''پاکستان دې د حقاني شبکه سمه وځپي''

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې ویلي چې له پاکستانه به په ټينګه د حقاني شبکې د ځپلو غوښتنه وکړي.

هیلري کلنټن دا څرګندونې داسې مهال کړې، چې ځینو افغان او امریکايي چارواکو د افغانستان د تازه بریدونو پړه پر حقاني شبکې واچوله.

آغلې کلنټن وویل چې په تېر اکتوبر کې یې اسلام اباد ته د سفر پرمهال یې پاکستان ته ټینګار کړی و، چې د حقاني شبکې پرضد جدي ګامونه واخلي.