خوست کې د اولمپيک مینه وال
په افغانستان کې سږنۍ اولمپیک لوبې د نورو هر وخت په پر تله زیات لیدونکي لرل.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په ډېرو سیمو کې برېښنا هم نه شته.
په خوست کې حکومتي برېښنا نه شته خو بيا هم داسې کسان وو چې د اولمپيک لوبو د ليدو په خاطر يې د برېښنا غم خوړلى وو او دا لوبې يې ليدلي دي.
په خوست کي زموږ همکار الياس وحدت د همداسې يو ځوانان کور ته ورغلى او د مرکې په موخه يې د ده دروازه ور ټکولې ده.