"پخوا هلک وم، اوس نجلۍ یم"
د پاکستان هغو اوسېدونکو ته چې خپل جنسيت يې بدل کړى دى په همدې روانه اوونۍ کې په لاهور کې ښوونځى پرانيستل شو.
په پښتونخوا کې صوبايي اسمبلۍ هم د دوى لپاره د ځينو مرستو تابيا لري. خو په پاکستان کې د جنسیت بدلوونکو په وړاندې په ټولنه کې چلند ښه نه دى.
په دوى ملڼدې وهل کېږي، کار نه شي موندلى او ډېر کله له جنسي تيري سره مخامخ وي.
له پېښوره اظهار الله د داسې يوه کس کيسه کوي چې خپل جنس يې بدل کړى دى.