حاجي غالب، د ګوانتانامو زنداني
د بګرام زندان يو شمېر پخواني زندانيان اندېښنه لري، چې له زندان سپارلو وروسته کېدی شي د زندانيانو خوشي کولو چارو کې د اداري فساد او رشوت راکړې ورکړې چاره دود شي.
دوی دا هم وايي، چې د افغانانو تر واک لاندې زندان کې به له زندانيانو سره ناوړه چلند هم کېږي.
حاجي غالب، چې شاوخوا پنځه مياشتې يې په بګرام او ۴ نيم کاله يې په ګوانتانامو کې تېر کړي، وايي د ادارې له سپارلو وړاندې بايد په سم ډول د زندان پر چارو افغانان روزل شوی وی او وروسته يې چارې افغان لوري ته لېږدول شوی وی. حاجي غالب زموږ له همکار حفيظ الله معروف سره غږېدلی او پر سر کې د زندان پر کړاونو خبرې کوي.