د قسيم فهيم د څرګندونو مانا څه ده؟
د افغانستان په حکومتي مشرتابه کې دويم ځواکمن کس پر راروانو ولسمشريزو ټاکنو شک ښودلى چې سمې دې ترسره شي.
قسيم فهيم په کابل کې د سياسي مشرانو يوې غونډې ته د وينا پر مهال ومنله چې د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته د امنيتي حالت د ويجاړېدو اندېښنې شته چې د رڼې او د ټول هېواد په کچه ولسمشريزو ټاکنو ترسره کول گرانوي او په کار ده چې په گډه "يوه پرېکړه" وشي.
ښاغلي فهيم دغه راز د اردو او پوليسو د ناکامۍ په صورت کې، د هغه چا د چمتو کېدو غوښتنه وکړه چې دى ورته "مجاهدين" وايي. په غونډه کې چې د شمالي ټلوالې د قوماندان احمدشاه مسعود د وژل کېدو پر کاليزه جوړه شوې وه، له طالبانو سره د سوله ييزو خبرو برى هم تر پوښتنې لاندې راغى.
په کابل کې د سياسي څېرو پر نننيو څرگندونو لږ نور هم د يوه گردي راډيويي مېز ترڅنگ تمېږو. په دې کې د اسلامي جمعيت تنظمي وياند واقف حکيمي او د کابل پوهنتون استاد اسماعيل يون گډون لري.
د سر ټکى د ولسمشر کرزي د مرستيال مارشال قسيم فهيم دا وړانديز و چې د ولسمشرۍ راوانې ټکنې د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته سمې نشي ترسره کېداى او ښه دا ده چې ولس د راتلونکي نظام په اړه پرېکړه وکړي. د دې مانا څه ده؟