ژوند په تورخم کې

له هغه ورځې چې پاکستان د ناټو لپاره اکمالاتي لاره پرانیسته سوچیتا وجایان د تورخم پر پوله ۲۴ ساعته تېر کړل او دغه عکسونه يې اخیسي. اغلې وجایان عکاسعه، لیکواله او د امریکا د یل په پوهنتون کې محصله ده.

دا د ډیورند کرښه ده چې بلوڅ او پښتانه يې له خپلو عزیزانو جلا کړي او د پاکستان ـ افغاستان د حکومتونو تر منځ د لانجې یو دلیل دی. پر همدې لار افغان کډوال هره ورځ اوړي را اوړي.
د عکس تشریح، دا د ډیورند کرښه ده چې بلوڅ او پښتانه يې له خپلو عزیزانو جلا کړي او د پاکستان ـ افغاستان د حکومتونو تر منځ د لانجې یو دلیل دی. پر همدې لار افغان کډوال هره ورځ اوړي را اوړي.
ډېری ماشومانو د باچامېنې له کلي راځي چې دې پولې ته نژدې پروت دی. د باچا مېنې په کلي کې ډېر افغان کډوال اوسيږي. دا کلی خالي شوی وو خو بېرته کورنۍ ورته ولېږدېدې. ځینې ماشومان بیا د پېښور، نوښار او باجوړ له سیمو د کار لپاره راځي او د شپې لخوا په تورخم کې په کرایه شوو خونو کې اوسيږي.
د عکس تشریح، ډېری ماشومانو د باچامېنې له کلي راځي چې دې پولې ته نژدې پروت دی. د باچا مېنې په کلي کې ډېر افغان کډوال اوسيږي. دا کلی خالي شوی وو خو بېرته کورنۍ ورته ولېږدېدې. ځینې ماشومان بیا د پېښور، نوښار او باجوړ له سیمو د کار لپاره راځي او د شپې لخوا په تورخم کې په کرایه شوو خونو کې اوسيږي.
د تورخم پوله د پاکستان او افغانستان تر منځ د سوداګرۍ اصلي لار ده. ځايي خلک چې شاوخوا اوسیږي د توکو د اړولو را اړولو او یا هم د وړو دکانونو، چایخانو، رستورانتونو او قاچاقي توکو په لېږد را لېږد پیسې ګټي.
د عکس تشریح، د تورخم پوله د پاکستان او افغانستان تر منځ د سوداګرۍ اصلي لار ده. ځايي خلک چې شاوخوا اوسیږي د توکو د اړولو را اړولو او یا هم د وړو دکانونو، چایخانو، رستورانتونو او قاچاقي توکو په لېږد را لېږد پیسې ګټي.
هغه هلکان چې له پولې پورې غاړې توکي اړوي را اړوي ماښام مهال په کراچیوو کې ارام کوي.
د عکس تشریح، هغه هلکان چې له پولې پورې غاړې توکي اړوي را اړوي ماښام مهال په کراچیوو کې ارام کوي.
دا کرښه په ځانګړې توګه پښتنو ته پوله نه ده. کله نا کله د ورځې څو ځلې دوی اوړي را اوړي چې خپل او خپلوان وويني او یا هم بل لور ته کار وکړي. پر پوله کنټرول يا څار نشته خو په رسمي کرښه ویزه او پاسپورټ لیدل کيږي.
د عکس تشریح، دا کرښه په ځانګړې توګه پښتنو ته پوله نه ده. کله نا کله د ورځې څو ځلې دوی اوړي را اوړي چې خپل او خپلوان وويني او یا هم بل لور ته کار وکړي. پر پوله کنټرول يا څار نشته خو په رسمي کرښه ویزه او پاسپورټ لیدل کيږي.
دا پوله که څه هم په نښه شوې خو لا هم لانجه پرې شته.
د عکس تشریح، دا پوله که څه هم په نښه شوې خو لا هم لانجه پرې شته.
د افغانستان غاړې ته د تورخم سیمه د یوه سړک ښارګوټی دی چې پاکستان ته غځېدلی دی.
د عکس تشریح، د افغانستان غاړې ته د تورخم سیمه د یوه سړک ښارګوټی دی چې پاکستان ته غځېدلی دی.
د لمر له لوېدو سره وروستي سړي د پاکستان غاړې ته اوړي.
د عکس تشریح، د لمر له لوېدو سره وروستي سړي د پاکستان غاړې ته اوړي.
زلمي هلکان د پولي پورې غاړي توکي او خلک په لسګونو ځله اړوي را اړوي.
د عکس تشریح، زلمي هلکان د پولي پورې غاړي توکي او خلک په لسګونو ځله اړوي را اړوي.
ښځينه افغان سرحدي پولیس هر هغه مېرمن تالاشي کوي چې افغانستان ته اوړي.
د عکس تشریح، ښځينه افغان سرحدي پولیس هر هغه مېرمن تالاشي کوي چې افغانستان ته اوړي.
د تورخم پوله د پاکستان او افغانستان تر منځ د سودا ګرۍ اصلي لار ده. دا پوله د خلکو د تګ را تګ له امله محسوسه ده.
د عکس تشریح، د تورخم پوله د پاکستان او افغانستان تر منځ د سودا ګرۍ اصلي لار ده. دا پوله د خلکو د تګ را تګ له امله محسوسه ده.