برتانوي پښتانه په سياست کې
د برتانیا په سيمه ييزو شوراگانو کې يواځنيو دريو پښتنو غړو خپلې څوکۍ ساتلي دي او دا سره له دې چې د هغوى سياسي ډله- سوسيال ډېموکرات گوند د هېواد په کچه خورا پر شا تللى دى.
دغه گوند له محافظه کارانو سره په گډه حکومت کوي.
سږکال په رايو کې د برتانويانو گدون په بېساري ډول ټيټ و او په دوى کې بيا د سلگونو پښتنو رايه ورکوونکو شمېر لا کم و.
زموږ همکار ايمل پسرلي لندن ته نژدې په آلزبري وېل کې د ښاري شورا له غړي راج ولي خان خټک نه پوښتلي چې ولې برتانوي پښتانه له ملي سياسي مسايلو سره دومره مينه نه ښيي؟