ذبيح الله مجاهد وايي د "پاکستان هوايي بریدونو کې د ۱۱ ماشومانو په ګډون ۱۳ تنه وژل شوي"
په افغانستان کې د طالبانو حکومت وياند ذبيح الله مجاهد وايي، پاکستان تېره شپه د افغانستان "هوايي حريم نقض" کولو سره د ډيورنډ کرښې ته نژدې پرتو څو ولایتونو هوایي بریدونه کړی دي.
نوموړي پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، "تېره شپه د پاکستان متجاوز پوځ يو ځل بيا د افغانستان حريم نقض کړ، په کونړ، خوست او پکتيکا ولایتونو کې یې ملکي کورونه بمبار کړل".
ښاغلي مجاهد ادعا کړې چې په دغو بریدونو کې "۱۱ ماشومان، يوه مېرمن او يو سپين ږيری کس" وژل شوي دي.
نوموړي همدا راز د پاکستان پوځ په بمببارۍ کې د ۱۴ تنو ښځو او ماشومانو د ټپي کېدو ويلي دي. بي بي سي په خپلواکه توګه د مرګژوبلې د دغو شمېرو پخلی نشي کولی.
د پاکستان حکومت هم تراوسه د دغو بریدونو او یا د مرګژوبلې د ادعاو په اړه څه نه دي ویلي.








