یوناما: د خوست او کونړ بریدونو کې ډېری وژل شوي ماشومان دي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یوناما د افغانستان په خوست او کونړ ولایتونو کې هغو هوايي بریدونو ته غبرګون څرګند کړی، چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکو په وینا د پاکستان پوځ کړي دي. یوناما پر اېکس یوه پیغام کې د وړمې شپې دغو بریدونو مرګ ژوبلې په هکله ویلي، چې لږ تر لږه لس ملکي کسان پکې وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

لنډیز

  • په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي، پاکستان تېره شپه پر خوست، پکتیکا او کونړ ولایتونو بریدونه کړي دي.
  • په دې بریدونو کې خوست کې د نهو ماشومانو په ګډون لس تنه وژل شوي.
  • په وژل شویو کې ماشومانو کې پنځه هلکان، څلور نجونې او یوه ښځه ده. برید پر یوه کور شوی دی.
  • د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر افغانستان دا برید "د حریم نقض او د پاکستانۍ ادارې له خوا له ټولو منلو شوو نړيوالو نورمونو سره صريح ټکر دی".
  • د پاکستان حکومت تراوسه د دغه بريدونو او يا د ذبيح الله مجاهد خبرو ته غبرګون نه دی ښودلی.
  • يو شمېر افغان سياستوالو د افغانستان پر خوست، پکتيکا او کونړ ولايتونو د پاکستان هوايي بريدونو ته غبرګونونه ښودلي دي.

ژوندی پوښښ

  1. وروستی, یوناما: د خوست او کونړ بریدونو کې ډېری وژل شوي ماشومان دي

    یوناما پیغام

    د عکس سرچینه، X/UNAMA News

    په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ (یوناما) د افغانستان په خوست او کونړ ولایتونو کې هغو هوايي بریدونو ته غبرګون څرګند کړی، چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکو په وینا د پاکستان پوځ کړي دي. یوناما پر اېکس یوه پیغام کې د وړمې شپې دغو بریدونو مرګ ژوبلې په هکله ویلي، چې لږ تر لږه لس ملکي کسان پکې وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي. د یوناما په پیغام کې ویل شوي د دې هوايي بریدونو ډېری قربانیان ماشومان وو.

    په پیغام کې زیاته شوې: ''یوناما یو ځل بیا غوښتنه کوي، چې د ملکي خلکو خوندیتوب او ملکي خلکو ته د زیان اوښتیو مخنیوي لپاره باید نړیوال قانون ته درناوی وشي.''

    له دې مخکې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي و، دغه بریدونه د پاکستان پوځ کړي، چې دوی یې د افغانستان پر حریم تېری بولي او په وینا یې په مناسب وخت کې به لازم ځواب ورکړي.

    تېره ورځ بیا د پاکستان دولتي رسنیو راپور ورکړ، چې د پاکستان پوځ ویلي دوی هېڅکله هم ملکي وګړي نه په نښه کوي او نه هم بې له مخکې خبرتیا برید کوي. د سې شنبې پر ورځ له ځینو خبریالانو سره د خبرو پر مهال د پاکستان د پوځ ویاند جنرال احمد شریف چودري زیاته کړه: "د پاکستان هره پوځي کړنه په ښکاره اعلان کېږي."

  2. وروستی, د پاکستان دفاع وزیر: د افغان طالبانو په هکله مو ټولې هیلې ختمې کړې، اسلام اباد په راتلونکي کې هم له کابله د ښو تمه نه لري

    خواجه اصف

    د عکس سرچینه، Reuters

    د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف وايي، پاکستان د افغان طالبانو په هکله هر ډول هیله ختمه کړې او اسلام اباد په راتلونکي کې هم د کابل له لوري هېڅ ښه هیله نه لري.

    پر سې شنبې د پاکستان له خصوصي جیو نیوز خبري شبکې سره مرکه کې د پاکستان دفاع وزیر وویل، کله چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت رامنځته شو، ده یې خپله هرکلی وکړ، ځکه په وینا یې تر څو چې بد نه وي شوي، د ښو هیله باید وي.

    خواجه اصف وايي، پاکستان څو ځله په ''مهذب انداز'' د ترهګري ختمولو پر موضوع له افغان طالبانو سره د خبرو هڅه وکړه، خو هېڅ کامیابي ترلاسه نه شوه او په وینا یې اوس پاکستان نه خو د افغان طالبانو خبرې سنجیده بولي او نه هم پرې باور کوي.

    د پاکستان د دفاع وزیر په افغانستان کې وړمه شپه د پاکستاني پوځ ادعا شویو بریدونو په هکله وویل، د پاکستان پوځ یو منظم پوځ دی او په وینا یې:"موږ هیڅکله پر ملکي وګړو برید نه کوو."

    د دفاع وزیر وویل، که پاکستان په افغانستان کې اقدام وکړي، نو دا به په برالا اندازسره وکړي.

    هغه وايي، د پاکستان دوست هېوادونه ترکیه، ایران، سعودي عرب، چین او قطر ټول په سیمه او پاکستان کې سوله غواړي، چې دا به د دغو هېوادونو په ګټه هم وي، او له همدې امله پاکستان سملاسي افغانستان ته ځواب نه ورکوي.

    د پاکستان د دفاع وزیر وايي: "افغان طالبان د کوم ډول شریعت، مذهب یا اخلاقو خبرې کوي؟ د نړۍ په کومه ټولنه کې داسې کېږي، چې پر هغه خاوره اور ولګول شي او وینې تویې شي چې تاسو پکې لوی شوي یاست؟"

    خواجه اصف زیاتوي، افغان طالبان اوس خپله افغانستان ته تر ټولو ډېر زیان رسوي.

    د هغه په ​​وینا، څه چې روان دي، پایلې به هرومرو ولري، زموږ ګاونډیان به هرومرو مداخله وکړي، ځکه چې تر اوږدې مودې نه شي کېدای همداسې دوام وکړي.

    د خواجه اصف په خبره که وضعیت همداسې دوام وکړي، نو افغان طالبان به یوازې پاتې شي او بالاخره له انزوا وروسته منزل به د دوی حکومت سقوط وي.

  3. رېچارډ بېنېټ: پاکستان او ښکېل لوري بايد تاوتریخوالی ودروي او خبرو ته راوګرځي

    رېچارډ بېنېټ

    د عکس سرچینه، ge

    د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي رېچارډ بېنېټ په خوست کې د ملکي کسانو وژل کېدو ته غبرګون ښودلی دی. نوموړي پر اېکس يوه پوسټ کې ويلي چې "پاکستان او ښکېلې غاړې بايد د خبرو مېز ته ستانه او د ستونزو د حل لپاره له تاوتریخوالي لاس واخلي."

    ښاغلي بېنېټ ټينګار کړی چې د نړيوال قانون درناوی او د ملکي وګړو خونديتوب خورا مهمه ده.

    نوموړي د یوناما له خوا شوی پوسټ چې وايي په خوست او کونړ کې د هوايي بريدونو له کبله ۱۰ کسان وژل شوي او شپږ ټپيان دي هم شریک کړی دی. یوناما د نړيوال قانون ته د درناوي او د ملکي وګړو د خونديتوب غوښتنه کړې ده.

  4. وروستی, د پاکستان پوځ 'پاکستان خپلې پوځي کړنې په ښکاره اعلانوي او ملکیان نه په نښه کوي'

    احمد شریف

    د عکس سرچینه، ISPR

    د پاکستان د دولتي رسنیو د راپور له مخې د پاکستان پوځ ویلي دوی هېڅکله هم ملکي وګړي نه په نښه کوي او نه هم بې له مخکې خبرتیا برید کوي.

    د افغانستان له لوري پر پاکستان د هوايي بریدونو په اړه د ملکي خلکو د په نښه کېدو د څرګندونو په ځواب کې د سه‌شنبې په ورځ له ځینو خبریالانو سره د خبرو پر مهال د پاکستان د پوځ ویاند جنرال احمد شریف چودري زیاته کړه چې: "د پاکستان هره پوځي کړنه په ښکاره اعلان کېږي."

    د پاکستان د دولتي رسنیو په وینا د ای اېس پي ار مشر په افغانستان کې د طالبانو حکومت له لوري لګول شوي تورونه بې‌بنسټه وبلل او روښانه یې کړه چې پاکستان د ترهګرو د بېلابېلو ډلو تر منځ هېڅ توپیر نه کوي.

  5. وروستی, د خوست برید کې 'ټول وژل شوي زما د کورنۍ غړي دي'

    د ویډیو تشریح، د خوست برید کې 'ټول وژل شوي زما د کورنۍ غړي دي'

    په خوست کې د هغې کورنۍ یو مشر چې تېره شپه پرې برید شوی، وايي‌ وژل شویو کې یې یوه ورېنداره، ‌اوه ورېرونه او دوه لمسیانې دي.‌ دی وايي د شپې خبر شول چې د ورور پر کور یې برید شوی دی.

  6. وروستی, خوست کې د وژل شویو ولسي وګړو جنازه او خاورو ته سپارل

    خوست کې د هغو نهو ماشومانو،‌ چې پنځه پکې هلکان او څلور نجونې او یوه یې مور وه،‌ جنازې وشوې.

    د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، برید د پاکستان پوځ کړی چې دوی یې د افغانستان پر حریم تېری بولي او په مناسب وخت کې به لازم ځواب ورکړي.

    پاکستان لا تر اوسه ددغه برید په اړه رسما غبرګون نه دی ښودلی.

    خوست

    د عکس سرچینه، EPA

    خوست

    د عکس سرچینه، EPA

    خوست

    د عکس سرچینه، EPA

    خوست

    د عکس سرچینه، EPA

    خوست

    د عکس سرچینه، EPA

    خوست

    د عکس سرچینه، EPA

  7. وروستی, کونړ کې پر یوه کور د پاکستان برید

    د ویډیو تشریح، کونړ کې د پاکستان برید

    په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي، تېره شپه "پاکستان" له ډيورنډ کرښې سره څېرمه په خوست، پکتیکا او کونړ ولايتونو هوايي بريدونه کړي دي.

    د طالبانو حکومت وياند ذبيح الله مجاهد پر اېکس خپاره کړي يوه پوسټ کې ويلي، چې يو بريد ځايي وخت د شپې ۱۲ بجې د خوست ګوربزو ولسوالۍ په مغلګۍ سيمه کې شوی چې د ماشومانو په ګډون لس تنه ملکيان په کې وژل شوي دی.

    نوموړی وايي، دا په ښکاره د افغانستان پر حریم تېری دی دوی به په مناسب وخت کې لازم ځواب ورکړي.

    ذبيح الله مجاهد زياتوي چې د خوست سربېره په پکتیکا او کونړ ولايتونو کې هم بريدونه شوي چې په وینا یې څلور ولسي وګړي په کې ټپيان شوي دي.

    په کونړ کې ځايي‌ اوسېدونکي وايي ویشتل شوی کور د ولسي وګړو دی.

    پاکستان لا تر اوسه د ښاغلي مجاهد څرګندونو ته ځواب نه دی ویلی.

  8. وروستی, خوست او کونړ کې د برید ځایونه

    د ویډیو تشریح، پر خوست د "پاکستان هوايي بريد کې د نهو ماشومانو په ګډون لس تنه ملکيان وژل شوي"

    خوست کې د برید د ځای اوسېدونکي وايي، تېره شپه ۱۲ بجې برید وشو.‌ دوی وايي د وژل شویو ولسي وګړو لپاره د عدالت غوښتنه کوي.

  9. وروستی, د بشري حقونو نړیوال بنسټ: پر استوګنیزو سیمو بریدونه له نړیوالو حقونو ښکاره سرغړونه ده

    خوست

    د بشري حقونو نړیوال بنسټ یا IHRF په یوه خبرپاڼه کې ویل، چې تېره شپه د پاکستان پوځي ځواکونو د افغانستان پر کونړ، خوست او پکتیکا ولایتونو یو لوړ هوايي بریدونه کړي دي.

    یاد نړیوال بنسټ وايي‌ تایید شوي رپوټونه ښيي چې په دې بریدونو کې لږ تر لږه ۱۰ ملکیان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي- چې نژدې ټول ښځې او ماشومان دي. څو استوګنیز کورونه هم ویجاړ شوي دي.

    ددغه بنسټ د معلوماتو پر اساس د لومړنیو تلفاتو معلومات په لاندې ډول دي:

    کونړ ولایت کې شپږ ملکیان ټپیان شوي، پکتیکا ولایت کې یو ولسي ‌وګړی ټپي شوی او خوست ولایت کې لس ملکیان وژل شوي او درې نور ټپیان دي. په وژل شویو کې اوه نجونې/ ماشومانې دي.

    د دغه بنسټ په خبرپاڼه کې راغلي، پر هغو سیمو بریدونه چې ملکي خلک پکې مېشت دي او د ډېرې مرګژوبلې لامل ګرځي، له نړیوالو حقونو د قانون او بشردوستانه اصولو جدي ‌سرغړونه بلل کېږي.

    IHRF د پېښې سملاسي، رڼه او خپلواکه څېړنه غواړي او د پېښې عاملین په ښکاره د عدالت منګولو ته د سپارلو غوښتنه کوي.

  10. عبدالله عبدالله: پوځي تحرکات او بریدونه د حل لاره نه ده

    ‏د پاکستان له لوري د افغانستان د هوايي حریم نقض کول، پر خوست، پکتیکا او کونړ ولایتونو د پاکستان هوايي بریدونه او په کې د ملکي وګړو هدف ګرځول غندوو. هر ډول پوځي تحرکات او بریدونه د حل لاره نه ده، بلکې د ثبات د تامین او د ستونزو د حل اساسي لاره خبرو اترې دي چې باید په لومړیتوب کې ونیول شي.

    دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

  11. پر خوست د 'پاکستان هوايي‌ برید کې د نهو ماشومانو په ګډون لس تنه وژل شوي'

    د ویډیو تشریح، پر خوست د 'پاکستان هوايي‌ برید کې د نهو ماشومانو په ګډون لس تنه وژل شوي'
  12. وروستی, غبرګونونه

    له ښۍ خوا (ملا عبدالسلام ضعیف، زلمی خلیلزاد او حامد کرزی).

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د عکس تشریح، له ښۍ خوا (ملا عبدالسلام ضعیف، زلمی خلیلزاد او حامد کرزی).

    يو شمېر افغان سياستوالو د افغانستان پر خوست، پکتيکا او کونړ ولايتونو د پاکستان هوايي بريدونو ته غبرګونونه ښودلي دي.

    پخوانی ولسمشر حامد کرزی

    د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی د ده په ټکو د پاکستان له خوا پر خوست، کونړ او پکتيکا هوايي بریدونه چې ماشومان او مېرمن په کې وژل شوي له ټولو نړيوالو اصولو خلاف کار بللی دی.

    نوموړي پر پاکستان غږ کړی چې له افغانستان سره پر نړيوالو اصولو او د ښه ګاونډيتوب پر بنسټ اړیکې جوړې کړي او د ده په وينا د "دښمنانه پاليسيو له تکرارولو دې ډډه وکړي."

    عبدالسلام ضعيف

    د طالبانو د تېرې واکمنۍ پر مهال په پاکستان د دوی سفير عبدالسلام ضعيف هم د پاکستان بريدونه غندلي دي.

    نوموړي پر اېکس خپاره کړي پوسټ کې ويلي، چې د پاکستان پوځ په داسې کړنو سره وښوده چې "د سولې لپاره لېوالتيا او وړتيا دواړه نلري، همدارنګه هغوی د پاکستان په ثبات او امنيت کې پاتې راغلي دي."

    زلمی خليلزاد

    د افغانستان سولې بهير لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خليلزاد په بريد کې د قربانيانو له کورنيو سره خواخوږي ښودلې ده.

    نوموړي پر اېکس ليکلي چې، "د ملکي خلکو وژل او د لويې جګړې د رامنځته کېدو خطر لوړول د افغانستان او پاکستان د ستونزو حل نه دی."

    نوموړي زغم او ريښتونې ډېپلوماسي د ستونزو د حل تر ټولو ښه لار بللې ده.

  13. خوست

    د افغانستان په یادو درېيو ولايتونو کې په داسې حال کې بريدونه شوي چې تېره ورځ د خيبرپښتونخوا په پېښور کې د پاکستان سرحدي ځواکونو يا اېف سي پر مرکز وسله والو برید وکړ چې په ترڅ کې یې لږترلږه پنځه تنه ووژل شول.

    پاکستان په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت تور پورې کوي چې پر پاکستان بریدونه له افغان خاورې پلانېږي خو د طالبانو حکومت په ځلونو دا تورونه رد کړي او وايي هېچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل چا پر ضد وکاروي.

    په دې وروستيو کې د طالبانو حکومت او پاکستان تر منځ په ظاهرا له همدې کبله اړیکې ترینګلې شوې دي.

    پاکستان د تېرې اکتوبر میاشتې لومړیو کې په کابل او پکتیکا کې هوايي بريدونه وکړل چې موخه یې د پاکستاني طالبانو په نښه کول ياد کړي وو.

    طالبانو دغو بریدونو ته د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستاني ځواکونو پر پوستو او پوځي مرکزونو په بریدونو ځواب ورکړ.

    د دواړو خواو ترمنځ نښتو کې لسګونو کسانو ته مرګژوبله واوښته او له هغه راهيسې د دواړو هېوادونو تر منځ سودارګري په ټپه درېدلې ده.

  14. وروستی, ذبيح الله مجاهد وايي پر خوست د "پاکستان هوايي بريد کې د نهو ماشومانو په ګډون لس تنه ملکيان وژل شوي"

    خوست

    په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي، تېره شپه "پاکستان" له ډيورنډ کرښې سره څېرمه په خوست، پکتیکا او کونړ ولايتونو هوايي بريدونه کړي دي.

    د طالبانو حکومت وياند ذبيح الله مجاهد پر اېکس خپاره کړي يوه پوسټ کې ويلي، چې يو بريد ځايي وخت د شپې ۱۲ بجې د خوست ګوربزو ولسوالۍ په مغلګۍ سيمه کې شوی چې د ماشومانو په ګډون لس تنه ملکيان په کې وژل شوي دی.

    د خوست ولايت د والي وياند مستغفر ګوربز بي بي سي ته ويلي، بريد د يوه افغان وګړي پر کور شوی چې په ترڅ کې یې نهه ماشومان او يوه مېرمن وژل شوي دي.

    ذبيح الله مجاهد زياتوي چې د خوست سربېره په پکتیکا او کونړ ولايتونو کې هم بريدونه شوي چې په وینا یې څلور ولسي وګړي په کې ټپيان شوي دي.

    ښاغلي مجاهد پر ټوېټر د ځینو وژل شویو ماشومانو انځورونه خپاره کړي، چې وايي خوست کې د پاکستان په برید کې وژل شوي.

    نوموړی زیاتوي، پر افغانستان دا برید "د حریم نقض او د پاکستانۍ ادارې له خوا له ټولو منلو شوو نړيوالو نورمونو سره صريح ټکر دی".

    د مجاهد په وینا، پر خوست د پاکستان بریدونو کې نهو وژل شویو ماشومانو کې پنځه هلکان، څلور نجونې او یوه ښځه ده. برید پر یوه کور شوی دی.

    ښاغلي مجاهد لیکلي چې "د پاکستاني پوځيانو دغه ډول جنایت نه يوازې دا چې کومه لاسته‌راوړنه نه ده، بلکې يو ځل بيا ثابته شوه چې د غلطو معلوماتو پر اساس اقدام د وضعيت له لا ترينگلتيااو د پاکستان د پوځي رژیم له رسوایې او ناکامي پرته بله پايله نه شي لرلای."