تاسې د وېب‌سایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېب‌سایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.

د وېب‌سایټ اصلي بڼې ته مې وروله

د وېب‌سایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.

پاپ فرانسیس خاورو ته وسپارل شو

د پاپ فرانسیس تابوت له واتیکان نه د روم مرکز ته په لېږدولو د جنازې عمومي مراسم پای ته ورسېدل او واتیکان تایید کړه چې پاپ فرانسیس د سانتا ماریا ماجوره کلیسا کې خښ شو. د ایټالیا چارواکو ویلي چې شاوخوا ۴۰۰ زره کسانو د پاپ په جنازه کې ګډون کړی و. دې مراسمو ته د نړۍ ۵۰ مشران او لس ولسمشران هم ورغلي وو.

لنډیز

  • پاپ فرانسیس چې چې کابو یوه اونۍ مخکې مړ شوی و، له واتیکان بهر خاورو ته وسپارل شو
  • د نړۍ ۵۰ مشرانو او لسو پاچاهانو سربېره د پاپ جنازه کې ګډون وکړ
  • د امریکا ولسمشر ټرمپ د پاپ تابوت ته درناوی وړاندې کړ
  • واتیکان: د پاپ د جنازې مراسمو ته له ۴۰۰ زرو ډېر کسان راغلي
  • د الومړی ځل دی چې تېرو ۱۰۰ کلونو کې له واتیکان بهر پاپ خاورو ته سپارل کېږي

ژوندی پوښښ

  1. وروستی, پاپ فرانسیس خاورو ته وسپارل شو

    د پاپ فرانسیس تابوت له واتیکان نه د روم مرکز ته په لېږدولو د جنازې عمومي مراسم پای ته ورسېدل او واتیکان تایید کړه چې پاپ فرانسیس د سانتا ماریا ماجوره کلیسا کې خښ شو. د ایټالیا چارواکو ویلي چې شاوخوا ۴۰۰ زره کسانو د پاپ په جنازه کې ګډون کړی و. دې مراسمو ته د نړۍ ۵۰ مشران او لس ولسمشران هم ورغلي وو.

  2. وروستی, تېرو ۱۰۰ کلونو کې لومړی ځل له واتیکان بهر خاورو ته د پاپ سپارل

    پاپ فرانسیس وصیت کړی و چې له واتیکان بهر به روم ښار کې د سانتا ماریا ماجوره کلیسا کې خاورو ته سپارل کېږي.

    وروستی پاپ چې له واتیکان نه بهر خاورو ته وسپارل شو، لون دیارلسم و چې په ۱۹۰۳ کال کې مړ شو.

    پاپ فرانسیس هر ځل چې له یوه بهرني سفر نه وروسته روم ته راستنېده، ارومرو به سانتا ماریا ماجوره کلیسا ته ورتله.

    پاپ فرانسیس ته له مریم مقدس سره ځانګړې مینه درلوده او د سانتا ماریا ماجوره کلیسا لومړنۍ کلیسا وه چې د څلورمې میلادي پیړۍ په لومړیو کې د هغې په نوم ثبت شوه. له دې امله، پاپ فرانسیس د دې کلیسا په قلمرو کې خاورو ته سپارل، چې له سمبولیک اړخه ځانګړې او ژور معنی لري.

  3. وروستی, په سینټ پیټر میدان کې د دعا مراسم پای ته ورسېدل او د پاپ فرانسیس تابوت د تدفین ځای ته ولېږدول شو

    له دعا وروسته، د پاپ فرانسیس تابوت د "پاپ‌موبایل" په ځانګړي موټر کې چې بڼه یې بدله شوې ده، د تدفین ځای ته انتقال شو.

    ټاکل شوې ده چې پاپ فرانسیس نن د سانتا ماریا ماجوري په کلیسا کې خاورو ته وسپارل شي؛ هغه ځای چې د روم ښار په یوه نسبتاً بېوزله سیمه کې پروت دی.

  4. وروستی, پاپ‌موبایل څه شی دی؟

    "پاپ‌موبایل" هغه ځانګړي موټر ته ویل کېږي چې پاپ پرې د رسمي سفرونو پر مهال له خلکو سره د لیدو لپاره سفر کوي.

    دا موټر په ځانګړي ډول د پاپ د خونديتوب لپاره طرحه شوی، ډېره برخه یې زغرواله ده او د مرمۍ ضد ښیښې لري.

    په شا برخه کې پاپ درېدلی یا کېناستلی شي او څوکۍ یې لوړه جوړ شوې چې خلک ښه او په اسانۍ پاپ ولیدلی شي. هلته د پاپ د دوو ملګرو لپاره هم څوکۍ شته.

    د روم کوڅو کې د نننۍ جنازې د ګڼې ګوڼې لپاره، د پاپ‌موبایل (موټر) شا برخه داسې جوړه شوې چې د پاپ تابوت پرې وړل کېږي.

  5. وروستی, د پاپ فرانسیس د تابوت د وروستي سفر په پیل کې خلکو چکچکې وکړې

  6. وروستی, واتیکان: ۲۵۰ زره کسانو د پاپ د جنازې مراسمو کې ګډون کړی

    د پاپ د جنازې مراسم د سینټ پیټر په میدان کې ترسره شول.

    واتیکان په تازه شمېرو کې تایید کړه چې شاوخوا ۲۵۰ زره کسان د پاپ د جنازې په مراسمو کې حاضر وو.

    دا شمېر د هغه شمېر پرتله ۵۰ زره ډېر دی چې واتیکان مخکې اعلان کړې وه.

    یوه برخه خلک د سینټ پیټر په میدان او نور د میدان په شاوخوا سیمو کې راټول شوي وو.

  7. وروستی, پاپ فرانسیس: د تابوت د انتقال مراسم د تدفین لپاره په باسیلیک کې پیل شول

    اوس مهال د پاپ فرانسیس د تابوت د بیا انتقال مراسم پیل شوي دي، چې د سینټ پیټر کلیسا ته دننه یوسي او د سانتا ماریا ماجوري کلیسا ته د تدفین د وروستیو مراسمو لپاره چمتو شي.

    څو شېبې وړاندې، کاردینال جوواني باتیستا د سپېڅلي اوبو په شیندلو د پاپ د تابوت د مبارکولو دود ترسره کړ، ورپسې د بخور ورکولو مراسم وشول، چې د پاکوالي یو سمبولیک نښه ده.

    همداراز، پر ځايي وخت د غرمې په ۱۲ بجو زنګونه درې ځل وغږول شول، دا د تابوت د مبارکولو د مراسمو د بشپړېدو نښه وه.

  8. وروستی, سېنټ پټر کلیسا کې د زېلنسکي او ټرمپ د لیدنې لومړنی انځور

    په یوه بېړني خبر کې، د اوکریاین چارواکو هغه انځورونه خپاره کړي دي چې پکې د ډونلډ ټرمپ او ولودیمیر زېلنسکي ترمنځ د سینټ پیټر کلیسا دننه یوه لنډه لیدنه شوې ده.

    لکه څنګه چې ښکاري، دا لیدنه بې له کوم رسمي ترتیبه شوې، چې دواړه پر دوو عادي څوکیو یو بل ته مخامخ ناست دي او دواړه مشران ژور بحث کې ډوب ښکاري. دا انځور د زېلنسکي د دفتر مشر اندري یرماک خپور کړی دی.

    وړاندې، سپینې ماڼۍ وویل دواړو ولسمشرانو د جنازې له پیلېدا وړاندې د سینټ پیټر کلیسا دننه په انفرادي ډول سره ولیدل. دا ۱۵ دقیقې اوږد ملاقات یې "ډېر ګټور بحث" بللی دی.

    د وینا پر مهال، کاردینال جوواني باتیستا رې د پاپ فرانسیس پر هغو پرله پسې غوښتنو خبرې وکړې چې د سولې لپاره به یې کولې. کاردینال وویل: "پلونه جوړ کړئ، نه دېوالونه" - دا هغه سپارښتنه وه چې پاپ به یې ډېر ځله تکراروله.

    په داسې حال کې چې ټرمپ هڅه کوي د روسیې او اوکرایین ترمنځ د سولې یوه هوکړه رامنځته کړي، دا خبرې او همداراز نن وروسته ممکنه دویمه لیدنه به د پام وړ اهمیت ولري.

  9. وروستی, د پاپ فرانسیس د جنازې ګډونوالو ته د هغه د "دېوالونو پر ځای د پلونو جوړولو" پیغام یادونه وشوه

  10. وروستی, واتیکان: د پاپ د جنازې مراسمو ته ۲۰۰ زره کسان راغلي

    په یوه بېړني خبر کې، واتیکان اعلان کړی چې شاوخوا ۲۰۰ زره کسان د پاپ د جنازې د مراسمو لپاره د سینټ پیټر میدان او شاوخوا سیمو ته راټول شوي دي.

    بل لور ته، د ایټالیا پولیسو خپل پخوانی اټکل تازه کړی او ویلي یې دي چې شاوخوا ۱۵۰ زره کسان حاضر دي، چې په دوی کې نژدې ۵۰ زره کسان یوازې د سینټ پیټر په میدان کې راټول شوي دي.

  11. وروستی, د پاپ د جنازې مراسمو کې د ایران د ارشاد وزیر، جو بایډن او ډونلډ ټرمپ ته نژدې ولاړ دی

    د بېلابېلو هېوادونو لوړپوړي سياسي چارواکي د پاپ د تدفین په مراسمو کې په واتیکان کې ګډون لري.

    د ایران له لوري، د ارشاد وزیر عباس صالحي په دې مراسمو کې حاضر دی او په هغو انځورونو کې چې له مراسمو خپاره شوي، د ایران استازی د امریکا د اوسني ولسمشر ډونلډ ‌ټرمپ شا او د پخواني ولسمشر جو بایډن مخ ته لیدل کېږي.

  12. وروستی, سېنت پیټر میدان کې زرګونه ویرجن راغونډ شوي

    د ایټالیا پولیسو اعلان کړی چې شاوخوا ۱۴۰ زره کسان دا مهال د سینټ پیټر میدان او شاوخوا سیمو کې راټول شوي، چې د پاپ فرانسیس د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړي.

    په دې خلکو کې نژدې ۴۰ زره کسان د میدان دننه راټول شوي، چې دا میدان تقریباً بشپړ ډک شوی دی.

  13. وروستی, د پاپ فرانسیس تابوت د سینټ پیټرز بهر په څلورلاره کې وړل کېږي

    د پاپ تابوت اوس له سینټ پیټر کلیسا ایستل شوی او د سینټ پیټرو میدان ته انتقالېږي

    د نن ورځې مراسم د پخوانیو پاپانو له جنازو سره یو څه توپیر لري.

    د بېلګې په توګه، پاپ فرانسیس به په یوه ساده لرګين تابوت کې خاورو ته وسپارل شي او برعکس د پخوانیو پاپانو چې تل به په درېیو تابوتونو کې ښخېدل، ده غوښتنه کړې وه چې یوازې په یو تابوت کې ښخ شي.

    دا ساده غوښتنې یې هم د هغه د شخصیت او د کاتولیک کلیسا د مشرتابه د سبک یو انعکاس بلل کېږي.

  14. وروستی, د امریکا ولسمشر ټرمپ د پاپ تابوت ته درناوی وړاندې کړ

  15. وروستی, پاپ فرانسيس: د جنازې د مراسمو پر مهال د څوکيو ترتیب په سینټ پیټر میدان کې

    لکه څنګه چې د نړۍ مهم شخصیتونه سینټ پیټر میدان ته را روان دي، نن د هغوی لپاره ځانګړي ترتیب شوي څوکۍ په لاندې ډول دي.

    سینټ پیټر میدان چمتو کېږي چې د نړۍ لسګونه مشران او د شاهي کورنیو غړي د پاپ فرانسيس د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړي.

    د هغوی څوکۍ د هغو هېوادونو د نومونو له مخې تنظیم شوې چې هغوی یې استازیتوب کوي او دا ترتیب د فرانسوي الفبا پر بنسټ شوی دی.

    خو له دې ترتیبه دوه کسان مستثنا دي: د ارجنټاین ولسمشر خاوییر میلي او د ایټالیا لومړۍ وزیره جورجیا میلوني، ځکه هغوی ته د خپلو تابعیتونو له مخې ځانګړې څوکۍ ورکړل شوې ده.

    په لاندې انځور کې د سینټ پیټر میدان دننه د ناستو ځایونه داسې ښودل شوي دي:

    • د انځور پورته کېڼه برخه: (د لوړپوړو شخصیتونو څوکۍ)
    • د انځور پورته ښۍ خوا: (د عامو خلکو څوکۍ)
    • منځنۍ برخه: (د پاپ تابوت)
    • د انځور ښکته کېڼه خوا: (د کاردینالانو او اسقفانو څوکۍ)
    • د انځور ښکته ښۍ خوا: (د نورو دیني شخصیتونو څوکۍ)
  16. وروستی, د سانتا ماریا ماجوري کلیسا: چې پاپ به پکې خښ شي

    د واتیكان له خوا د اعلان شوې وصیت له مخې، پاپ فرانسيس غوښتنه کړې وه چې دی دې د سانتا ماریا ماجوري کلیسا کې خاورو ته وسپارل شي. دا به له ۱۲۰ کلونو راهیسې لومړی ځل وي چې یو پاپ له واتیكانه بهر خښېږي.

    د سانتا ماریا ماجوري لویه کلیسا له څلورو لویو پاپي کلیساوو یوه ده چې د روم په ښار کې، د واتیكان له دېوالونو بهر موقعیت لري (د سینټ پیټر کلیسا، د سینټ جان لاتران کلیسا او د سینټ پاول کلیسا). دا کلیسا د پنځمې میلادي پېړۍ په لومړیو کې جوړه شوې ده.

    پاپ فرانسيس به د دغې کلیسا اتم پاپ وي چې دلته خښېږي. تر ده مخکې وروستی پاپ کليمنت نهم و، چې د اوولسمې پېړۍ په اوږدو کې دلته خاورو ته وسپارل شو. په دې کلیسا کې نور مشهور شخصیتونه هم ښخ شوي دي، لکه د معمارۍ او مجسمه جوړونې ستر هنرمند جيوواني لورنزو برنيني، چې د سینټ پیټر میدان د ستنو ډیزاین یې کړی و.

    باور کیږي چې دا کلیسا د حضرت عیسی علیه‌السلام د زانګو پاتې شوني لري، چې په بیت‌لحم (فلسطین) کې اېښودل شوې وه. همداراز د مریم عذرا یوه مقدسه انځوریزه نښه هم پکې خوندي شوې ده او د کلیسا پر دېوالونو د زړې عهدنامې کیسې انځور شوې دي.

    دغه کلیسا د "واورې مېرمن" په نوم هم یادېږي. د روایت له مخې، دا کلیسا د پاپ لیبیریوس (چې له ۳۵۲م تر ۳۶۶م پورې ژوندی و) د یوه لیدو له مخې رامنځته شوه.

    پاپ فرانسيس په خپلې ۲۰۲۲م کال لیکلې وصیت کې ویلي دي: "زه غواړم چې زما وروستۍ ځمکنۍ سفر په دې لرغوني مريمي حرم کې پای ته ورسي، هغه ځای چې زه به د هر رسولي سفر په پیل او پای کې پکې ولاړ وم، خپلې غوښتنې مې له باور سره پاکې مور ته سپارلې او د هغې د مهربانې او مورنۍ پاملرنې له امله یې مننه کوم."

    د یادونې وړ ده چې کله پاپ فرانسيس په ۲۰۱۳م کال کې د پاپۍ مقام ته ورسېد، نو دا کلیسا لومړی ځای و چې هلته یې عبادت وکړ.

  17. وروستی, د نړۍ ۵۰ مشران او لس پاچاهان روم کې د پاپ جنازه کې

    نژدې ۵۰ هېوادونو مشرانو او لسو پاچاهانو په روم کې د پاپ فرانسیس د جنازې په مراسمو کې د ګډون اعلان کړی دی، چې په کې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکرون او همدارنګه د اسپانیا پاچا او ملکه شامل دي. برېتانیا اعلان کړی چې شهزاده وېلیم به د خپل پلار پاچا چارلس په استازیتوب ګډون وکړي.

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جمعې په ماښام روم ته ورسېد، مېرمن یې مېلانیا د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره له هغه سره ملګرې وه.

    واتیکان د جمعې په ماښام وویل چې شاوخوا ۲۵۰،۰۰۰ خلکو د پاپ تابوت ته خپل وروستي درناوی وړاندې کړ.

    د ایټالیا امنیتي ځواکونه د سینټ پیټر باسیلیکا شاوخوا ځای پر ځای شوي وو، په داسې حال کې چې د ایټالیا چارواکو اټکل کړی و چې شاوخوا ۲۰۰،۰۰۰ خلک به په جنازه کې ګډون وکړي.

  18. وروستی, د نړۍ له بېلابېلو سیمو زرګونه کسان د پاپ د مړي لیدو ته په ویر ورټول شوي

    د نړۍ له بېلابېلو سیمو زرګونه خلک د واتیکان ښار ته د کاتولیک عیسویانو د مړه شوي پاپ فرانسیس په ویر ورټول شوي دي.

    دلته په ځينو عکسونو کې ګورئ چې خلک د ویر او خپګان په حالت کې دي. د واتیکان په ګډون په بیت المقدس او د انډونیزیا په جکارتا کې هم پاپ ته د درناوي مراتب وړاندې شوي دي.

  19. وروستی, نوی پاپ څنګه غوره کېږي؟

  20. وروستی, د پاپ فرانسیس مړی 'بازېلېکا' کلیسا ته ولېږدول شو

    د پاپ فرانسیس مړی په واتیکان کې د 'سېنټ پيټزر بازېلېکا' کلیسا ته ولېږدول شو.

    تابوت یې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې له 'کاسا سانتا مارتا' د ٰسېنټ پيټرز' څلور لارې په اوږدو کې بازېلېکا ته دننه یووړل شو.

    عامو خلکو ته د هغه د مړي تر کتلو مخکې به هلته د دعا او عبادت یو لړ مراسم ترسره شي.