په انډيا ګيټ کې

د انډيا ګيټ ناويات تصويرونه

انديا گيټ، د هندوستان د دغه مشهور څلي چې ددې هيواد د پيژندگلوۍ په نښه بدل شوى د ٨١ يمې کليزې په وياړ انځور اخيستونکي آديتيا کپور ته په ځانگړې توگه څلي ته د دننې ورتگ اجازه ورکړل شوه چې ناوياته تصويرونه واخلي.
د عکس تشریح، انديا گيټ، د هندوستان د دغه مشهور څلي چې ددې هيواد د پيژندگلوۍ په نښه بدل شوى د ٨١ يمې کليزې په وياړ انځور اخيستونکي آديتيا کپور ته په ځانگړې توگه څلي ته د دننې ورتگ اجازه ورکړل شوه چې ناوياته تصويرونه واخلي.
انديا گيټ د لوى هندوستان د جگړو يادگاري څلى وو او هغو سرتيرو ته د پيرزوينې وړاندې کولو په موخه جوړشوى چې په هند کې د برتانيا د واکمنۍ په دفاع کې وژل شوي. دننې لخوا څلى داسې بڼه لري.
د عکس تشریح، انديا گيټ د لوى هندوستان د جگړو يادگاري څلى وو او هغو سرتيرو ته د پيرزوينې وړاندې کولو په موخه جوړشوى چې په هند کې د برتانيا د واکمنۍ په دفاع کې وژل شوي. دننې لخوا څلى داسې بڼه لري.
 څلى له سرو او زيړ رنگو گرانيت اوشگلنو کاڼو جوړ دى. دننه هغه زينې ښکاري چې د څلي گنبدې ته ځي.
د عکس تشریح، څلى له سرو او زيړ رنگو گرانيت اوشگلنو کاڼو جوړ دى. دننه هغه زينې ښکاري چې د څلي گنبدې ته ځي.
آديتيا کپور وايي: کله چې پر زينو ( پوړو) خيژﺉ نو د څلي په مينځ کې لويې لويې پټې کوټې ترسترگو کيږي.
د عکس تشریح، آديتيا کپور وايي: کله چې پر زينو ( پوړو) خيژﺉ نو د څلي په مينځ کې لويې لويې پټې کوټې ترسترگو کيږي.
د څلي گنبده چې سريې پرانيستى دى.
د عکس تشریح، د څلي گنبده چې سريې پرانيستى دى.
دا د انديا گيټ په پورتنۍ برخه کې لوى دهليز دى چې دروازې يې څلورو وړو برنډو ته پرانيستل کيږي. له برنډو نه ترسترگو کيدونکې منظرې خورا ښکلې دي.
د عکس تشریح، دا د انديا گيټ په پورتنۍ برخه کې لوى دهليز دى چې دروازې يې څلورو وړو برنډو ته پرانيستل کيږي. له برنډو نه ترسترگو کيدونکې منظرې خورا ښکلې دي.
له برنډې نه ختيځ لوري ته د ولسمشر استوگنځاى ليدل کيږي.
د عکس تشریح، له برنډې نه ختيځ لوري ته د ولسمشر استوگنځاى ليدل کيږي.
سويل خوا ته بيا هغه څلى دی چې په کې په هند کې د برتانيويانو د واکمنۍ پرمهال د پنځم جورج ( د برتانيا پاچا) مجسمه وه خو د هند له خپلواکۍ وروسته لېرې کړل شوه..
د عکس تشریح، سويل خوا ته بيا هغه څلى دی چې په کې په هند کې د برتانيويانو د واکمنۍ پرمهال د پنځم جورج ( د برتانيا پاچا) مجسمه وه خو د هند له خپلواکۍ وروسته لېرې کړل شوه..
ولسي وگړو ته څلي ته دننه د ورتگ اجازه نشته، نو د څلي د سيوري دغه راز په زړه پورې انځور به هيچا نه وي ليدلى.
د عکس تشریح، ولسي وگړو ته څلي ته دننه د ورتگ اجازه نشته، نو د څلي د سيوري دغه راز په زړه پورې انځور به هيچا نه وي ليدلى.