کابل او واشنګټن ستراتیژیک تړون لاسلیک شېبې
ولسمشر اوباما له خپل افغان سيال حامد کرزي سره د راتلونکو اړيکو په اړه تړون کابل ته يو غير اعلان شوي سفر پر مهال لاسليک کړ.
د ستراتيژيکه همکارۍ دا تړون په ٢٠١٤ کال کې د ناټو د ماموريت بشپړېدو وروسته د دواړو هېوادو ترمنځ د پوځي او ملکي ملگرتيا په اړه دى.
نوموړى په داسې وخت کې افغانستان ته تللى چې نن د مې مياشت په دويمه نيټه د القاعدې د مشر اسامه بن لادن د وژل کېدو لومړنۍ کاليزه ده.
د دې تړون په جزیياتو د تېرې ميلادي مياشتې په لومړيو کې موافقه شوې وه.