فخر زمان غوره لوبغاړی ونومول شو
په دغو سياليو کې د پاکستان تر ټولو ډېرې منډې جوړونکی فخر زمان غوره لوبغاړی ونومول شو. نوموړي په ۱۰۶ توپونو ۱۱۴ منډې جوړې کړې
تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
دا لومړی ځل دی چې هند او پاکستان د ای سي سي چمپینز ټرافي په پایلوبه کې له یو بل سره سیالي کوي. دغه لوبه په لندن کې روانه ده. دا لومړی ځل دی، چې پاکستان دغو سیالیو پایلوبې ته رسېږي. پاکستان له دې مخکې درې ځله دغو سیالیو کې لوبه کړې، خو پایلوبې ته نه دی رسېدلی.
په دغو سياليو کې د پاکستان تر ټولو ډېرې منډې جوړونکی فخر زمان غوره لوبغاړی ونومول شو. نوموړي په ۱۰۶ توپونو ۱۱۴ منډې جوړې کړې
د باليووډ ستوري ارجون رامپال پاکستان ته د بريا مبارکي ورکړې ده
د هندي سيمنا ستوري رشي کپور پر خپله ټوټیر پاڼه پاکستان ته مبارکې ورکړې او ويلي يې دي "هو، پاکستانه تام موږ ته ماته راکړه"
د ای سي سي چمپينز ټرافي سياليو کې پاکستان هند ته په ۱۸۰ منډو ماته ورکړه.
د هند ټول لوبغاړي په ۳۰ اوورونو کې د ۱۵۸ منډو په جوړولو سره وسوځېدل.
هند تر دې مهاله په ۳۰ اوورنو کې ۱۵۸ منډې جوړې کړې دي
په نننۍ سيالۍ کې تر دې مهاله د هند لپاره هاردېک پانډيا تر ټولو ډېرې ۷۶منډې کړې دي.
اشوېن د يوې منډې په جوړولو سره وسوځېد
روېندرا جډېجا د جنيد خان له خوا په ۱۵ منډو وسوځېد. هند تر دې مهاله په ۲۷ اوورونو کې ۱۵۶ منډې جوړې کړې دي.
هاردېک پانډيا په ۴۳ توپونو د ۷۶ منډو په جوړولو سره وسوځېد
په نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې هاردېک پانډيا تر ټولو چټکه پنځوسيزه جوړه کړه
هاردېک پانډيا يو پر بل پسې دوې شپږيزې ووهلې.
د لوبې تردې مهاله هند په ۱۹ اوورونو کې ۹۲ منډې جوړې کړې دي. تر ټولو ډېرې ۲۹ منډې هارډېک پانډيا کړې دي.
عمران خان وايي د پاکستان باولېنګ او د هند بټېنګ ښه دی
کېدر جادهو په ۱۳ توپونو د ۹ منډو په جوړولو وسوځېد
د هند بل تکړه توپ وهونکی مهېندرا دهوني په ۲۱ منډو وسوځېد
يوراج سېنګ په ۲۲ منډو د شاداب خان له خوا وسوځېد
هند په ۱۱ اوورونو کې د دريو لوبغاړو په سوځېدو پنځوسيزه پوره کړه