بنسټيز ډول غواړو افغانتنو ته وښيوو، چې د باليووډ او پاپ موسيقۍ بديل هم شته، چې دلته يې اورېدلی شئ.
موږ دلته د بديلې موسيقۍ، بديل هنر او بديلو فلمونو نندارې لرو، په ځانګړي ډول دا د بديل هنر يو فسټيوال دی، چې افغانان په کې د هغه څه خوند کتلی شي، چې په لوېديځ کې په ورځني ډول ترسره کېږي"
د سونډ سنټرال موسيقۍ دغه جشن د کابل استقلال لېسه کې د فرانسې فرهنګي مرکز تالار کې جوړ شوی و.
په دغه فسټيوال کې له منځنۍ اسيا، پاکستان او سريلانکا نه هم هنري ډلو خپل فعاليتونه وړاندې کړل، او په پای کې يې د (وزلوبې سپاره) په نامه يو فېلم هم نندارې ته وړاندې شو.
خو دا چې لوېديځې موسيقۍ څه وخت افغانستان ته لار موندلې، او د دې موسيقۍ الو دودېدا نوره هم پراخېدی شي که څنګه؟
پر دې او نورو مو د دې اوونۍ پېلوځي کې مو د موسيقۍ له کارپوه او څېړونکي رحمان رحماني سره خبرې کړې دي.
د شاعر مړينه

دا اوونۍ د پښتو ژبې شاعر، ژورناليست او تاريخ پوه حنيف بکتاش په لندن کې د ور پېښې ناروغۍ له امله مړ شو.
حنيف بکتاش د بي بي سي پښتو په مرغلرو امېل خپرونه کې د هلمند په نامۀ کلونه کار کړی و.
ده تر ډېره ازاد يا سپين شعر وايه او په دې برخه کې يې ښه نوم گټلى و. بکتاش په ١٩٦١ کال کې په وردگو ولايت کې زېږيدلى و.
په افغانستان کې د پوهنتون له زده کړو وروسته يې په پخواني شوروي اتحاد کې د دوکتورا سند واخيست.
حنيف بکتاش په پښتو او دري ژبو يو شمېر کتابونه ليکلي او خپارۀ کړي دي. شاعر او ليکوال ولي عبد الله ښاغلی د حنيف بکتاش پر پېژندګلوۍ راسره غږېږي.
د پاکستان سينما ستوري پر ټلوزيون

د عکس سرچینه، BBC World Service
په پاکستان کې فلم ستوريو په وروستۍ موده کې له سينما نه ټلوزيوني پردې ته مخه کړې ده.
دا ځکه چې د سينمايي فلمونو د بازار په سوړ والي سره نوي فلمونه هم ډېر کم جوړېږي، او په تېر کې به د کال څه د پاسه لسګونه فلمونه چې اوس يې شمېر له لسو نه هم کم شوی دی.
څېړونکي وايي چې دا د فلم ستوريو مجبوري ده. د پښتو فلم ستوری عجب ګل وايي پر دې سربېره د فلمونو د ودې بهير پرله پسې پر مخ نه دی تللی. دی راسره پېلوځي کې خبرې کوي.
د چين سپوږمۍ اختر

د عکس سرچینه،
او دا اوونۍ د چين د سپوږمۍ يا نيم مني اختر و. د پسرلني جشن په څېر د دغه اختر پر مهال د کورنۍ غړي سره غونډېږي، او مني د حاصلاتو لمانځنه په کې کوي.
دغه اختر چې له شاوخوا زر کلونو راهيسې په چين کې لمانځل کېږي، اوس په چين کې رسمي رخصتي وي. چينايۍ خبرياله شيو شياوچين مو پېلوځي کې د چين له دغه اختر خبروي.
تر ټولو کشر شاعر
او د ۲۰۱۲ کال تر ټولو کشر شاعر اعلان شوی، چې د بل هر کاله په پرتله تر ټولو توده سيالي په کې کېده.
دغه جايزه چې تر ټولو غوره شاعر يې لمانځه، له ۴۶ هېوادونو په کې څه د پاسه ۷ زره ځوانو شاعرانو په کې نومليکنه کړې وه، چې عمرونه يې له ۱۱ نه تر ۱۷ کلونو پورې وو.
ګټونکی شاعر ۱۳ کلن (جېسې روډريګېس) د امريکا له مېن ايالته و، چې د ۱۵ سر شاعرانو تر ټولو کشر و.
او د نړۍ تر ټولو ستره ټولنيزه شبکه فېسبوک وايي اوس يې د کاروونکيو شمېر له يو مليارډ اوښتی دی.