طالب ضد پاڅون، هیلې او اندېښنې
- Author, حفيظ الله معروف
- دنده, له کابله
د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې طالب ضد پاڅونونه، چې اوس ورځ تر بلې پراخېدونکي دي، یو شمېر اندېښنې هم راپورته کړي دي.
که څه هم پاڅونیان وايي، چې د وسله والو طالبانو د کړنو له امله یې وسلو ته لاس کړی خو یو شمېر خلک بیا اندېښنه لري، چې ښایي دغه ډول پاڅونونه د قومونو ترمنځ تربګنیو او لانجو ته لاره هواره کړي.
دغه پاڅونونه، چې طالبان یې اربکیان ګڼي، اوسمهال د افغانستان په غزني، ننګرهار، لغمان، کندهار، فاریاب، کونړ او یو شمیر نورو سیمو ته غځېدلی دی.
زموږ همکار حفيظ الله معروف د اوونۍ په ځاګړي راپوټ کې د همدغو پاڅونو په تړاو اندېښنو، پایلو او هیلو ته کتنه کړې ده.