دی د هندۍ لوبډلې د سر لوبغاړی دی او تر اوسه یې خپله ویکټ ساتلې ده. تر دمه یې
په ۹۵ توپونو ټولټال ۱۰۲ منډې کړې دي او ناسوځېدلی ولاړ دی.
ارون جوج په نننۍ لوبه کې ۱۳ څلوریزې او دوه شپږیزې هم وهلې دي.
تر ده وړاندې د هند ۱۹ کلنو لوبډلې کېپتان ایوش مهاترې او سوریاونشي نیمه سلیزې ووهلې.
هند اوس په ۷۹ توپونو ۳۲ منډو ته اړتیا لري.
نږدې وه چې عزیز خان د هند درېیم لوبغاړی ویهان وسوځوي. که څه هم عزیز خان د ویهان وهلی توپ په خپله کېچ کړ خو وروسته معلومه شوه چې عزیز خان په ویشتنځي کې تر ټاکلې سپینې کرښې پښه اړولې وه او دا "نو بال" شو. له دې سره هند ته یو "فري هېټ" هم ورکړل شو.
هند به د افغانستان ټاکلی ۳۱۱ منډې هدف پوره کړي؟
د ۱۹ کلنو د کرېکټ نړیوال جام په تاریخ کې تر دې وړاندې تر ټولو لوړ هدف ۳۰۵ منډې و چې ترلاسه شوی دی. نو که نن هند افغانستان ته ماتې ورکړي، د دغه جام د تاریخ تر ټولو لوړ هدف به ترلاسه کړي.
مهاترې د نورستاني پر توپ د شپږیزې په هڅه "لوړ شاټ" وواهه خو بال تر پولې وړاندې عثمان خان کېچ کړ. له دې سره د ایوش مهاترې او ارون جورج ملګرتیا ماته شوه او هند خپله دویمه وېکټ هم وبایلله.
د هند بل لوبغاړی وایباو سوریاونشي هم د ښاغلي نورستاني په توپ وسوځېد چې عثمان سعادت کېچ کړ.
نصرت الله نورستاني عمرزي په دې جام کې تر اوسه ۱۴ وېکټې اخیستې دي چې د بالرانو په کتار کې دویم نمبر تر ټولو ډېرې وېکټې دي.