ناسا کیوریاسېټي روبوټ په مريخ کې ښکته کړ
- Author, میرویس میاخېل
- دنده, لندن
د تکنالوجۍ په نړۍ کې يوبل پرمختګ، ناسا د کیوریاسېټي په نوم يو روبوټ په مريخ کې ښکته کړ چې د دغې سیارې په اړه معلومات پيدا کړي.
د ښکته کيدو سره سم د ناسا کلافونيا په لابراتوار کې کارپوهانو د خوشحالۍ نه یو بل ته ورغاړې وتل.
له اړيکي ټينگېدو يوه دقيقه وروسته، روبوټ ځمکی ته د لومړنيو تورو او سپين عکسونو راستول پيل کړل چې په کې څرخ او سیوری یې ښکاريدو.
د ځمکی په چاپيريال کې دا د ناسا اوومه هڅه ده.
په تېره کې د امریکا او نورو هېوادنو دا ډول ډیرې هڅې نه دي بریالۍ شوي چې په مریخ کې ښکته شي.