دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
نن (د اګسټ ۱۵مه/زمري ۲۴مه) پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ یو کال پوره شو. د تېر ۲۰۲۱ کال د اګسټ پر ۱۵مه طالبان کابل ښار ته ننوتل او ماښام یې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې خپل حضور اعلان کړ.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
د کابل ښار دارلامان سیمه کې دوشنبه مازدیګر مهال چاودنه شوې ده. د کابل د پولیسو ویاند خالد ځداران دا پېښه تائید کړې او وایي، دوه کسان پکې برسېرن ژوبل شوي دي.
خو د کابل اېمرجنسۍ روغتون وايي، دوی ته د يوه کس جسد او لس تنه ټپيان وروړل شوي دي.
خالد ځدراڼ، چاودېدونکي توکي په یوه کراچۍ کې د یو هوټل مخې ته اېښودل شوي وو.
دا چاودنه داسې مهال کېږي چې طالبان نن دوشنبه د اګست پر پنځلسمه، پر افغانستان د خپلې بشپړې واکمنۍ لومړۍ کلیزه لمانځي.
ملګرو ملتونو پر کابل د طالبانو د واکمنۍ د یوه کال پوره کېدو په ورځ خبرداری ورکړی چې نړۍ باید د افغان ښځو او ماشومانو وضعیت هېر نه کړي.
دغه نړیوال بنسټ وايي، چې نړۍ له "بېلا بېلو او پراخو کړکېچونو" سره مخ ده خو افغانستان لا هم د "یوه ژور انساني او اقتصادي کړکېچ په درشل کې دی".
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق اجراییه مشره نتالیا کانېم وايي، د یوه اټکل له مخې د دغه هېواد شاوخوا ۹۵ سلنه وګړي، چې نژدې نیمايي یې د کورنیو یوازېنۍ سرپرسته ښځې دي، کافي خواړه نه لري.
اغلې کانېم زدکړو او روغتیايي اسانتیاو ته د ښځو د لاس رسي په برخه کې د طالبانو "پرله پسې تخریب" غندي او وايي، "کله چې د ښځو او نجونو بنسټيز حقونه تر پښو لاندې کېږي، موږ ټول ورسره له پامه غورځو".

د عکس سرچینه، Getty Images
افغانستان ته لا هم د ملګرو ملتونو او نورو مرستندویه ادارو له لارې بهرنۍ مرستې ور روانې دي.
د طالبانو مهم مشران اوس هم تروریزم سره تړلیو بندیزونو لاندې دي نو ځکه دا مرستې په مستقیم ډول د طالبانو حکومت ته نه سپارل کېږي.
دا له تېر حکومت سره بشپړ توپیر دی-د پخواني حکومت شاوخوا ۸۰سلنه بودیجه پر بهرنیو مرستو ولاړه وه.
د دغو مرستو د وېش په برخه کې د طالبانو د حکومتولۍ او حساب ورکولو په اړه اندېښنې موجودې دي.
امریکا نیویارک کې د افغانستان د مرکزي بانک شتمنۍ هم کنګل کړي. او د دې پیسو د ترلاسه کولو لپاره د طالبانو د حکومت هر ډول هڅې او بحثونه تر دې دمه بې پایلې دي.
تر اوسه هیڅ کوم هېواد طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي.
د ملګرو ملتونو د سفر بندیز معافیت طالبانو ته د دې اجازه ورکړې چې په پرله پسې ډول سیمې پلازمینو ته سفر وکړي.
پر افغانستان د طالبانو له ولکي وروسته هم د روسیې، چین، ایران او پاکستان سفارتونه هیڅ و نه تړل شول.
خو د لویدیځ ډیری ماموریتونه به تر هغې بېرته افغنستان کې پرا نه نیستل شي چې طالبان له شپږم پورته د نجونو د ښوونځیو د پرانیستو پرېکړه نه وي کړي او د ښځو او نجونو د حقونو په څېر نورو مسایلو کې یې پرمختګونه نه وي لیدل شوي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
په ۲۰۲۰ کې په دوحه کې له امریکایانو سره د مذاکراتو پر مهال طالب مشرانو په زغرده ویلي وو چې نجونې به ښوونځيو او پوهنتونونو ته پرېږدي.
خو پر افغانستان واکمنېدو نه وروسته تېرکال سپتمبر کې دوی اعلان وکړ چې د منځنیو زدکړو ښوونځي به د هلکانو پر مخ پرانیستي خو د نجونو لپاره به تړلي وي. دوی هغه مهال د دې لامل ځینې امنیتي ستونزې بللې وې.
وروسته یې وویل چې په مارچ میاشت کې به د نجونو پر مخ هم دغه ښوونځي پرانیستل شي. د مارچ پر ۲۳مه يو شمېر نجونې ښوونځيو ته لاړې خو تر یوه ساعت په کمه موده کې بېرته خپلو کورونه ته ستنې کړای شوې. هېڅ دلیل یې هم ونه وایه چې ولې.
خو اوس طالبان یو څه سپينه خبره کوي چې ستونزه چیرې ده.
د طالبانو ویاند راته وویل، په ځينو لرو پرتو سیمو کې یو شمېر دیني مشران د نجونو له زدکړو سره جوړ نه دي، اعتراض پرې لري. په دوی کې د ځینو مشرانو له خبرې طالبان نه شي تېرېدلی ځکه چې د هغوی ملاتړ ته اړتیا لري او که داسې وکړي نو هغوی به لاس ترې واخلي.
لومړني یا تر شپږم ټولګي ښوونځي پرانیستي دي خو چې منځني ښوونځي بند وي نو په راتلونکي کې به نجونې پوهنتونونو ته نه شي تللی.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان د پارلمان پخوانۍ وکیلې شکریې بارکزۍ لندن کې واک ته د طالبانو د رسېدو د یو کال پوره کېدو پر ورځ راوتلې مظاهره کې ویلي "افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی، لطفا افغانستان مه وېشئ".
اغلې بارکزۍ داسې مهال وینا کوي، چې مخ ته یې درو کسانو د افغانستان درې رنګه بیرغ نیولی خو شا ته یې د مقاومت جبهې په نامه بیرغونه دي.
د نوموړې د وینا دا وېډیو د مقاومت په نامه جبهې د ملاتړو پر ټویټر پاڼه خپره شوې ده.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ د لومړۍ کلیزې پر ورځ د سویډین د بهرنیو چارو وزیرې پر دې ډله نیوکه کړې چې د افغانستان ښځو ژوند یې خراب کړی.
انې لېنډ وایي، طالبانو د مېرمنو د حقونو برخه کې پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی. نوموړې وایي، دا مهال د افغان ښځو او نجونو ژوند یو ډاروونکي خوب ته ورته دی.
اغلې لېنډ وایي، نړۍ باید پر طالبانو فشار راوړي چې دیموکراسي او بشري حقونو ته درناوی ومني، او باید د ملګرو ملتونو په څېر د نړیوالو ادارو ملاتړ وشي چې د طلبانو په رسمیت پېژندلو ته مجبورې نشي.

د عکس سرچینه، Reuters
د کابل ښار دارلامان سیمه کې دوشنبه مازدیګر مهال چاودنه شوې ده. د کابل د پولیسو ویاند خالد ځداران دا پېښه تائید کړې او وایي، دوه کسان پکې برسېرن ژوبل شوي دي.
نوموړی وایي، چاودېدونکي توکي په یوه کراچۍ کې د یو هوټل مخې ته اېښودل شوي وو.
دا چاودنه داسې مهال کېږي چې طالبان نن دوشنبه د اګست پر پنځلسمه، پر افغانستان د خپلې بشپړې واکمنۍ لومړۍ کیزه لمانځي.
په همدې مناسبت د افغانستان د ملي راډیو تلویزیون تالار کې مراسم نیول شوي چې د طالبانو یو شمېر جګپوړو چارواکو هم پکې ګډون کړی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
د کابل یوې اوسېدونکې اېلناز بي بي سي راډیو ته ویلي، دا او کورنۍ یې په بد وضعیت کې ژوند کوي او خپل راتلونکي ته خپه دي او نه پوهېږي چې څه به کېږي.
نوموړې وایي، افغان مېرمنو تېرو کلونو کې د خپلو حقونو لپاره سخته مبارزه کړې وه، خو طالبانو هر څه بند کړل.
نوموړې ادعا کوي چې طالبان له امریکا د پیسو ترلاسه کولو لپاره افغانې ښخې د فشار د آلې په توګه کاروي.
یو شمېر نورو افغانانو هم په هېواد کې د خپل ژوند په اړه د بي بي سي راډیو سهارنۍ خپرونه کې خبرې کړې دي.
په دوی کې ځینې خوښ دي چې امنیت راغلی او جګړه بنده شوې، خو نور بیا له اقتصادي ستونزو او بېکارۍ سر ټکوي

د ملي مقاومت جبهې په نامه د طالبانو مخالفه ډله وایي، د دوشنبې پر ورځ یې د پنجشېر ولایت عنابه ولسوالۍ کې پنځه تنه طالبان وژلي او څلوېښت تنه ژوندي نیولي دي.
د دې جبهې ویاند صبغت الله احمدي پر خپله ټوېټر پاڼه یو عکس هم خپور کړی چې، د ده په وینا، نیول شوي طالبان او د هغوی وسلې پکې لیدل کېږي.
د افغانستان د ولسمشرۍ پخواني لومړي مرستیال امرالله صالح هم پر خپله ټوېټر پانه پنجشېر کې د ملي مقاومت جبهې د عملیاتو اوهلته د طالبانو د وژل کېدو او نیول کېدو خبره کړې ده.
خو د باختر دولتي خبري اژانس د پنجشېر ولايت د سيمه ييزو طالب چارواکو په حواله د طالبانو نيول رد کړي دي.
بي بي سي په خپلواکه توګه نشي کولی چې دا ادعاوې تائید کړي، او کومې بلې خپلواکې او معتبرې سرچینې هم لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

د عکس سرچینه، NRF
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال او د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل، د طالبانو تېر یو کال واکمني له لوړو او ژورو ډکه وه. ده وویل، ویجاړي اسانه ده، خو رغول ګران دي.
نوموړي وویل، تېرو څو کلونو کې هره ورځ تر سلو ډېر کسان وژل کېدل، خو اوس جګړه ختمه شوې او د هېواد د ابادۍ لپاره باید ټول وګړي لاس په کار شي.

د عکس سرچینه، طآلبان
د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد وویل، ټول مسؤلین باید له ځانه سره حساب وکړي، "یو کال وشو، موږ واک کې یو، مسؤلیت راکړل شوی، ایا یو کال کې ما خپل مسؤلیت تر سره کړی او که نه، که هر یو خپل ځان قاضي کړي، هر چا ته به خپله نیمګړتیا په ګوته او پرمختګ به یې ورته مالوم شي. ایا همدومره پرمختګ بس دی، د راتلونکي کال لپاره هم باید خپل پرمختګ اټکل کړو".
د طالبانو دغه امنیتي چارواکي وویل، که هرڅوک خپل مسؤولیت ته متوجه شي یو کال وروسته به تر اوسني وضعیت لا ښه شو او ډېرې رڼاوې به وګورو.
درې ګونو امنیتي ارګانونو (دفاع وزارت، کورنیو چارو وزات او د استخباراتو لوی ریاست، د خپلو هېوادوالو ساتنه کې خپلې هڅې کړې، یوه لوېشت داسې ځمکه نشته چې د دې نظام مخالف دې پکې وي.
ده وویل: "هرڅوک چې په یو او بل نامه د دې هېواد امنیت خرابوي او ستونزې پیدا کوي، ورته وایو موږ به په هر قېمت تاسو ځپو او د عدالت منګولو ته به مو راکش کوو. که دا د بغاوت په نامه وي یا یوڅو خیرن تور کالیان وي".
ښاغلي مجاهد وویل، هرڅوک چې د شر او فساد ډلې په شا ټپوي او تمویلوي، باید واوري چې دوی په دې شومه اراده او ارمان کې نه شي کامیابېدلی، باید پوه شي چې موږ به یې پر وړاندې ارام کښې نه نو.
د وا خان په اړه ده وویل، تر هغه چې زموږ په تن سر وي، د افغانستان دا لوړه څوکه به خوندي وي.
څو ورځې مخکې اوازې وې چې ګنې چین واخان کې خپل ځواکونه ځای پرځای کړي چې پر خواله رسنیو یې خبرونه ډېر لاس په لاس کېدل.

د عکس سرچینه، طالبان
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
افغانستان کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزیر ملا خیرالله خیرخواه وایي، اوسنی نظام پر خپلو پښو د درېدلو لپاره وخت ته اړتیا لري.
نوموړی وایي، کله چې طالبان تېر کال واک ته ورسېدل نو د نظام د ټولو برخو ځواک صفر ته رسېدلی و او دوی ته یوه کمزوې اډانه ورپاتې وه.
ښاغلي خیرخوا دا څرګندونې دوشنبه کابل کې هغې غونډې ته کولې چې پر افغانستان د طالبانو د بشپېړ واکمنۍ د یو کال پوره کېدو په مناسبت د ملي راډیو تلویزیون تالار کې جوړه شوې وه.
مولوي خیرخوا زیاته کړه، داسې یو هېواد او نظام چې څلوېښت کاله یې جګړه تېره کړې وي، په یو کال کې بېرته نشي سمېدلی.

د عکس سرچینه، RTA
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
افغانستان کې د طالبانو د حکومت د رئیس الوزا دویم مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وایي، د افغانستان پخوانی جمهوري نظام له سر تر پایه فه مالي او اخلاقي فساد ډک و او داسې کړنې پکې ترسره کېدلې چې د هېڅ افغان وجدان یې نه مني. نوموړي دا څرګندونې دوشنبه کابل کې هغې غونډې ته کولې چې پر افغانستان د طالبانو د بشپړې واکمنۍ د یو کال پوره کېدو په مناسبت د ملي راډیو تلویزیون تالار کې جوړه شوې وه.
په دې غونډه کې د نورو ګډونوالو په څېر د مولوي حنفي خبرې هم تر ډېره د طالبانو پر لاسته راوړنو ورټولې وې او پر پخوانیو نظامونو نیوکې کېدلې.
طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست پر پنځلسمه پر پلازمېنه کابل ولکه وکړه او نن یو کال وروسته د دې بریا د لمانځلو لپاره یې د ملي راډیو تلویزیون تالار کې ځانګړې غونډه جوړه کړې ده.

د عکس سرچینه، RTA