د عکس تشریح، د كابل ښار د پوهنې په كچه د اداري فساد پر ضد د مبارزې كپ سياليو د نجونو په برخه كې د واليبال نيمه پايلوبه نن (شنبه، جون ۱۶) وشوه او دوو لوبډلو وكولاى شول د دغه كپ پايلوبې ته لار ومومي.
د عکس تشریح، په هغو لوبو كې چې نن د كابل ښار په سوريا لېسه كې د څلورو لوبډلو ترمنځ وشوې د سوريا او بي بي مهرو د نجونو لېسو واليبال لوبډلو وكولاى شول د رابيا او ام البنين لېسو په ماتولو سره د لوبو پايلوبې ته لار ومومي.
د عکس تشریح، په نننۍ لوبه كې سوريا لېسې له ام البنين سره لوبه وكړه چې دغې لوبډلې ته يې دوه د صفر پر وړاندې ماتې وركړه او په بله لوبه كې بي بي مهرو لوبډله له رابيا سره مخ شوه او رابيا دوه د صفر پر وړاندې له بي بي مهرو ماتې وخوړه.
د عکس تشریح، د بي بي مهرو او سوريا لېسو د سپورتي برخې روزونكې وايي، پوره چمتووالى لري د لوبو په پايلوبه كې سالمه سيالي وكړي.
د عکس تشریح، د بي بي مهرو لېسې سپورتي مسووله او روزونكې ليلا حبيبي وايي، دغو لوبو ته يې په ورځني ډول درې درې ساعته تمرين كړى و او له نوو نوښتونو او تخنيكونو سره په پايلوبه كې د لوبېدو چمتووالى لري.
د عکس تشریح، په همدې حال كې د سوريا لېسې د سپورت مسووله او روزونكې خاطره آرزو وايي، لوبډلې يې تر دې مهاله د كابل ښار د پوهنې په كچه په واليبال برخه كې هېڅ ماتې نه ده خوړلې او په پوره چمتووالي سره به په پايلوبه كې هم ولوبيږي.
د عکس تشریح، بل خوا د كابل ښار د پوهنې رياست د بدني روزنې عمومي مدېر احمدضيا نايبي وايي، دغه لوبې په ډېره ښه توگه تر دې مهاله را ورسېدې او پايلوبې ته وتلې لوبډلې ښې تخنيكې وړتياوې لري.
د عکس تشریح، د دغو لوبو د په لاره اچوونكې موسسې سولې او ترقۍ چې مالي ملاتړ يې USAID دى د عدالت غوښتنې برخې مسوول معراج الدين حقمل وايي، هغو لوبډلو چې نن لوبه وبايلله هغه به د دوشنبې په ورځ په درېيم مقام سيالي وكړي او پايلوبه به د سې شنبې په ورځ وشي.
د عکس تشریح، نوموړى زياتوي، د سې شنبې په ورځ به پايلوبه د پوهنې وزارت د چارواكو، د ولسي جرگې د غړو او يو شمېر نادولتي موسسو او رسنيو په شتون سره وشي.
د عکس تشریح، د دغو لوبو په پاى كې به لومړي مقام ته د كپ پر وركولو سربېره درې غوره لوبډلو ته ميډالونه، سپورتي وسايل او ستاينليكونو هم ووېشل شي.
د عکس تشریح، دا په داسې حال كې ده چې د پوهنې وزارت په كچه نورې لوبې هم چې د نېك اوټ سيستم له مخې كېږي پايلوبې ته رسېدلې چې وروستۍ لوبه يې سبا د كابل ښار د ملالۍ لېسې په انگړې كې د كوربه لوبډلې او سوريا لېسو ترمنځ ده.