د افغانستان او پاکستان تر منځ د شخړې په تړاو دیپلوماتیک تماسونه او د تاوتریخوالي کمولو غوښتنې

د عکس سرچینه، Getty Images/ MOFA
د سعودي عرب بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، د پاکستان مرستیال لومړي وزیر او بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د سعودي عرب بهرنیو چارو له وزیر شهزاده فیصل بن فرحان سره ټیلیفوني خبرې کړې دي.
په اعلامیه کې زیاته شوې، ''د تلیفوني اړیکې په ترڅ کې دوی په سیمه کې د وروستیو پېښو او هغو هڅو په اړه بحث وکړ چې موخه یې په داسې ډول د تاوتریخوالي کمول دي چې د سیمې امنیت او ثبات وساتل شي.''
له دې مخکې په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه ټویټر پیغام کې ویلي و، ''د بهرنيو چارو وزير، مولوي امير خان متقي، د سعودي عرب د بهرنيو چارو له وزير، شهزاده فيصل بن فرحان سره د ټيليفوني تماس له لارې د دواړو هېوادونو پر اړيکو، سيمه ييزو مسايلو او په ځانګړې توګه د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر وروستي وضعيت تفصيلي خبرې وکړې.''
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د قطر بهرنیو چارو وزارت پر خپله ایکس پاڼه خپاره کړي بیان کې ویلي و، د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو چارسمبالي وزیر امیر خان متقي په بهرنیو چارو کې د قطر د دولت له وزیر محمد بن عبدالعزیز بن صالح الخلیفي سره تلېفوني خبرې کړې دي.

د عکس سرچینه، x
په بیان کې ویل شوي و، چې دواړ خواو په دې تلیفوني خبرو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ کمولو پر لارو چارو بحث وکړ. بیان کې راغلي، ښاغلي الخلیفي د قطر لخوا د هغو ټولو هڅو بشپړ ملاتړ تکرار کړ چې موخه یې له سولهییزو لارو چارو د شخړو هواری او په سیمه ییزه او نړیواله کچه د سولې او ثبات بنسټونه پیاوړي کول دي.
په ورته مهال د مصر او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په افغانستان کې د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي په اړه خبرې کړې. د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په وینا مرستیال لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د مصر د بهرنیو چارو له وزیر سره په ټیلیفوني خبرو کې "په سیمه کې د وروستیو پرمختګونو، په شمول د پاکستان او افغانستان ترمنځ د وضعیت" په اړه خبرې کړې.
د افغانستان او پاکستان تر منځ د تاوتریخوالي دا تماسونه داسې حال کې شوي، چې د دواړو هېوادونو ګاونډي چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې چین د افغانستان او پاکستان ترمنځ د مخ په زیاتیدونکې شخړې په اړه ژوره اندېښنه لري او د مرګژوبلې له امله خواشیني دي.
د چین بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند وویل، چین له دواړو خواوو غوښتنه کوي چې له زغمه کار واخلي، د خبرو له لارې اختلافونه او شخړې حل کړي او ژر تر ژره جګړه پای ته ورسوي.



















