اوونۍ په انځورونو کې: ۳-۹ د مارچ ۲۰۱۲

د دې اوونۍ په انځورونو کې د فرانسې د ولسمشریزو ټاکنو بحث،په هند کې د هولي کلنۍ ميله،د اسټرلیا سیلابونه او د امریکا توپانونه ،د سوريې د جنګ څپلو احوال او د اروپا د اتلو کلبونو په اتلوليو کې د ارجنتايني لوبغاړی ليون ميسي ۵ ګولونه ووهل شامل دي.

د فرانسې ولسمشر نيکولا ساخکوزي په يوه تیلويزوني بحث کې ويلي چې دا مهال په فرانسه کې خورا ډير بهرنيان اوسيږي او که چېرې د دوهم ځل لپاره وټاکل شو نو دا شمير به راټيټوي.
د عکس تشریح، د فرانسې ولسمشر نيکولا ساخکوزي په يوه تیلويزوني بحث کې ويلي چې دا مهال په فرانسه کې خورا ډير بهرنيان اوسيږي او که چېرې د دوهم ځل لپاره وټاکل شو نو دا شمير به راټيټوي.
 د روسيې نوی ټاکل شوی ولسمشر ويلاد ميرپوتين تر ټاکنو وروسته خپلو ملاتړو ته په وينا کې.
د عکس تشریح، د روسيې نوی ټاکل شوی ولسمشر ويلاد ميرپوتين تر ټاکنو وروسته خپلو ملاتړو ته په وينا کې.
د ۲۰۱۲ ولسمشرۍ ټاکنو ته د امريکا جمهوري غوښتوونکی نوماند ميټ رومني له ميرمنې سره خپله بريا لمانځي. دۀ له لسو ايالتونو څخه په شپږو کې برى موندلى دى.
د عکس تشریح، د ۲۰۱۲ ولسمشرۍ ټاکنو ته د امريکا جمهوري غوښتوونکی نوماند ميټ رومني له ميرمنې سره خپله بريا لمانځي. دۀ له لسو ايالتونو څخه په شپږو کې برى موندلى دى.
د سوريې حکومت ځپل شو سیمو ته ددوی په وینا د امنیتي اندېښنو له کبله نړیوال سره صلیب ته د وتلو خبره ځنډوله.
د عکس تشریح، د سوريې حکومت ځپل شو سیمو ته ددوی په وینا د امنیتي اندېښنو له کبله نړیوال سره صلیب ته د وتلو خبره ځنډوله.
 په هند کې د هولي د رنګونو ميله چې هر کال د ژمي په وروستيو کې تر سره کيږي.
د عکس تشریح، په هند کې د هولي د رنګونو ميله چې هر کال د ژمي په وروستيو کې تر سره کيږي.
د ښځو د نړيوالې ورځ په وياړ د نړۍ په لرو بر کې تر زرو ډيرې غوندې ، ميلې او نندارې د ښځو د لاسته راوړنو او له هغوى سره د روان نا انډول حالت د جوتولو لپاره لمانځل کيږي.
د عکس تشریح، د ښځو د نړيوالې ورځ په وياړ د نړۍ په لرو بر کې تر زرو ډيرې غوندې ، ميلې او نندارې د ښځو د لاسته راوړنو او له هغوى سره د روان نا انډول حالت د جوتولو لپاره لمانځل کيږي.
د بارسلونا په کلب کې لوبیدونکی ارجنتايني لوبغاړی ليون ميسي لومړنی کس دی چې د اروپا د اتلو کلبونو د اتلوليو په یوه لوبه کې پنځه ګولونه ووهل.
د عکس تشریح، د بارسلونا په کلب کې لوبیدونکی ارجنتايني لوبغاړی ليون ميسي لومړنی کس دی چې د اروپا د اتلو کلبونو د اتلوليو په یوه لوبه کې پنځه ګولونه ووهل.
د اسټراليا په واګه واګه ښار کې سيلابونو ۹۰۰۰ کسان د خپلو کورونو پريښدو ته مجبوره کړي.
د عکس تشریح، د اسټراليا په واګه واګه ښار کې سيلابونو ۹۰۰۰ کسان د خپلو کورونو پريښدو ته مجبوره کړي.
د انډيانا په ګډون د امريکا په نورو ايالتونو کې هم طوفانونو شاوخوا ۳۹ کسان وژلي دي.
د عکس تشریح، د انډيانا په ګډون د امريکا په نورو ايالتونو کې هم طوفانونو شاوخوا ۳۹ کسان وژلي دي.
د برتانیا شهزاده هري په جميکا کې د خپل سفر پر مهال د المپيک د ۱۰۰ مترو له مشهوره ځغاستونکي یوسن بولت سره
د عکس تشریح، د برتانیا شهزاده هري په جميکا کې د خپل سفر پر مهال د المپيک د ۱۰۰ مترو له مشهوره ځغاستونکي یوسن بولت سره