سیما سمر: دولت د بشري حقونو سړوونکي نه محاکمه کوي

سیما سمر
د عکس تشریح، اغلې سمر د افغانستان په تيرې ولسي جرگې هم نيوکه وکړه، چې دوى داسې قانون تصويب کړ چې په لوى لاس يې د قانون له منگولو نه جنگي جنايت کونکي په څنگ وساتل.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون په دغه هېواد کې د انتقالي عدالت په نه پلي کولو کې افغان دولت گرم بللى او وايي چې دولت د بشري حقونو نه د سرغړوونکو په محکمه کولو کې پاتې راغلى.

د کميسيون مشرې سيما سمر پر افغان دولت تور پورې کړ چې تر دې مهاله يې د انتقالي عدالت د پلي کولو په برخه کې د سمبوليکو گامونو په وچتولو نړيواله ټولنه خوشاله ساتلې .

اغلې سمر د افغانستان په تيرې ولسي جرگې هم نيوکه وکړه، چې دوى داسې قانون تصويب کړ چې په لوى لاس يې د قانون له منگولو نه جنگي جنايت کوونکي په څنگ وساتل، هغې دا رنگه په راتلونکې ولسي جرگې غږ وکړ چې پر دغه تصويب شوي قانون دې بيا له سره کتنه وکړي او د معافيت دغه تصويب شوى قانون دې بې باوره اعلان کړي.

په کابل کې زموږ همکار محمود کوچي له اغلې سمر نه د يوې مرکې په ترڅ کې لومړى دا پوښتلي چې ولې تر دې مهاله په افغانستان کې د انتقالي عدالت د پلی کولو برخليک جوت نه شو ؟