اوونۍ په انځورونو کې: ۱۰-۱۶ د مارچ ۲۰۱۲

ددې اوونۍ په انځورونو کې د نړۍ د ګووټ ګووټ څخه تصويرونه لرو. لکه د هندي کرکيټر سچن تندولکر په يوه ورځ کې د سليزې د جوړولو ، د هالیوډ مشهوره فلمي ستوري جورج کلووني او د هغه د پلار د نيولو او په سويزرلند کې د يوه بس د ټکر کيدو انځورونه لرو.

د بحرين په دیراز ښار کې د هغه کس د فاتحې تر مراسمو وروسته تاوتريخوالى پيدا شو چې د روانې مياشتې په پيل کې د تاوتريخواليو پر وخت ټپي شوى او وروسته ترې ومړ. گڼ موټر په اور کې لولپه شول، د ځينو شيشې ماتې شوې او ځينې اعتراض کوونکي ټپيان شول او يا اوښلنو غازو وځورول.
د عکس تشریح، د بحرين په دیراز ښار کې د هغه کس د فاتحې تر مراسمو وروسته تاوتريخوالى پيدا شو چې د روانې مياشتې په پيل کې د تاوتريخواليو پر وخت ټپي شوى او وروسته ترې ومړ. گڼ موټر په اور کې لولپه شول، د ځينو شيشې ماتې شوې او ځينې اعتراض کوونکي ټپيان شول او يا اوښلنو غازو وځورول.
د سويس په يوۀ تونل کې د بس د ټکر له امله ۲۸ کسان ووژل شول چې ۲۲ پکې ماشومان وه. په بس کې سپرې ٥٢ سپرلۍ د بلجيم لوميل او هارولي ښارونو ته بيرته ستنيدې، دوى د سکي لوبې په مېلې تللي وو، بس يې د تونل پر يوۀ دېوال مخامخ وجنگيد..
د عکس تشریح، د سويس په يوۀ تونل کې د بس د ټکر له امله ۲۸ کسان ووژل شول چې ۲۲ پکې ماشومان وه. په بس کې سپرې ٥٢ سپرلۍ د بلجيم لوميل او هارولي ښارونو ته بيرته ستنيدې، دوى د سکي لوبې په مېلې تللي وو، بس يې د تونل پر يوۀ دېوال مخامخ وجنگيد..
د انگلستان د اس ځغاستې په مشهورو سياليو چې د ويشفول تينکينگ په نامۀ اس خورا بد ټپي شو، پر اس سپور هم خوږ شو، که څه هم دغه اس روغ رمټ پاتې شو خو په څلور ورځنيو ځغاستو کې پنځه نور اسونه مړۀ شول.
د عکس تشریح، د انگلستان د اس ځغاستې په مشهورو سياليو چې د ويشفول تينکينگ په نامۀ اس خورا بد ټپي شو، پر اس سپور هم خوږ شو، که څه هم دغه اس روغ رمټ پاتې شو خو په څلور ورځنيو ځغاستو کې پنځه نور اسونه مړۀ شول.
د اروپا د اتلو کلبونو د اتلوليو په يوه لوبه کې د لندن د چلسي لوبډلې، سرپرست روزونکى، روبرتو ديمتيو گول وهونکي ديدير دروگبا ته تر هغه وروسته تر غاړې ووت چې د ايتاليا نيپولي کلب ته يې ماتې ورکړه.
د عکس تشریح، د اروپا د اتلو کلبونو د اتلوليو په يوه لوبه کې د لندن د چلسي لوبډلې، سرپرست روزونکى، روبرتو ديمتيو گول وهونکي ديدير دروگبا ته تر هغه وروسته تر غاړې ووت چې د ايتاليا نيپولي کلب ته يې ماتې ورکړه.
په بنګله دیش کې د سې شنبې د ورځې د يوې کښتۍ د ډوبیدو له امله د مړو شمېره ۱۱۲ تنو ته ورسیده. چارواکې وايي لا هم لس تنه نور تري تم دي.
د عکس تشریح، په بنګله دیش کې د سې شنبې د ورځې د يوې کښتۍ د ډوبیدو له امله د مړو شمېره ۱۱۲ تنو ته ورسیده. چارواکې وايي لا هم لس تنه نور تري تم دي.
د بلجيم د بروکسل په ښار کې يو شيعه امام په خپل جومات کې په اور ووژل شو. چارواکي وايي شکمن کس جومات ته له چړو او تبرګي سره ورغلی وه، اور لگيدونکي معايات يې وشيندل او اور يې ورته کړ..
د عکس تشریح، د بلجيم د بروکسل په ښار کې يو شيعه امام په خپل جومات کې په اور ووژل شو. چارواکي وايي شکمن کس جومات ته له چړو او تبرګي سره ورغلی وه، اور لگيدونکي معايات يې وشيندل او اور يې ورته کړ..
د يمن په لویديځ ښار هراده کې ايتوپيايي کډوال د کډوالو لپاره په نړيوال مرکز کې منتظر دي چې بیرته خپل هيواد ته واستول شي.
د عکس تشریح، د يمن په لویديځ ښار هراده کې ايتوپيايي کډوال د کډوالو لپاره په نړيوال مرکز کې منتظر دي چې بیرته خپل هيواد ته واستول شي.
هندي کريکټ ستورى سچن ټنډولکر لومړنی لوبغاړی شو چې په نړيوالو لوبو کې يې سل سليزې بشپړې کړې، دۀ خپله سلمه سليزه له بنگله ديش سره په ډاکه کې د يوې ورځنۍ لوبې پر وخت وکړه.
د عکس تشریح، هندي کريکټ ستورى سچن ټنډولکر لومړنی لوبغاړی شو چې په نړيوالو لوبو کې يې سل سليزې بشپړې کړې، دۀ خپله سلمه سليزه له بنگله ديش سره په ډاکه کې د يوې ورځنۍ لوبې پر وخت وکړه.
د هالیوډ مشهور فلمي ستوری جورج کلووني او پلار يې په ټولنه کې د نافرمانۍ د پيدا کولو په تور په واشنګټن کې د سوډان د سفارت مخې ته د مظاهرې په ترڅ کې نيول شوي دي.
د عکس تشریح، د هالیوډ مشهور فلمي ستوری جورج کلووني او پلار يې په ټولنه کې د نافرمانۍ د پيدا کولو په تور په واشنګټن کې د سوډان د سفارت مخې ته د مظاهرې په ترڅ کې نيول شوي دي.