کرزى د کندهار هوايي ډگر ته د رباني نوم ورکوي
د ښاغلي رباني زوى او ځايناستي صلاح الدين رباني د ناټو له خبري ټلوېزيون سره په مرکه کې په ډاگه کړې چې د کندهار نړيوال هوايي ډگر به د دۀ د پلار په نامۀ کيږي.
هغه ولسمشر حامد کرزى پر دې پرېکړه وستايه چې د دۀ په وينا د هېواد د گټو لپاره يې کړې ده.
صلاح الدين رباني وايي:
" دا د ملي يو والي لپاره ښه خبره ده چې يو هوايي ډگر د هېواد د يوې بلې سيمې د يوۀ ملي شخصيت په نامۀ کيږي. دا د افغانستان د بيلا بيلو توکمونو او خلکو ترمنځ د مينې او يووالي ښکارندويي کوي. "
که پلې شي، نو دا به لومړى ځل وي چې د افغانستان يو هوايي ډگر ته د يوۀ سياسي مشر نوم ورکول کېږي.
تر اوسه دغه ډگرونه يوازې د اړوندو ښارونو په نامه يادېدل.
ولسمشر کرزي پر ٢٠٠٩ کال د پخواني ولسمشر محمد دادود په وياړ، چې پر ١٣٥٧ کال له خپلې کورنۍ سره کمونستي کودتاچيانو وواژه، د کابل د هوايي ډگر د نومولو وړانديز رد کړى و.
آن د واټونو او کوڅو په نومولو کې هم له احتياط نه کار اخيستل کېده چې د ناندره ييز والي له وېرې د سياسي څېرو په نامه ونه نومول شي.
کندهار د افغانستان مخکينۍ پلازمېنه او د اوسني افغانستان د بنسټ ايښودونکي احمدشاه ابدالي پلرنى ټاټوبى دى.
برهان الدين رباني چې اوس يې هوايي ډگر د هغه په نامه کېږي، تېر کال د سپټمبر پر ٢٠ مه په کابل کې په يوه بريد کې چې ځانمرگى بلل شوى، ووژل شو.
ښاغلى رباني هغه مهال د سولې د حکومتي شورا مشر و او د درناوي د لومړۍ نښې په توگه، د سولې د شهيد رسمي لقب هم ورکړ شوى و.
برهان الدين رباني په افغانستان کې د اسلامي غورځنگ له جوړوونکو څخه و چې په مصر کې د زده کړو پر مهال د اخوان المسليمن نظريو ته ورڅکېدلى و.
پر ١٣٥٢ کال د محمد داود تر کودتا وروسته يې په پوهنتون کې استادي پرېښوده او پاکستان ته ولاړ چې د نوي رژيم خلاف غورځنگ سمبال کړي.
د ده هڅو له نورو اسلامپالو مشرانو سره يو ځاى پنځه کاله وروسته هغه مهال ناڅاپي قوت وموند چې د خلق ديموکراتيک گوند په يوه کودتا کې واک تر لاسه کړ.
برهان الدين رباني د هغو اوو گوندونو په مشرانو کې راغى چې د شوروي اتحاد د ځواکونو او په کابل کې د هغوى د پلوي رژيم خلاف جنگېدل.
د دغه رژيم د وروستي مشر، ډاکټر نجيب الله تر پرځېدو وروسته، برهان الدين رباني د جهادي نظام دويم مشر شو چې تر صبغت الله مجددي وروسته ورته دغه څوکۍ د شپږو مياشتو لپاره سپارل شوې وه.
خو ټاکنې له اټکل سره سمې ونه شوې او ښاغلى رباني تر هغو چې طالبانو پر ١٩٩٦ کال له کابله شاړه، واکمن پاتې شو.
د طالبانو تر پرځېدو وروسته د ٢٠٠١ کال په وروستيو کې دى يو ځل بيا د افغان ولسمشر په توگه کابل ته راستون شو، خو اړ شو چې واک په بن کې ټاکل شوي حامد کرزي ته وسپاري.
برهان الدين رباني تېره لسيزه د کرزي د يوه نژدې سلاکار او ملگري په توگه په کابل کې تېره کړه چې له طالبانو سره د پخلاينې گرانه دنده هم ورسپارل شوې وه.