د عکسونو البوم: نوروز د افغانانو د ژوند کتاب کې

افغانستان کې د طالبانو په واکمنۍ کې د نوروز پر لمانځلو بندیز و او د اور د عبادت کوونکو رخصتي بلل کېده. اوس هم د سخت دریځو ملایانو له خوا پرې نیوکې کېږي. خو له پخوانیو او اوسنیو مخالفتونو سره سره، نوروز چې د بزګر په ورځ هم پېژندل کېږي د افغانانو ترمنځ مشهور جشن دی او لمانځل کېږي.

نوروز

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د پسرلي په رسېدو د افغانستان دښتې او غرونه په بېلابېلو ګلونو په تېره بیا غاټولو رنګینېږي. ماشومان له دښتو ګلان راټولوي او د سړک پر غاړه یې د موټرو پر سپرلۍ خرڅوي. نوروز د ګل سرخ په مېلې هم مشهور دی.
نوروز

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، نوروز کې هره خوا روښانه رنګونه تر سترګو کېږي. د ماشومانو لپاره هم دغه ورځ د اختر په څېر له لوبو او خوراکونو ډک وي. هغو ماشومانو ته چې ښوونځي ته ځي، د نوي کال لومړۍ ورځ د ژمي د رخصتۍ وروستۍ ورځ وي.
نوروز

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، نجونې د خپل بکس او المارۍ تر ټولو ښه کالي راباسي او پرځان کوي یې. دا انځور د هغو نجونو دی چې ۲۰۱۴ زېږدیز کال کې یې د ارګ ماڼۍ کې د نوروز په جشن کې ګډون کړی و.
نوروز

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، نوروز نه یوازې له رنګونو چې له غږونو سره راځي. پر دې ورځ بنګړیوالې هم د خلکو د مېلو ځایونو ته ځان رسوي، رنګین او شرنګېدونکي بنګړي خواره کوي او نجونو او ښځو ته په کتو ورته بنګړي خوښوي.
نوروز

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د هغو ځوانانو لپاره چې د مېلې جوړولو ته پلمه لټوي، اتڼ داسې موقع ده چې هرڅوک پرې ګډېدای شي، یوازې د اتڼ د کتار مشر ته ګوره او هماغه کوه چې هغه یې کوي.
\

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د نوروز تر ټولو لویه مېله او د خلکو راټولېدل د مزارشریف ښار کې کېږي چې په زرګونو کسان ځان تر نوي کال وړاندې دغه ښار ته ور رسوي. د حضرت علي زیارت کې چې ویل کېږي همدلته ښخ دی جنډه پورته کېږي او تر څلوېښتو ورځو ولاړه وي.
نوروز

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، سره له دې چې یو شمېر ملایان د نوروز لمانځل غیر شرعي بولي خو ډېر خلک همدا ورځ په نېک فال نیسي او دعا کوي چې خدای یې ویجاړ هېواد ته سوله راولي.
نوروز

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په داسې حال کې چې چورلکه له هوا د نوروز د مبارکۍ پیغامونه خپروي، کوترې د زیارت له ځمکو هوا ته پورته شوي چې د جشن ګډونوالو ته خپل ځای پرېږدي.
نوروز

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د رسمي مراسمو ترڅنګ ګڼ ځوانان د باندې مېلو او بنډارونو ته وځي. ځوانانو ته چې د موسیقۍ یوازې یوه اله هم په لاس ورشي خپل مجلس پرې جوړولای شي. (د البوم جوړوونکی: پاینده څرګند)