د پوتين او پريګوژین لانجه؛ د واګنر مشر له روسټوف-نا-دونو وتلی، بلاروس ته 'روان دی'

د روسیې له ځواکونو سره تر څه کمې ۲۴ ساعته ښکېلتیا وروسته د اجیرې واګنر ملېشې مشر یوګني پریګوژین د بلاروس له ولسمشر الکسندر لوکاشینکو سره تر خبرو وروسته د مسکو پر لور د خپلو ځواکونو پرمختګ درولی. نوموړی په داسې حال کې بلاروس ته روان دی چې ځواکونه یې له نیول شوي ښار روسټوف-نا-دونو څخه د وتلو په حال کې دي.

ژوندی پوښښ

  1. د واګنر ډلې مشر چېرته دی؟

    د روسیې ملیشه ډلې واګنر د مشر یوګني پریګوژین د ځای ځایګې په اړه تراوسه هم کره معلومات نشته، خو مخکې ویل شوي وو چې نوموړی به بېلاروس ته ځي.

    پر خواله رسنیو خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې د واګنر ډلې ځواکونه له روسټوف ښاره چې پرون یې نیولی و وځي. سیمه ییزو چارواکو ویلي چې د حالاتو له سمېدو سره به پر ګرځېدو محدودیتونه لېری کړای شي.

    ځینې کارپوهان اندېښمن دي چې که ښاغلی پریګوژین له خپلو ځواکونو سره بېلاروس ته ولاړ شي کولای شي له هغه ځایه اوکرایین له یوه نوي ګواښ سره مخامخ کړي.

    يفګني پريکوژین

    د عکس سرچینه، Reuters

  2. پر اوکرايين د روسيې تازه بريدونه

    تېره شپه روسي ځواکونو پر اوکرایین په مسلسله توګه بریدونه وکړل. سیمه ییزې رسنۍ وايي د نیکوپول په ښار کې یو سپين ږيری کس وژل شوي او د استوګنې ګڼو ودانیو ته زیان اوښتې دي.

    په اوکرایین کې په دې هکله بېلا بېل اټکلونه کېږي چې په روسیه کې روان حالات به د روسیې پرضد د اوکرایین پر ځوابي بریدونو څه اغېزه ولري.

    په دونباس کې د بي بي سي خبریال وايي اوکرایین به د روسیې په دفاعي لیکو کې کمزورې نقطې لټول او ګوري به چې څه فرصتونه شته چې ترې ګټه واخلي. دا هم روښانه ده چې د واګنر ځواکونه به بېرته د جګړې لومړې کرښې ته وګرځي او کنه.

    ځیني خبریالان وايي اوکرایین ته خطرونه شته ځکه چې د پوځي مشرتابه له بدلون سره ښايي روسیه جګړه لا تونده کړي.

  3. وېډیو کې واګنر ملېشې له روسټوف ښاره د وتلو حال کې لیدل کېږي

    په وېډیو کې ښکاري چې واګنر ملېشې روسټوف ښآر ته نژدې لیدل کېږي. پر خواله رسنیو دا وېډیو ډېره لاس په لاس شوې چې ویل کېږي واګنر ځواکونه له روسي روسټوف-ناـدون ښاره د وتلو حال کې دي.

    د دغې اجیرې ملېشې مشر مخکې خپلو ځواکونو ته ویلي وو چې د مسکو پر لور خپل پرمختګ ودروي.

    د ویډیو تشریح، وېډیو کې واګنر ملېشې له روسټوف ښاره د وتلو حال کې لیدل کېږي
  4. وروستی, د واګنر مشر له نیول شوي ښاره د وتلو حال کې لیدل شوی

    رویټرز خبري اژانس د واګنر اجیرو ملېشو مشر انځور خپور کړی چې ظاهراً پکې له نیول شوي روسټوف-نا-دون ښاره وځي.

    دا ښار واګنر جنګیالیو نن سهار نیولی و.

    یاد خبري اژانس وايي، یوګني پریګوژین د ښار له پوځي قومندانۍ نه د وتلو حال کې دی.

    یوګني

    د عکس سرچینه، Reuters

  5. وروستی, له روسټوف-نا-دونو ښاره د واګنر ملېشو د وتلو انځورونه

    په تېرو څو ګړیو کې له روسټوف-نا-دونو ښاره د واګنر ملېشو د وتلو اړوند انځورونه خپاره شوي دي.

    په دې انځورونو کې په زړه پورې ټکی د یاد ښار پر واټونو د خلکو راغونډېدل ديٍ چې د "واګنر! واګنر!" نارې یې وهلې، چې غالباً ددغې ډلې ملاتړي به وو.

    د روسټوف-نا-دونو تخلیه وروسته تر هغه پیل شوه چې د واګنر مشر یوګني پریګوژين وویل، ځواکونه یې د مسکو پر لوري له دې کبله له نور پرمختګه راګرځولي چې دده په ټکو د "وینې تویېدنې" مخه ونیول شي.

    دا څرګندونې د ښاغلي پریګوژین او د بیلاروس د ولسمشر الکسندر لوکاشینکو - چې د پوتین متحد ګڼل کېږي- ترمنځ له خبرو وروسته رامنځ ته شوې.

    واګنر

    د عکس سرچینه، Reuters

    واګنر

    د عکس سرچینه، Reuters

  6. د روسیې د وضعیت په اړه د نړۍ د مشرانو ترمنځ ټیلیفوني خبرې

    د نړۍ يو شمېر مشرانو په روسیه کې د وروستيو پرمختګونو او تاوتریخوالي په اړه غږېدلي دي.

    د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په دې مسله کې د استدلال غوښتنه وکړه او د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین سره يې په ټيليفوني خبرو کې د سوله ییز حل په موندلو کې د مرستې وړاندیز وکړ.

    د امریکا ولسمشر جوبایډن د جرمني، فرانسې او بریتانيا مشرانو ته ټیلیفونونه وکړل او په روسیه کې د وروستیو پېښو او بدلونونو په اړه یې ورسره خبرې وکړې.

    سپینې ماڼۍ ویلي د دغو هېوادونو مشرانو له اوکرایینه پر خپل ملاتړ ټینګار وکړ.

    لتوییا او اسټونیا چې دواړه هېوادونه د ناټو غړي دي، له روسیې سره په خپلو پولو کې امنیتي تدبيرونهکلک کړي دي.

  7. وروستی, د واګنر مشر وايي د "وينې توېدنې" مخنيوي په پار يې جنګيالي بېرته ګرځولي

    د واګنر ګروپ مشر یوګیني پریګوژین وايي، د بېلاروس له ولسمشر الکساندر لوکاشینکو سره له خبرو او هوکړې وروسته یې خپلو ځواکونو ته امر کړی چې د مسکو پر لور خوځښت ودروي او بېرته راوګرځي.

    دا خبر د شنبې په ماښام هغه مهال خپور شو چې رپوټونو کې ویل شوي وو، د واګنر ځواکونه د مسکو ۲۰۰ کیلومترۍ ته رسېدلي دي.

    ښاغلي پریګوژین وویل چې دا پریکړه د "د وینې توېدنې مخنیوي" لپاره شوې او اوس به د واګنر ځواکونه بېرته خپلو سیمو ته ستانه شي.

  8. د واګنر ډله او د روسیې پوځ څومره عسکر لري؟

    واګنر ډلهیوه خصوصي نظامي اجيره ډله ده چې په اوکرایین کې د روسیې د منظم پوځ ترڅنګ جګړه کوي.

    د دې ډلې مشر، یوګیني پریګوژین، په دې وروستیو کې د روسيې پوځ پر وړاندې د بغاوت غږ پورته کړ، او داسې ښکاري چې اوس د دې ډلې ځواکونه د مسکو په لور د خوځښت په حال کې دي.

    د دغې ډلې د مشر له څرګندونو داسې اټکل کېږي چې دغه ډله اوس مهال شاوخوا ۲۵ زره سرتېري لري.

    د روان کال په جنورۍ میاشت کې د بریتانیا د دفاع وزارت د دې ډلې د جنګياليو شمېر تر ۵۰ زرو ډېر اټکل کړی و، خو د راپورونو له مخې له دې ډلې شاوخوا ۲۰ زره یې د اوکرایین په جګړه کې وژل شوي دي.

    اوس د واګنر ډلې ۲۵ زره جنګيالي د روسیې د پوځ د ۸۰۰ زرو عسکرو په مقابل کې راوتي دي.

    د روسیې په پوځ کې یو وخت د پوځیانو شمېر تر یو میلیون ډېر اټکل شوی و، خو ویل کېږي چې له اوکرایین سره د جګړې پر مهال لږترلږه ۲۲۰ زره یې وژل شوي دي.

    داسې انګېرل کېږي چې روسیه ۲۵۰ نور اضافي سرتېري هم لري.

    واګنر

    د عکس سرچینه، Reuters

  9. وروستی, د واګنر ډلې جنګيالي د روسیې پلازمېنې پر لور د خوځښت په حال کې دي

    داسې ښکاري چې د واګنر ځواکونه د ورځې په اوږدو کې شمال ته د مسکو په لور په خوځښت کې وو.

    د مسکو په سویل کې د لیپتسک والي تائید کړه چې د واګنر کاروان له دې ولایت څخه تېر شوی او يوه ویډیو هم خپره شوېچې ښکاري د واګنر کاروان د شمال په لور روان دی.

    داسې ښکاري چې روسي چارواکي مسکو ته د واګنر د ځواکونو د راتګ په اړه جدي اندېښمن دي.

  10. وروستی, د مسکو ښاروال: وضعیت ستونزمن دی

    د مسکو ښاروال سرګي سوبیانین په یوه بیان کې چې په ​​​​ټلیګرام چېنل يې خپور کړ لیکلي،"وضعیت ستونزمن" بللی دی.

    ده زياته کړې، احتمال شته چې د دغه ښار ځينې واټونه د ترافيکو پرمخ وتړل شي.

  11. د مسکو په لور د واګنر ملېشو سفر

    واګنر

    د عکس سرچینه، UGC

    بي بي سي د دې ویډیو ريښتینولي تائید کړې چې د واګنر د وسله والو موټرو کاروان د لیپتسک سیمې له لارې د ورونژ او مسکو ته په لویه لاره سفر کوي.

    پورته عکس له ویډیو څخه اخیستل شوی. لکه څنګه چې موږ یادونه وکړه، د لیپتسک سیمې والي له اوسیدونکو څخه وغوښتل چې په کور کې پاتې شي.

    د لیپتسک سیمه ایزو چارواکو ویلي دي چې په سیمه کې د عامه ترانسپورت ټول خدمات تر بل خبرتیا پورې لغوه شوي دي.

    ورونژ یو له دوو ښارونو څخه دی - بل یې روستوف-آن-ډون دی، سویل ته - چیرې چې د واګنر اجیرانو راپور ورکړی چې مهم ځایونه یې نیولي دي.

    نقشه
  12. رمضان قدیروف: یاغیان باید وځپل شي

    قدیروف

    د عکس سرچینه، EPA/Shutterstock

    د چیچنیا مشر رمضان قدیروف د یوګېني پریګوژین وسله وال بغاوت "له شا د چړې ګوزار" بللی دی.

    هغه ویلي د ولادیمیر پوتین د نننۍ وینا د هر ټکي ملاتړ کوي.

    قدیروف له ۲۰۰۷ راهیسې د روسیې فېدراتیف سویل کې د چیچنیا جمهوریت مشري کوي.‌

    هغه د پوتین سرسخت ملاتړی دی، خو د اوکرایین جګړې پر مهال یې په وار وار د پریګوژین توندې نیوکې هم بدرګه کړې.

    نوموړي ویلي "زه له جنګیالیو، زموږ د خاورې له وطنپالوغوښتنه کوم. لمسون ته مه تسلیمېږئ."

    قدیروف د ټېلېګرام په یوه اوږده پوسټ کې لیکلي "هر څه موخې چې تاسو ته درکړ شوې، هر څه ژمنې چې درسره کېږي، دمګړۍ زموږ د دولت خوندیتوب او د روسیې د ټولنې یووالی تر ټولو ډېر مهم دی."

    د چیچنیا مشر دا هم ویلي چې‌ له د فاع وزارته چیچین او د ملي ګارد ځواکونه د کړکېچ سیمې پر لور خوځېدلي دي.

    هغه د دغه پیغام پای کې لیکلي "بغاوت باید وځپل شي، او که دا سخت اقداماتو ته اړتیا لري نو موږ چمتو یو!"

    چیچنیا څو لسیزې له روسیې د خپلواکۍ ناکامه جګړه پر مخ یوړه.

    رمضان قدیروف ته وفادار ځواکونه هم اوکرایین کې د روسیې په ملاتړه جګړه کوي.‌

  13. مسکو کې د بي بي سي خبریال: روسیې کې د کورنۍ جګړې نښې نه ښکاري

    په روسیه کې د بي بي سي خبریال سټیف روزنبرګ وايي،‌ که د مسکو په کوڅو کې نن وګرځئ،‌ نو کراري ښکاري او خلک ارام دي.‌

    بل څه چې په ښار کې نه حس کېږي،‌ پراخ امنیتي تدابیر دي. داسې نه ښکاري‌ چې روسیه دې اوس په کورنۍ جګړه کې ښکېله شي.‌

    خو هر څه په چټکۍ بدلېدای شي.‌

    دا یوه لویه ستونزه ده چې ولادمیر پوتین یې باید حل لار پیدا کړي.‌

    ښاغلي‌ پوتین ته نه یوازې په اوکرایین کې جګړه ور له غاړې ده، بلکې په کور دننه بغاوت هم ورته پیدا شوی دی.‌

  14. پریګوژین – روسي ځواکونه د واګنر پر کاروانونو ډزې کوي

    پریکوژین

    د عکس سرچینه، Reuters

    د واګنر ګروپ مشر یوګېني پریګوژین د روسیې پوځ تورن کړی چې د ده د ملیشې پر کاروانونو ډزې کوي.‌

    هغه د ټېلېګرام یوه پیغام کې لیکلي "پر موږ ډزې وشوې. لومړی د توپخانې ډزې او وروسته له چورلکو."

    پریګوژین دا نه دي ویلي، چې پر وسله والو یې دغه بریدونه چېرته شوي.

    هغه همدا راز د واګنر ملېشې د ټېلېګرام پر پاڼه یوه غږېز پیغام کې ویلي، چې د روسیې سویل کې روستوف نادونو ښار یې له ډزو او مقاومت پرته نیولی دی.

    پریګوژین دا ادعا هم کړې، چې ګوندې د دغه ښار اوسېدونکي 'عدالت لپاره لاریون' له کبله د ده د ځواکونو ملاتړ کوي.

    خو د روسیې دولتي‌ تلویزیون ځینې داسې ویډیوګانې خپرې کړي چې ظاهرآ پکې ښکاري چې د روستوف اوسېدونکي د واګنر وسله والو سره مشاجره کوي‌ او له هغوی غواړي چې د ولسمشر پوتین امرونو ته غاړه کېږي.

    دغه ادعا په خپلواک ډول نه ده تایید شوې.

  15. پوتین وايي وسله وال بغاوت کې ښکېل کسان به سزا وګوري

    پوتين

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د واګنر ګروپ ځواکونو لخوا د یوې ډراماتیکې ننګونې له پېښېدو وروسته دغه مېلشه په خیانت محکومه کړې ده.‌

    ښاغلي پوتین د شنبې سهار یوه تلویزیوني وینا کې وویل هغه ټول کسان به سزا وویني چې د روسیې د ویشلو هڅه یې کړې.

    لانجه له دې پیل شوه چې د واګنر ملېشې مشر 'یوګیني پرېګوژین' د روسیې پوځ تورن کړ چې ګوندې اوکرایین کې یې د ده د ځواکونو پر یوه پنډغالي مرګونی هوايي برید کړی دی.‌

  16. واګنر ډله څوک ده؟

    واګنر ډلې مشر

    د عکس سرچینه، Reuters

    واګنر ګروپ ملېشه ځواکونه دي چې په اوکرایین کې د روسیې د پوځ تر څنګ جنګېږي.

    ویل کېږي دې ملیشې د اوکرایین له جګړې وړاندې یوازې شاوخوا ۵ زره غړي درلودل چې ډېری یې پخواني تجربه لرونکي سرتېري وو.

    اوس د دې ملېشې مشر وايي د ځواکونو شمېر یې پر ۲۵ زرو اوړي.

    امریکایي چارواکي ادعا کوي چې دې ملېشې تېر کال له هغې وروسته تر ډېره له زندانونو د لسګونو زره نورو جنګیالیو پر ګومارلو پیل وکړ چې روسیه په اوکرایین کې د ځواکونو کمښت سره مخ شوه.

    ویل کېږي، چې په دې کسانو کې محکوم شوي جنايي مجرمان هم شامل وو.

    د واګنر په اړه ویل کېږي‌ چې فعالیت یې په ۲۰۱۴ کال کې د روسیې لخوا د اوکرایین د کریمیا ټاپو وزمې تر نیول کېدو وروسته پیل کړی او بیا یې پر اوکرایین سربېره ان د سوریې او افریقا بېلابېلو جګړو ته هم د روسیې په ملاتړ خپل اجیر جنګیالي استولی دي.

    دا ډله پر وحشت او جنګي جرمونو هم تورنه شوې ده.

  17. وروستی, زېلېنسکي: د روسیې کمزروي څرګنده ده

    د اوکرایین ولسمشر ولودمیر زېلېنسکي هم روسیې کې دغو تازه پرمختګونو ته غبرګون ښودلی دی.‌

    هغه پر خپل ټېلېګرام یوه پیغام کې لیکلي‌ "څوک چې د شر لار غوره کړي، ځان تباه کوي" او دا چې ګواکې "د روسیې کمزوري څرګنده ده."

    ښاغلي زېلېنسکي که څه هم نیغ په نیغه د ولسمشر ولادیمیر پوتین نوم نه دی اخیستی، خو پر هغه یې له دې کبله نیوکه کړې چې د اوکرایین جګړې ته یې سلګونه زره کسان استولي.

    ولودمیر زېلېنسکي ویلي مسکو چې څومره اوږده موده خپل ځواکونه او کرایکښ وسله وال اوکرایین کې ساتي، "هماغومره ډېر به له ګډوډیو، کړاو او ستونزو سره مخامخېږي."

    له دې سره هممهاله د اوکرایین‌ باخموت ښار ته نږدې مېشتو اوکراییني ځواکونو هم روسیه کې پر دغه تازه کړکېچ خوښي ښودلې ده.‌

    زېلېنسکي

    د عکس سرچینه، e

  18. وروستی, د مسکو پر لور د واګنر حرکت

    د واګنر ډله

    د عکس سرچینه، Reuters

    د واګنر لخوا د روسیې پوځ خلاف د پاڅون له اعلان سره هممهاله د بریتانیا دفاع وزارت ویلي چې دغه مېلشه د مسکو پر لور حرکت کې ده.

    د بریتانیا د دفاع وزارت استخباراتي مالومات ښيي چې د واګنر ځینې قطعات د 'ورونیش اوبلاست' ښار شمال خوا په حرکت کې دي او ظاهرآ داسې ښکاري چې غواړي ځانونه مسکو ته ورسوي.‌

    ورونیش د مسکو او روستوف نادونو ترمنځ پروت دی.‌

    د بریتانیا د دفاع وزارت استخباراتي مالومات دا هم ښيي چې د واګنر ملېشه ځواک د روستوف نادونو پر مهمو ځایونو کنټرل لري.

    دغو استخباراتي مالوماتو دا په وروستیو وختونو کې تر ټولو پام وړ ننګونه بللې چې د روسیې دولت ورسره مخامخ شوی.

  19. په اوکرایین کې د جنګېدونکې اجیرې ملېشې واګنر ګروپ مشر یوګیني پروګوژين ادعا وکړه چې د روسیې پوځ یې د جنګیاليو پر یوه پنډغالي مرګونی برید کړی.

    هغه پر ټولنیزو رسنیو یوه خپرې شوې وېډیو کې وویل:

    "د دې لپاره چې څرنګه د خپل هېواد دفاع ته دوام ورکړو او دې ته حل لاره ومومو، موږ چمتو وو چې دفاع وزارت ته امتیازات ورکړو، خپلې وسلې وروسپارو. خو دا ناکاره خلک ارام نه شول. نن چې موږ مات شوي نه یو, نو دوی زموږ په شاته کمپونو راکټي بریدونه وکړل، زموږ زیات شمېر عسکر ووژل شول. موږ به پریکړه وکړو چې دغه ظلم ته څه ډول ځواب ووایو. بل ګام زموږ دی".

  20. روسي چارواکو په اوکرایین کې د جنګېدونکې اجیرې ملېشې ځواک واګنر ګروپ د مشر ېفګېني پروګوژین لپاره جرمي دوسیه پرانیستې او هغه یې په وسله واله سرکښۍ تورن کړی. چارواکو ترې غوښتي چې بې بنسټه تورونه دې ودروي. ښاغلي پرېګوژین له دې وړاندې په یو لړ غږیزو پیغامونو کې د روسیې پر پوځ تور لګولی چې د واګنر د وسله والو پر یوه پنډغالي يې مرګونی توغندیز برید کړی.

    د دغه کرایکښ وسله وال ځواک مشر له دې وړاندې په یوه وېډیو کې دا هم ویلي وو چې روسیې پر اوکرایین د یرغل لپاره هېڅ دلیل نه درلود او دا جګړه يې ناورین بللې.

    پروګوژين

    د عکس سرچینه، Reuters