د تخار سېلاب ځپلي مرستې غواړي
رپوټونه وايي چې د افغانستان شمالي تخار ولایت سېلاب ځپلو سیمو ته لاهم مرستې نه دي رسېدلې.
د سختو ورښتونو له کبله راوتلو سېلابونو هلته شاوخوا ۴۰ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې او لسګونه کورونه یې نړولي دي.
اشکمش او چال د تخار هغه دوه ولسوالۍ دي، چې سېلابونو تر نورو سیمو ډېرې زیانمنې کړې دي.
د تخار والي عبدالجبار تقوا بي بي سي ته د سېلابونو په اړه تازه معلومات ورکړي دي.