تاسې د وېب‌سایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېب‌سایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.

د وېب‌سایټ اصلي بڼې ته مې وروله

د وېب‌سایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.

اسراییل له ایران سره اوربند ومانه، ټرمپ دواړو هېوادونو ته وویل 'ترې سرغړونه و نه کړئ'

د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي لږ مخکې په یوه اېکس پیغام کې وویل، که اسرائیل ''خپل غیر قانوني یرغل'' همدا اوس ودروي، ایران د ځوابي اقداماتو دوام هېڅ نیت نه لري. له دې مخکې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر خواله رسنۍ د اسرائیل او ایران تر منځ د ''بشپړ او ټولټال'' اوربند اعلان وکړ.

لنډیز

  • ایراني جنرالانو امریکا ته د 'پرېکنده ځواب' ګواښ وکړ
  • د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، امریکا د فردو، نطنز او اصفهان په ګډون پر درېیو ایراني اتومي تاسیساتو بریدونه بشپړ کړي دي
  • له دې مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي و، د امریکا ښکېلتیا به 'ډېره خطرناکه' وي
  • د اسرائیل او ایران ترمنځ د بریدونو تبادله دوام لري. د اسراییلو پوځ ویلي په لسګونو هدفونه یې په نښه کړې، ځینې پکې د دوی په وینا په تهران کې د توغندیو د تولید ځایونه دي
  • اسرائیل وايي په ایران کې یې شپږ هوایي ډګرونه ویشتلي او ۱۵ الوتکې یې ویجاړې کړې دي
  • ایران وايي، له اسرائیلو سره د شخړې له پیل راهیسې لږ تر لږه ۴۳۰ کسان وژل شوي دي
  • اسرائیل ادعا کوي چې د ایران د انقلابي ګارد یو مهم قومندان یې وژلی دی
  • اردوغان اسرائیل په منځني ختیځ کې د سولې لپاره لوی خنډ وباله

ژوندی پوښښ

  1. دغه پاڼه نوره نه تازه کېږي.

  2. وروستی, په تهران کې عیني شاهدان وايي، د سهار له څلورو بجو راهیسې د چاودنو غږونه نه اورېدل کېږي

    په تهران کې عیني شاهدانو د بي بي سي فارسي څانګې ته ویلي، له ځايي وخت سره سم د ګهیځ له څلورو بجو راهیسې یې د چاودنو او دافع هوايي ډزو غږونه نه دي اورېدلي.

    دا په داسې حال کې ده، چې له دې مخکې په تهران، کرج او رشت ښارونو کې د درنو چاودنو غږونه اورېدل کېدل.

  3. وروستی, د ایران بهرنیو چارو وزیر وايي، د ایران پوځي عملیات 'تر وروستۍ دقیقې پورې روان وو'

    موږ د ایران بهرنیو چارو وزیر نورې څرګندونې هم مخې ته راغلې.

    سید عباس عراقچي همدا اوس پر اېکس لیکلي: "زموږ د پیاوړیو وسله والو ځواکونه تر وروستۍ دقیقې پورې روان وو، چې اسرائیل ته د دوی د یرغل سزا ورکړي."

    د ټولو ایرانیانو تر څنګ زه زموږ د زړورو ځواکونو مننه کوم، چې د خپلې وینې تر وروستي څاڅکي پورې زموږ د ګران هېواد دفاع ته چمتو پاتې شول او د دښمن هر برید ته یې تر وروستۍ دقیقې پورې ځواب ورکړ."

    په تهران کې نژدې ۴۵ دقیقې مخکې د سهار څلور بجې وې. دا هماغه ضرب الاجل و، چې نوموړي اسرائیل ته د ایران پر وړاندې د دوی "یرغل" درولو لپاره ورکړی و. نوموړي په مخکیني پیغام کې ویلي و، که اسرائیل داسې وکړي، نو موږ له هغه وروسته د غبرګون هېڅ نیت نه لرو."

  4. وروستی, د ایران بهرنیو چارو وزیر وايي، که اسرائیل بریدونه ودروي، موږ د غبرګون دوام نیت نه لرو

    د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي لږ مخکې په یوه اېکس پیغام کې وویل، که اسرائیل ''خپل غیر قانوني یرغل'' همدا اوس ودروي، ایران د ځوابي اقداماتو دوام هېڅ نیت نه لري. عراقچي وايي، اسرائیل باید له ځايي وخت سره سم څلور بجې بریدونه بند کړي، چې لږ مخکې دا وخت تېر شو:

    ''هغسې چې ایران په تکرار سره څرګنده کړې: ''اسرائیل له ایران سره جګړه پیل کړه، برعکس نه ده. تر اوسه پورې نه په اوربند کومه ''هوکړه'' شوې او نه هم د عملیاتو په درولو، خو که اسرائیل رژیم د تهران په وخت تر څلورو بجو پورې د ایران خلکو پر ضد غیرقانوني یرغل دروي، موږ له هغه وروسته د هیڅ ډول ځوابي اقداماتو ورکولو نیت نه لرو. په نهايي ډول زموږ د پوځي عملیاتو درولو نهايي پرېکړه به وروسته کېږي.''

  5. وروستی, د ایران په څو ښارونو کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي

    غونچه حبیب زاد، بي بي سي فارسي- د نړیوالې څانګې خبریاله

    په ایران کې له خلکو اورم چې په تهران، نژدې ښار کرج او شمالي ښار رشت کې یې د درنو چاودنو غږونه اورېدلي دي. بل لور په تهران کې له چاودنو وروسته د ایران دافع هوايي نظام فعالېدو په هکله هم په ایراني رسنیو کې رپوټونه ورکړل شوي دي.

  6. ټرمپ به ښايي اوربند داسې یاد کړي، چې د ده ستراتیژي کار وکړ

    له سپینې ماڼۍ د بیرند دیبیوسمان رپوټ

    سپینه ماڼۍ د اوربند په هکله د ډونلډ ټرمپ څرګندونې – که عملي شي – اوسمهال ښايي د بهرنۍ پالیسۍ برخه کې تر ټولو لویه پاموړ بریا وبولي.

    په داسې حال کې چې د اوکرایین او غزې جګړو پای ته رسولو لړ کې د ولسمشر ټرمپ سترې ژمنې تر اوسه د ده له لاسه وتلې دي.

    په دا وروستیو کې د کانګو دیموکراتیک جمهوریت تر منځ جګړې پای ته رسولو په تړاو موږ د ولسمشر ټرمپ ادعا ولیده او دغه راز د هند او پاکستان تر منځ د جګړې ختمولو ادعا یې هم وکړه.

    په منځني ختیځ کې د یوې جګړې ختمول او په ځانګړې توګه د ایران له اتومي پروګرام ختمولو سره یو ځای د دې جګړې پای ته رسول به ځکه هم د ولسمشر او د ده متحدینو لپاره محسوس پرمختګ وي، چې د ایران اتومي پروګرام ختمولو هدف ته مخکیني ولسمشران کلینټن، بوش، اوباما او بایډن و نه رسېدل.

    بل لور تر اوسه موږ له اسرائیل او ایرانه د اوربند په هکله څه نه دي اورېدلي او داسې هېڅ تضمین هم نه شته، چې جګړه به ختمه شي او اوربند به پر ځای پاتې شي.

    د ولسمشر په تقسیم الاوقات کې د نن لپاره عمومي مجلس نه شته او ښايي موږ یې د کمرې له لارې و نه وینو.

    خو دی به سبا د نېدرلنډ او ناټو غونډه کې د ګډون لپاره روان شي، دی ښايي دا د خپلې ستراتيژي د کار ورکولو په توګه یاده کړي، چې د ډېرو لپاره سربداله کوونکې هم ده.

  7. وروستی, ټرمپ دغه کړکېچ '۱۲ ورځنۍ جګړه' وبلله

    د اوربند په هکله د ټرمپ په پیغام کې ویل شوی: "له هغې انګېرنې سره چې هر څه داسې کار وکړي، چې باید یې وکړي، چې کوي به یې، زه غواړم دواړو هېوادونو ته مبارکي ووایم."

    د امریکا ولسمشر د اسرائیل-ایران کړکېچ ته د "۱۲ ورځنۍ جګړې" نوم ورکړی.

    ټرمپ په خپل پیغام کې لیکلي: "دا یوه داسې جګړه وه، چې کېدای شي تر کلونو پورې یې دوام کړی وای او کېدای شي ټول منځنی ختیځ یې ویجاړ کړی وای، خو داسې و نه شول او هیڅکله به داسې و نه شي!"

  8. وروستی, ټرمپ وايي، اسرائیل او ایران پر اوربند موافقه کړې

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر خواله رسنۍ د اسرائیل او ایران تر منځ د ''بشپړ او ټولټال'' اوربند اعلان وکړ.

    ټرمپ وايي، له اوس نژدې شپږ ساعته وروسته به اوربند پیل شي او دواړو هېوادونو خپل ''پوځي عملیات کم کړي دي.''

    د ټرمپ پیغام کې ویل شوي، په ''۲۴ ساعتونو کې'' به جګړه رسماً پای ته ورسېږي.

    اسرائیل او ایران تر اوسه پورې د دغه اوربند په هکله څه نه دي ویلي.

    د نورو جزیاتو لپاره له موږ سره پاتې شئ.

  9. وروستی, قطر د امریکا پر اډې د ایران له برید وروسته خپل هوايي حریم بېرته پرانیست

    د قطر ملکي هوايي چلن ادارې په دغه هېواد کې پر امریکايي اډې د ایران له برید وروسته اوس د هوايي ترافیک بیا فعالیدو خبره کړې.

    پر اېکس په عربي ژبه یوه پیغام کې دې ادارې ویلي، ''چاپېریال بېرته عادي حالت ته ګرځېدلی.''

  10. وروستی, ځینو خلیجي هېوادونو خپل هوايي حریم بېرته پرانیست

    په کویت او بحرین دواړو هېوادونو کې چارواکي وايي، په قطر کې یې پر امریکايي اډې د ایران له برید وروسته تړل شوي هوايي حریمونه اوس بېرته پرانیستي دي.

    د متحدو عربي اماراتو په دبۍ کې هم مسوولین وايي، د دوی هوايي ډګرونو کې د معمول په څېر ټول فعالیتونه بېرته پیل شوي دي.

    بل لور په قطر کې د امریکا سفارت چارواکو هم د پناه ځای قرنطین امر لغو کړی، چې پر دوشنبه یې پلی کړی و.

    د سفارت پر وېبپاڼه د تازه امنیتي معلوماتو لړ کې ویل شوي، چې سفارت به له سبا پرانیستل شي او ''له هر ډول خنډ پرته'' به د کونسلګرۍ چارې پیل کړي.

    د یادونې ده، چې د قطر هوايي حریم تر اوسه پورې تړلی او سفارت هغو کسانو ته چې هلته سفر کوي، پرلپسې حکومتي تازه معلومات وڅاري.

  11. وروستی, ټرمپ: نړۍ مبارک شه، همدا اوس د سولې وخت دی

    ټرمپ همدا اوس پر خپله ټروت سوشل خواله رسنۍ پرلپسې دویم او درېیم پیغام هم خپور کړ.

    نوموړي ''د هغو ټولو هڅو لپاره چې په سیمه کې یې د سولې راوستلو لپاره کړې'' د قطر امیر مننه کړې.

    ولسمشر ټرمپ په خپل مخکیني پیغام کې ویلي و، چې د ایران په برید کې هيڅ یوه امریکايي وګړي ته زیان نه دی اوښتی او اوس یې زیاته کړې، چې هیڅ یو قطری وګړی نه وژل شوی او نه هم ټپي شوی.

    د امریکا ولسمشر په خپل درېیم پیغام کې ویلي: ''نړۍ مبارک شه، همدا اوس د سولې وخت دی.''

  12. وروستی, ټرمپ د ایران غبرګون 'ډېر کمزوری' بللی او د 'مخکیني خبرداري' له کبله یې مننه کړې

    د متحدو الایتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ لږ مخکې پر خواله رسنۍ یوه پیغام کې د ایران غبرګون ''خورا کمزوری'' بللی. نوموړي له دې کبله له دوی مننه کړې، چې په وینا یې ''موږ یې له مخکې خبر کړو.''

    د امریکا ولسمشر پر خواله رسنۍ ټروت سوشل لیکلي: ''ایران زموږ لخوا د دوی د اتومي تاسیساتو ویجاړولو په ځواب کې خورا کمزوری غبرګون څرګند کړی، چې موږ یې تمه درلوده او په خورا ښه توګه یې مخه نیول شوې.''

    نوموړی وايي، ۱۴ توغندي ویشتل شوي، چې په خبره یې ۱۳ یې ''له منځه وړل شوي'' او یو یې په داسې لور تللی، چې ''ګواښوونکی'' نه و.

    نوموړی زیاتوي هیڅ یوه امریکايي کس ته زیان نه دي رسېدلي او ''نژدې هېڅ زیان نه دی اوښتی.''

    ټرمپ په دې پیغام کې زیاته کړې، چې هيڅ یوه قطری وګړی، نه ټپی شوی او نه هم وژل شوی دی.

    ټرمپ وايي، ''تر ټولو مهمه دا چې دوی دا هرڅه له خپل 'سیسټم' څخه ترلاسه کړي دي، او هیله ده چې نور به کرکه نه وي. زه غواړم له ایران څخه مننه وکړم چې موږ ته یې دمخه خبر راکړ."

    هغه وايي: "ښايي ایران اوس په سیمه کې د سولې او همغږۍ لپاره کار کولای شي، او زه به په لیوالتیا سره اسرائیل وهڅوم چې ورته چارهوکړي."

  13. وروستی, قطر خپلو اتباعو ته: د اندېښنې لپاره هېڅ دلیل نه شته

    د قطر بهرنیو چارو وزارت په یوه تازه اعلامیه کې ویلي، په هېواد کې د امنیت وضعیت دوام لري او د اندېښنې لپاره هېڅ دلیل نه شته.

    په دې اعلامیه کې چې قطریان پکې مخاطب شوي، زیاته شوې چې د جعلي خبرونو او ګنګوسو په هکله باید محتاط واوسي او د له دې ډول ګنګوسو ''لېرې واوسي.''

    د قطر د بهرنیو چارو وزارت وايي چې دوی د قطر له نورو چارواکو سره همغږي کوي، چې "د اتباعو او په دې هېواد کې د نورو اوسېدونکو امنیت ډاډمن کړي او د عامه ژوند عادي معمول پر ځای وساتي."

  14. ایران په قطر کې د امریکا اډه په نښه کړه

    د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) همدا اوس تایید کړه چې ایران پر العدید اډې د لنډ او منځني واټن بالستیک توغندیو برید کړی دی.

    یوه چارواکي وویل تر اوسه د برید له امله د امریکا د تلفاتو په اړه کوم راپور نشته.

    چارواکي زیاته کړه چې لاهم وضعیت څاري او "کله چې معلومات ترلاسه کړي نو شریک به یې کړي."

  15. قطر کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي

    د روېټرز او اې‌اېف‌پي خبري اژانسونه رپوټ ورکوي چې په دوحه کې چاودنې اورېدل شوې دي.

    دا د امریکایۍ رسنیو له پخوانیو راپورونو وروسته چې ویل یې ایران په قطر کې د امریکا پر یوه اډه د توغندیو توغولو لپاره سمسلاسي چمتووالی نیسي.

  16. وروستی, بې–۲ بم غورځوونکې پر ایران له برید وروسته امریکا ته ستنې شوې

    د امریکا بې–۲ بم غورځوونکې الوتکې د ایران پر اټومي بنسټونو له بریدونو وروسته بېرته امریکا ته ستنې شوې او په میسوري کې ښکته شوې دي.

    ولسمشر ډونلډ ټرمپ دغه بریدونه "ستر تخریبوونکي" وبلل -که څه هم د ملګرو ملتونو د اټومي څارونکې ادارې سملاسي ونه شو کړای چې د تخریب دقیقه کچه تایید کړي.‌

    ټرمپ د یکشنبې په ورځ (۲۲ جون) تایید کړه هغه پیلوټان چې دغه بریدونه یې ترسره کړي وو، اوس بېرته امریکا ته راستانه شوي دي.

  17. وروستی, بي-۲ بم غورځوونکې څه دي او 'سنګر ماتوونکی' بم څنګه غورځوي؟

    د ایران پر اټومي بټیو له بریدونو وروسته امریکايي بم غورځوونکې بېرته ستنې شوې.

    ولسمشر ډونلډ ټرمپ دا بریدونه "ستر زیان رسوونکي" بللي دي.

    په داسې حال کې چې د ایران پوځ د "پرېکنده غبرګون" ژمنه کړې ده.

  18. وروستی, له ایرانه د افغان کډوالو شمېر یوه ورځ کې له لسو زرو اوښتی

    په هرات کې د طالبانو حکومت چارواکي وايي، په تېرو څلورو کلونو کې په لومړي ځل د راستنېدونکو کډوالو شمېر په یوه ورځ کې له لس زرو اوښتی.‌ په ایران کې نژدې پنځه میلیونه افغان کډوال مېشت دي.

    په اسلام کلا کې د طالبانو د کډوالو چارو امر عبدالله قیومي وايي، د ستنېدونکو کډوالو د شمېر کمساري ډېرېدو یو مهم لامل پر ایران د اسرائیلو برید دی.‌

    نوموړی وايي، د هغې مېرمنې جسد هم پرون یکشنبه هرات ته استول شوی چې د اسرائیلو په برید کې په تهران کې وژل شوې وه.

    زموږ همکار ببرک احساس په همدې اړه له ښاغلي قیومي سره خبرې کړې دي.

  19. وروستی, د اسرائیلو له برید وروسته د اوین زندان شاوخوا وضعیت

    د اوین زندان تر څنګ د سړک دا ویډیو د اسرائیلو له ننیو بریدونو وروسته په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې ده.

    د بي بي سي د حقیقت موندنې ټیم تایید کړې چې د ویډیو موقعیت د اوین زندان تر څنګ سړک دی.

    د اوین زندان محکمه او د بندیانو د غونډې تالار د دې سړک په اوږدو پراته دي.

  20. وروستی, فردو: د ایران پټ اټومي ځای

    د تهران سوېل په یوه غرنۍ سیمه کې پټ د یورانیمو د غني کولو یوه فابریکه شته چې د ایران د اټومي هدفونو لپاره حیاتي ده - او د اسرائیل د هغوی د له منځه وړلو هڅو لپاره مهمه ده.

    د فردو اټومي مرکز - چې باور کېږي د چینل تونل (د برېټانیا او فرانسې تر منځ) څخه هم ژور دی - د اوږدې مودې لپاره د اسرائیلو د وسلو له لاسرسي بهر پاتې شو.

    دغه د یورانیم غني کولو ځای چې شاوخوا ۶۰ میله (۹۶ کیلومتره) د تهران له مرکزه جنوب ته پروت دی، د قم ښار ته نژدې په یوه غرنۍ سیمه کې موقیعت لري.

    دا ځای داسې ډیزاین شوی چې د هوایي بریدونو پر وړاندې مقاومت وکړي او د ځمکې لاندې موقعیت یې له عادي بمباریو ساتي.

    په فردو کې دغه کمپلکس په اصل کې د هېواد د اسلامي انقلابي ساتونکو ځواکونو لپاره د تونلونو یوه لړۍ وه، خو ایران په ۲۰۰۹ کال کې د لوېدیځو استخباراتي ادارو له افشا وروسته د غني کولو د فابریکې شتون ومانه.