ملګري ملتونه او افغانستان: دویمه برخه
- Author, يما بارز
- دنده, لندن
ملگرو ملتونو په افغانستان کې د خپل شتوالي د کمولو خبر ورکړى دى.
يوه وياند په کابل کې اوس اوس ويلي چې تر يوې لسيزې پراخ شتوالي وروسته نور د دې مهال رارسېدلى چې د افغانستان لپاره د ملگرو ملتو ځانگړې استازي- يوناما خپل کارکوونکي لږ کړي.
د ملگرو ملتو د ونډې کمېدل د افغانستان حکومت له غوښتنو سره هم سمون خوري چې هغه يې د ملي ادارې د پراخېدو يو خنډ باله. خو يوناما وايي دا کار افغان لوري ته د واکونو له ورو ورو لېږد سره سم تر سره کېږي چې ټاکل شوې په ٢٠١٤ کال کې بشپړ شي.
د نړيوالې ټولنې پر ونډې د پروگرامونو د لړۍ په دويمه برخه کې نن په تېره لسيزه کې د افغانستان له سياسي پېښو سره د يوناما پر چلند تمېږو.
دا لړۍ جواد صميمي چمتو کړې او پښتو بڼه يې يما بارز وړاندې کوي