ملګري ملتونه: ازموینو کې پر ښځينه محصلینو د طالبانو بندیز په غلط لوري بل ګام دی
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ساتندویه ماموریت یا یوناما لوړو د لوړو زده کړو ازموینو کې پر ښځينه محصلینو د طالبانو تازه بندیز په غلط لوري بل ګام بللی دی.
دغه سازمان پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي" دغه پرېکړه د طالبانو له هغې ژمنې سره په ټکر کې ده چې په مارچ کې به پوهنتونونه د ښځو پر مخ پرانیستل شي."
یوناما یو ځل بیا له طالبانو غوښتنه کړې چې ژرتر ژره دې پر ښځو ځپونکي بندیزونه لېري کړي.
د روانې اوونۍ پیل کې د شنبې پر ورځ جنورۍ په ۲۸تمه طالبانو د یوه تازه مکتوب په خپرولو سره د شخصي پوهنتونو لپاره کانکور ازموینه کې د نجونو نوملیکنه وځنډوله او دغو پوهنتونو ته یې امر وکړی د کانکور ازموینې لپاره تر "امر ثاني" پورې نجونو ته د نوم لیکلي اجازه ور نه کړي.
د تېر ډیسمبر پر شلمه د طالبانو لوړو زدکړو وزارت په دولتي او خصوصي پوهنتونونونو کې د نجونو زدکړې وځنډولې، چې دې پرېکړې یې په کور دننه او بهر پراخ غبرګونونه پارولي دي.