دفاع وزارت لخوا د سرتېرو ګوښه کول
د افغانستان دفاع وزارت وايي پر بهرنیو پوځیانو باندې له بریدونو وروسته یې تر سلو ډیر افغان سرتېري نیولي او ځینې یې له کاره شړلي دي.
د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمی وايي داسې بېلګې شته چې په دغه کسانو کې ځینو د وسله والو ډلو سره اړیکي درلودې.