ملګري ملتونه او افغانستان- دریمه برخه
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی یان کوبیش وايي اوس د دې وخت رارسېدلی چې ملګري ملتونه په افغانستان کې خپل سیاسي حضور کم کړي.
په دې ترڅ کې څو ورځې وړاندې په نیمروز ولایت کې د ملګرو ملتونو دفتر وتړل شو. افغان حکومت له تیرو څو کلونو راهیسې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د رول د محدویدو غوښتنه کوله خو اوس چې ملګري ملتونه وايي په افغانستان کې خپل سیاسي حضور کموي د افغانستان د چارو یو شمېر شننونکي په اوس وخت کې د ملګرو ملتونو رول او حضور حیاتي او اړین بولي.
زموږ همکار جواد صمیمي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د رول او فعالیت په اړه د رپوټونو لړۍ جوړه کړې چې دریمه برخه یې سعیده محمود وړاندې کوي.