تاسې د وېب‌سایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېب‌سایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.

د وېب‌سایټ اصلي بڼې ته مې وروله

د وېب‌سایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.

د ترکیې او سوریې زلزله: د وژل شویو کسانو شمېر له ۱۱۲۰۰ واوښت؛ سلو افغانانو ته هم مرګژوبله اوښتې

تازه مالومات ښيي‌ چې په ترکیه او سوریه کې د دوشنبې ورځې زلزلې له امله د وژل شویو شمېر اوس له ۱۱۲۰۰ اوښتی دی. ترکي چارواکي وايي،‌ څه باندې ۸۵۰۰ کسان یوازې په ترکیه کې وژل شوي دي.‌ که څه هم له سوریې د کره مرګژوبلې مالومات ګران دي، خو تر دې مهال په دغه هېواد کې د څه باندې ۲۶۰۰ کسانو د وژنې تایيد شوی دی.‌ افغانستان کې د طالبانو حکومت وایي،‌ له ترکیې ور رسېدلي رپوټونه ښيي چې د زلزلې له کبله "سلو افغانانو ته هم مرګژوبله اوښتې."

ژوندی پوښښ

  1. د ترکیې په یوه سوداګریز بندر کې بیا لویه اورلګېدنه رامنځته شوې

    ددې هېواد دفاع وزارت مني چې د سمندر په غاړه په یوه بندر کې اور بیا تازه شوی.

    اور د ترکیې په سویل کې په سکندرون بندر لګېدلی چې لامل یې هم د دوشنبې ورځ زلزله بلل کیږي.

    هلته په بېړیو کې د لېږد لپاره راوړل شویو سلګونه کانتینرونو اور اخیستی چې دود یې تر اسانه پورته شوی دی.

    د بیړنو پیښو ډلې هم سیمې ته له ورتګ سره له ستونزو سره مخ دی ځکه زلزلې بندر ته د ننوتو لارې په کانتینرونو بندې کړې دي.

    د سې شنبه په ورځ د هوا له لارې چورلکو او الوتکو د اور وژنې عملیاتو کې برخه اخیستې وه خو د چهار شنبه په ورځ ناوخته له سیمې بیا د اور لمبې پورته شوې.

    دغه اور لګېدنه داسې مهال ده چې د ترکیې ډېرې ادارې په زلزله کې د زیانمنو خلکو په ژغورلو او لاس نیوي بوختې دي.

  2. سړې هوا د ژغورنې او مرسته رسونې چارې ځنډنۍ کړې

    پېښو د رسیدګۍ په چارو کې د خیریه ټولنې یو غړی پاول ټایلر وايي ترکیې ته رسیدلي څو د اړمنو خلکو لاسنیوی وکړي.

    نوموړي د ترکیې په سویل کې له بي بي سي سره په خبرو کې له سړې هوا شکایت کړی.

    پاول وایي د څلورو ژوندیو پایو لرونکی موټر یې نور ددې جوګه نه دی چې نورو سیمو ته پرې سفر وکړي.

    هغه زیاتوي د ناورینونو د مدیریت په برخه کې د ده د تجروبو له مخې هره پېښه په دومره لوی والي سره " له کړاوونو ډکه" وي خو زیاتوي چې د ډېرو مرستو په ور رسېدو به حالات کنټرول شي.

    د نوموړي په وینا " په محلي کچه دلته ټول تر خپله وسه هڅې کوي، ځینې مرستندویه ادارې یې هم لاس نیوی کوي او نړیواله ټولنه هم په ور رسېدو ده."

    د پاول ټایلر په وینا "بلاخره به هرڅه سم شي."

  3. په ترکیه کې د غیرمعیاري ودانیو پر ضد غوسه په زیاتېدو ده

    په دې هېواد کې چې وروستۍ زلزلې بې دریغه ودانۍ را ونړولې او ډېر خلک پکې له منځه لاړل، یو لامل یې هم د ودانیو ټيټ ودانیز معیار بلل کیږي.

    د تېرو کلونو له پېښو وروسته په ترکیه د ودانیو جوړول معیارونه سخت کړل شوی وو خو داسې ښکاري چې بیا یې هم کار نه دی ورکړی.

    د دوشنبې ورځې له زلزلې اخیستل شویو ویډیوګانو کې لیدل کیږي چې ډېرې نوې ودانۍ له څو ټکانونو سره رانړېږي.

    د شمېرو له مخې په زلزله ځپلو سیمو کې ۷۵ زره ودانۍ زیانمنې شوې دي.

    ددې ادعاوو د کره والي په موخه بي بي سي هم د حقیقت موندنې لپاره له هغو ودانیزو شرکتونو سره دا موضوع شرېکه کړې چې په زلزله کې د دوي لخوا جوړې شوې ودانۍ زیانمنې شوې دي.

  4. د سوریې په جندیرس ښارګوټي کې د ډېر شمېر خلکو د مړینې وېره

    د سوریې په شمال لوېدیځ کې د یاغیانو تر کنټرول لاندې دې سیمه نه تازه په خواله رسنیو ځینې ویډیوګانې خپرې شوې.

    په ویډیوګانو کې لیدل کیږي چې په جندیرس کې لسګونه ودانۍ نړېدلې دي. دا هغه سیمه ده چې لاس رسی ورته ستونزمن دی

    هلته ډاکټرانو د هغې نوې زیږېدلې ماشومې روغتیایي حالت د ډاډ وړ بللی چې له ټولې کورنۍ یوازې پاتې ده.

    ځایي سرچینو ویلي چې هلته تر اوسه د ۳۰۰ کسانو مړینه تایید شوې.

    خو ډېرې سیمې لاهم نه دي پلټل شوې.

    د الدفاع المدني السوري په نامه د یوې ټویټر پاڼې د مالوماتو له مخې هلته ۸۰۰ نور کسان ټپیان شوي هم دي.

    دغه پاڼه لیکي چې هلته یو ناوریني حالت رامنځته شوی، هرڅه تباه شوي " په سلګونو کورنۍ لا هم تر خاورو لاندې دي."

    بل خوا د بي بي سي خبریاله خبریاله لیز دوسېټ چې په سوریه کې ده وایې هلته د ژغورنې هڅې روانې لاهم روانې دي.

    د نوموړې په وینا ډېرو زیانمنو سیمو کې د روغتیايي سیستم د کمزورتیا له امله ستونزه ډېره لویه ده.

    شمال ته ځینې ​​مرستې رسېدلې خو د یاغیانو تر ولکې لاندې سیمو ته د خرابو سړکونو له امله لاسرسی لا هم خورا محدود دی.

  5. د ترکیې ولسمشر وایي دومره لوی ناورین ته چمتوالی ناشونی دی

    د ترکیې رجب طیب اردوغان له یو شمېر زلزله ځپلو سیمو لیدنه کړې.

    ولسمشر اردوغان په حطای ولایت کې خبریالانو ته وویل چې د خلکو غوسه او نیوکې درک کوي، خو په دې کچه لوی ناورین کابلو کول په یوازېتوب د یوه حکومت د وسې کار نه دی.

    زلزله ځپلي خلک او مخالف ګوندونه حکومت په وخت د خلکو ژوغورنې په برخه کې په ناکامۍ او ناغیړۍ تورنوی.

    خلک وایې په ځينو سیمو کې امنیتي ځواکونه او ژغورونکي ډېر کم دي.

    اردوغان له یوې بلې سیمې د لیدنې پر مهال په دې برخه کې ستونزې ومنلې خو وایي دا کار یې له وسه پورته دی.

    ښاغلی اردوغان او حکومت یې د مخالفینو له جدي نیوکو سره مخ دی چې په تېرو اتو کلونو کې یې ددې ډول لویو پېښو لپاره هېڅ چمتوالی نه دی نیولی.

  6. وروستی, طالبان: د ترکیې زلزله کې نژدې۱۰۰ افغان کډوالو ته مرګژوبله اوښتې

    په افغانستان کې د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزارت وایي،‌ له ترکیې ور رسېدلي رپوټونه ښيي چې د زلزلې له کبله افغان کډوالو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې.

    د یاد وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل بي بي سي ته وویل "له بده مرغه تر اوسه مونږ ته رسیدلي رپوټونه ښيي چې په دغې زلزله کې تر سلو پورې افغانان مړه او ټپیان دي."

    د ترکیې په انقره کې افغان کونسل هم بي بي سي‌ پښتو پاڼې ته وویل،‌ د ترکیې په بېلا بېلو ښارونو کې د زلزلې له امله افغانانو ته مرګژوبله اوښتې.‌

    که څه هم پسرلی حکیمي وايي،‌ د وژل شویو او یا هم ټپي شویو ‌افغانانو کره شمېر لا نشته، خو بي بي سي‌ ته په ترکیه کې ځینو افغانانو ویلي،‌ د وژل شویو افغانانو شمېر تر سلو رسېږي.

  7. ایا د زلزلو وړاندوینه شونې ده؟

    د زلزلو څيړونکو بنسټونو په ترکیه کې د دوشنبې ورځې زلزله یو له تر ټولو ځواکمنو هغو بللې. د زلزلې عیني شاهدین هم وایې چې ځمکه تر شاوخوا دوه دقیقو خوځېده.

    له دې سره هم مهاله د نېدرلنډ د یوه څيړونکي هغه ټوېټ او وضاحت هم پر ټولنیزو رسنیو ډېر لاس په لاس کیږي چې له دغې زلزلې وړاندې یې په دې سیمه کې د زلزلې د پېښیدو وړاندوینه کړې وه.

    فرېنک هوګربېټس د فبرورۍ پر دریمه نېټه یعنې له دې زورورې زلزلې درې ورځې وړاندې داسې وړاندوینه کړې وه "ژر یا په لږ ځنډ به په ترکیه، اردن، سوریه او لبنان سیمو کې د ۷.۵ درجو زلزله سخته ویجاړي رامنځته کړي."

    له دې ټوېټ وروسته چې کله په درېيمه ورځ ،‌ نږدې په همدې اندازه زلزله وشوه او لا یې هم د سختې ویجاړۍ خبرونه خپریږي، له خلکو سره یوه جدي پوښتنه پیدا شوه چې ایا د زلزلو وړاندوینه رېښتیا کېږي؟

    نور په دې رپوټ کې ولولئ:

  8. وروستی, ترکیه او سوریه کې د وژل شویو شمېر ۱۱۲۰۰ ته ورسېد

    تازه مالومات ښيي‌ چې په ترکیه او سوریه کې د دوشنبې ورځې زلزلې له امله د وژل شویو شمېر اوس له ۱۱۲۰۰ اوښتی دی.

    ترکي چارواکي وايي،‌ څه باندې ۸۵۰۰ کسان یوازې په ترکیه کې وژل شوي دي.‌

    که څه هم له سوریې د کره مرګژوبلې مالومات ګران دي، خو تر دې مهال په دغه هېواد کې د څه باندې ۲۶۰۰ کسانو د وژنې تایيد شوی دی.‌

    د ودانیو په را څپړلو سره دغه شمېر په چټکۍ لوړېږي او وېره دا ده چې ښايي‌ د مرګژوبلې شمېر نور هم لوړ شي.‌

    ژغورنډلې لا هم بوختې دي‌ چې که ژوندي پاتې کسان له وېجاړیو را وباسي.

  9. کنډوالو کې اېسار ماشوم ته ژغورونکي اوبه ورکوي

    په سوریه کې د محمد په نامه دې ماشوم ته داسې مهال اوبه ورکول کېږي چې لا هم په وېجاړیو کې اېسار دی.

    دغه کوچنی چې له اوبو ورکولو وروسته ژغورل کېږي،‌ د سوریې په هاتیا سیمه کې نژدې ۴۵ ساعته په وېجاړیو کې بند و.

    په ترکیه او سوریه کې ژغورنډلې هڅه کوي په کنډوالو کې پاتې کسان ژوندي‌ وژغوري.

  10. وروستی, ترکیه او سوریه کې د وژل شویو کسانو شمېر له ۹۰۰۰ واوښت

    په ترکیه او سوریه کې د وړمې ورځې زلزلې له امله د وژل شویو شمېر اوس له ۹۰۰۰ اوښتی دی. یوازې په ترکیه کې د وژل شویو کسانو شمېر تر ۷۰۰۰ رسېږي.

    په سوریه کې بیا د څه باندې ۲۵۰۰ کسانو د وژنې رپوټونه ورکړل شوي دي. د ژغورنې عملیات لا هم روان دي او وېره ده چې ښايي د قربانیانو شمېر نور هم لوړ شي.

    ژغورنډلې د ژوندیو کسانو په لټه پر عملیاتو بوخت دي. خو سړې خوا د ژغورنې او پلټنې عملیات یو څه ګران کړي دي.

    د لسګونو هېوادونو مرستې یا رسېدلي او یا هم د رسېدو په حال کې دي.‌ ځینې خیریه ټولنې وايي، د سوریې شمال ته د مرستو رسول ځکه ګران دي‌ چې لارې د وېجاړو ودانیو له امله بندې شوې دي.‌

    خیریه ټولنو د سوریې له حکومته غوښتنه کړې، هغو سیمو ته مرستې ورپرېږدي چې د یاغیانو په واک کې دي‌ او زلزلې سختې ځپلې دي.‌

  11. وروستی, د نوې زیږېدلې ماشومې ژغورل، چې لا یې د نامه غوټۍ پر مړې مور پورې نښتې وه

    په دوو ګاونډیو هېوادونو ترکیه او سوریه کې له زورورې زلزلې یوه ورځ وروسته، د سوریې په شمال لوېدیځ کې د یوه ویجاړ شوي کور له کنډوالې یوه نوې زیږېدلې ماشومه ژوندۍ رایستل شوې ده.

    د نجلۍ پلار او څلور وروڼه زلزله کې مړه شوي دي. دا نجلۍ داسې شېبه کې ژغورل شوې ده، چې له مور سره یې د کور کنډوکپرو کې بنده پاتې وه او مور یې وروستۍ سلګې وهلې.

    په جندیرس سیمه کې دا نجلۍ په خاوره سپېره مېره وه چې وژغورل شوه. عفرین ته څېرمه روغتون کې یوه ډاکټر وویل، د نجلۍ وضعیت ښه دی.

    په هغه ودانۍ کې چې ددغې نجلۍ کورنۍ پکې اوسېده، ۵۰ کورونه وو او زلزلې راوغورځوله. دا سیمه د ترکیې پولې ته څېرمه ادلب ولایت کې ده.

    د ماشومې یوه خپلوان خلیل السوادي ویلي، د ودانۍ د نړېدو له خبر اورېدو سره یې خپلوان په منډه هلته ورغلل.

    ده د فرانسې خبري اژانس ته وویل: "د کیندنې پرمهال مو غږ واورېد. خاورې مو واړولې او ماشومه مو ومونده چې د نامه د غوټۍ نل یې ورپورې نښتی و، هغه مو پرې کړه او زما تره روغتون ته ورسوله".

    د ماشومانو یوه ډاکټر هاني معروف وویل، ماشومه روغتون ته په ناوړه وضعیت کې راوړل شوه او پر بدن یې ډېر ټپونه وو.

    "ماشومه یخنۍ نیولې وه، موږ باید توده کړې وای او کلسیم مو ورکړل".

    د ماشومې انځور چې په ساتنځي کې پرته ده، د هغې د مور عفراء او پلار عبدالله او څلورو وروڼو د جنارې پرمهال ډېر لاس په لاس شوی دی.

  12. د ترکیې زلزله:‌ هاتای کې پراخه ویجاړي د ډرون په انځورونو کې

    د ډرون په مټ نویو اخیستل شویو انځورونو کې د ترکیې سوېلي هاتای ولایت هغه کوڅې ښکاري چې زلزلې پکې دنګې ودانۍ له ځمکې سره هوارې کړې دي.

    د تېرې دوشنبې ورځې ۷٫۸ درجې زلزلې دا ښار ډېر سخت زیانمن کړی دی.

  13. وروستی, د سوریې زلزله: خلک یوه کورنۍ له کنډوکپر د 'الله اکبر' په نارو راوباسي

    په داسې حال کې چې د سوریې ادلب کې د اورپکو تر کنټرول لاندې سیمه کې د سپینو خولیو لرونکو ژغورندویانو په مټ یوه کورنۍ چې دوه لویان او څلور ماشومان پکې دي، ژغورل شوې او ژغورونکي د (الله اکبر) نارې وهي.

  14. د ترکیې- سوریې زلزله: د ډرون انځورونو کې پراخه ویجاړي

    په داسې حال کې چې د ترکیې په سوېل او د سوریې په شمال کې د ژغورنې هڅې دوام لري، له هوا نه اخیستل شویو انځورونو کې د مرستندویانو د کار کچه مالومېږي. د زلزلې زیانمنو سیمو کې سلګونه ودانۍ ویجاړې شوې دي، چې له کبله یې ایسار خلک په ډېره سړه هوا کې له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

  15. سوریه کې زلزله ځپلو ته په سختۍ بېړنۍ مرستې رسول کېږي

    خو په سوریه کې زلزله ځپلو ته د نړیوالو بندیزونو له امله بیړنۍ مرستې په سختۍ رسول کېږي. د سوریې زلزله ځپلیو ته د مصر، لبنان او ایران په څېرو هېوادونو د مرستو رسولو هڅې پيل کړې دي.

    د سوریې دغې سیمې ته چې د دولت د مخالفانو په ولکه کې ده، د لاسرسي یوازینۍ لار له ترکیې ور تېره شوې ده.

    خو د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا ویلي، زلزلې دغه لاره هم خرابه کړې ده.

    د اوچا ادارې ویاند جینس لېیرک د سوریې زلزله ځپلیو ته د بېړنیو حیاتي مرستو د ژر رسېدا لپاره د سیاستونو د یو طرف ته کولو غوښتنه کړې ده.

    "اړینه ده چې ټول یې وویني: داسې یو انساني بحران چې د خلکو ژوند پکې په خطر کې دی. مهرباني وکړئ، دا مه سیاسي کوئ، راشئ دغو کسانو ته مرستې ورسوو چې به سخته اړتیا ورته لري."

    تېره دوشنبه په ترکیه او سوریه کې یوې زورورې زلزلې چې شدت یې د ریښتر په کچه ۷ اعشاریه ۸ درجې ښودل شوی، زرګونه ودانۍ داسې مهال ونړولي چې خلک پکې ویده و. کابو لس دقیقې وروسته ور پسې بلې زلزلې دغه سیمه بیا وجړکوله چې ویجاړي یې لا پسې ډېره کړې ده.

  16. زلزله؛ 'کنډوکپرو لاندې ګېر ځینې خلک پیغامونه راته لېږي، خو موږ هېڅ نه شو کولی', ترکی خبریال ابراهیم هاسکو اوغلو بي بي سي ته

    ترکي چارواکو ویلي، تر اوسه یې له زرګونو کنډوکپرو ۸ زره کسان ژوندي را ایستلي دي.

    خو هر څومره چې په دغو دواړو هېوادونو کې د شوې زلزلې تر کنډوکپرو لاندې په راګيرو انسانانو وخت اوړي، د ژوندي پاتې کېدو چانس یې کمېږي.

    یوه ترکي خبریال ابراهیم هاسکو اوغلو بي بي سي ته ویلي، له کنډوکپرو لاندې ګېر ځينې کسان ده او نورو خبریالانو ته پیغامونه لېږي او د خپلې موقعیت په اړه خبرې کوي، خو موږ هېڅ نه شو کولی.

    د ملتونو اړوند د روغتیا نړیوالې ټولنې لا وار دمخه خبرداری ور کړی چې تر راتلونکې اونۍ به د قربانیانو په شمېر کې پام وړ زیاتوالی راشي.

    د دغې ټولنې ویاندې مارګاریت هریس بي بي سي ته ویلي، کوم کړکېچ چې ترکیې او سوریې ته ور پېښ دی، ډېر ستر دی.

    درې میاشتې بېړنی حالت

    د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، د هېواد په جنوب ختیځ کې یې لس ولایتونه زلزله ځپلي او په همدغو ولایتونو کې یې تر درو میاشتو بېړنی حالت اعلان کړی دی.

    ښاغلي اردوغان زیاته کړې، تر اوسه ور سره ۷۰ هېوادونو د مرستو ټټر وهلی دی.

  17. ترکی ګول ساتونکی احمد ایوپ ترکاسلان له زلزلې وروسته مړ شوی

    د ترکي ګول ساتونکي احمد ایوپ ترکاسلان د فوټبال کلب (یني مالاتیاسپور) ویلي، نوموړی د دوشنبې ورځې زلزلې په لړ کې ترکیه کې مړ شوی دی.

    ترکیه او سوریه کې خونړۍ زلزلې نژدې ۸۰۰۰ کسان وژلي دي.

    یاد کلب پر ټویټر لیکلي: "زموږ ګول ساتونکی احمد ایوپ ترکاسلان له ځمکې لړزې وروسته ساه ورکړې ده. روح یې ښاد".

    دوی زیاتوي: "ښکلیه سړیه، موږ به دې هېر نه کړو".

    ۲۸ کلن ترکاسلان په ۲۰۲۱ کال د ترکیې له یني مالاتیاسپور کلب سره یوځای شو او د دویمې درجې شپږ لوبې یې ددغه کلب په ګټه کړې دي.

  18. وروستی, د وژل شوو شمېر ۸۰۰۰ ته نژدې شوی

    په زلزله کې د وژل شوو شمېر اوس ۸۰۰۰ تنو تنه نژدې شوی دی. اې اېف پي خبري اژانس وايي، یوازې ۵۸۹۴ کسان په ترکیه او ۱۹۳۲ نور په سوریه کې وژل شوي‌ دي.

  19. سټلایټ انځورونو کې تر زلزلې مخکې حالت او وروسته ویجاړي ښودل شوې

    د مصنوعي سپوږمکیو په مټ اخیستل شویو انځورونو کې ښکاري چې ترکیه او سوریه کې تر زلزلې مخکې ودانۍ او د ویجاړۍ کچه معلومېږي.

    په انځورونو کې،‌ چې نن اخیستل شوي، په اصلاحي، نورداجي او سوېلي دوزیجي ښارونو کې ودانیو ته پراخ زیان لیدل کېږي.

  20. وروستی, د ترکیې-سوریې زلزلو کې د وژل شوو شمېر تر ۷۲۰۰ واوښت

    رسمي شمېرې ښيي، چې په ترکیه او سوریه کې د دوو خونړیو زلزلو د وژل شوو کسانو شمېر تر ۷۲۰۰ اوښتی دی.‌

    چارواکي وايي، یوازې ترکیه کې تر ۵۴۰۰ ډېر کسان وژل شوي او سوریه کې د وژل شوو شمېر تر ۱۸۰۰ لوړ شوی دی.‌

    په کنډوالو کې د خلکو لټون روان دی.‌ د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، ښايي د زلزلې له کبله د زیانمن شوو خلکو شمېر ۲۳ میلیون ته ورسېږي.