پیلوځی: هنري ادبي اوونیز پروګرام
- Author, سپين تڼی
- دنده, لندن
د سولې او جګړې ضد ادبیات، د سپتمبر ۲۱مه د سولې نړیواله ورځ ده.
په کابل کې د ادب، هنر، سینما مینه والو او د رسنیو کار کوونکو دا ورځ په دې شعار ولمانځله چې جګړې ضد ادبیات د جګړې په مخنیوي او د سولې فرهنګ په دودولو کې کومه ونډه لري؟
په پیلوزي کې په همدې موضوع بحث کوو، استرالیا مېشتي افغان فلم جوړوونکي هغه مستند فلم در پېژنو چې د معاصرې استراليا په جوړولو کې د افغانانو ونډې ته ځانګړی شوی دی.
د امریکایي شاعر یاد کوو چې د پولیڅر جایزه یې ګټلې او د ۸۹ کلونو په عمر مړ شو او ځينې کلتوري خبرونه هم در اوروو.