احدي: د پاک-افغان تړون سوداګرو ته د پام وړ اسانتیاوې برابروي

احدي
د عکس تشریح، ښاغلی احدي زياتوی د دغه تړون په مټ به افغان سوداګرو ته د تېر پرتله د پام وړ اسانتیاوې برابرې شي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزير انوارالحق احدي چې د افغان حکومت په استازيتوب يې د تېرې يکشنبې په ماښام په اسلام اباد کې له خپل پاکستاني سيال مخدوم فهیم امین سره دا تړون لاسلیک کړ، وايي په دې نوي تړون کې د افغانستان له لوري رامخې ته شوي ګڼ وړانديزونه منل شوي.