ولسمشر غني مشورتي لویه جرګه کې: د ۴۰۰ بندیانو خوشي کولو حکم لاسلیکوم
د افغان حکومت له زندانونو د طالبانو د ۴۰۰ بندیانو د برخلیک په اړه، چې حکومت یې پر نه خوشي کولو ټینګار کاوه، ولسمشر محمد اشرف غني د جرګې هغه پرېکړه ومنله چې دا بندیان دې خوشي شي. نوموړي وویل، هغه حکم به لاسلیک کړي چې په ټول ژوند یې نه دی امضا کړی (د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشي کولو حکم).
ژوندی پوښښ
عبدالله عبدالله: د سولې پروړاند وروستی خنډ هم لرې شو
د مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله چې د مشورتي لویې جرګې مشر هم وو ویلي اوس د سولې پر وړاندې وروستی خنډ له مخې لرې شو او د سولې د خبرو پیل نږدې دی.
هغه د لویې جرګې ګډونوالو ته وویل تر کومه چې شونې وي افغان حکومت د لویې جرګې پرېکړه لیک عملي کولو ته ژمن دی.
ښاغلي عبدالله وویل :"سره له دې چې د هېواد په کچه د جرګې په تړاو پوښتنې وې؛ خو ټولو ترې ملاتړ وکړ، چې الحمدالله په خیر سره پای ته ورسېده... یو ټکی ډېر مهم وه، چې د لویې جرګې په جریان کې هیڅ حکومتي چارواکي مداخله ونکړه او نه یې پرې کوم تاثیر لاره، چې د جرګې د غړو او د افغانستان د خلکو د هیلو خلاف وي".

د عکس سرچینه، @Dr.AbdullahAbdullah
وروستی, 'کابل کې د ۱۱ داعشیانو نیول کېدل، پر جرګه یې د برید پلان درلود'
د افغانستان لوی درستیز ستر جنرال محمد یاسین ضیا وايي چې د لویې جرګې د امنیت د تامین لړ کې عملیاتو پرمهال د داعش ډلې ۱۱ غړې نیول شوي چې غوښتل یې پر لویه جرګه برید وکړي.
هغه دغه راز دې لړ کې د څو طالب وسله والو د نیولو خبره هم وکړه خو ډېر تفصیل یې ورنکړ. لوی درستیز چې یوې خبري غونډه ته یې وینا کوله وویل څو توغندي چې د لویې جرګې پرسیمه د برید لپاره چمتو شوي وو له منځه وړل شوي او د برید مخه نیول شوې ده.
ده وویل د "دښمن عملیات شنډ شول، د امنیتي ځواکونو د بشپړې همغږۍ په پایله کې هغه عملیات چې دښمن پلان کړي وو خنثی شول".
د مشورتې لویې جرګې مشر عبد الله عبدالله هم خپلو خبرو کې اشاره وکړه چې ډېرې امنیتي ننګونې وې خو امنیتي ځواکونه وتوانېدل چې جرګه په امن فضا کې تر سره کړي.

د عکس سرچینه، AFP
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان پر ټویټر یوه بیان کې ویلي هېواد یې د مشورتي لویې جرګې له خوا ولسمشر محمد اشرف غني ته ۵۰۰۰ کسیز نوملړه د پاتې طالب زندانیانو د خوشي کولو د سپارښتنې هرکلی کوي.
محمد صادق خان ویلي د دې سپارښتنې په عملي کېدو سره به د افغانانو ترمنځ خبرو پر وړاندې لوی خنډ لرې شي.
دې X پوسټ نه تېرشئایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه دهدې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
د سولې مشورتي لويې جرګې پرېکړه ليک

د عکس سرچینه، .
- دې X پوسټ نه تېرشئایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
ولسمشر غني: د خوشي کېدونکو بندیانو دوسیې په دقت څېړل شوې
له ډاکتر عبدالله عبدالله ، اداري پلاوي او له پخواني ولسمشر کرزي او یو شمېر نورو چارواکو څخه مننه کوم چې د جرګې په دایرولو کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړي.
ولسمشر غني وویل، قاضي القضاات او ملي امنیت د بندیانو ټولې دوسيې په دقت څیړلې او پرېکړه شوې "موږ لاس تړلي وو ځکه راغلو جرګې ته."
د کورونا له کبله ۱۲۰۰۰ بندیان ما وبښل، په ویاړ د اسد پر ۲۸مه (د ازادۍ ورځ) به زه ستاسې غوښتنه عملي کړم.
وظیفوي غفلت کوونکي سرتېري به خوشي کړم
وروستی, غني: د ۴۰۰ بندیانو د خوشي کولو حکم لاسلیکوم
زه به نن هغه حکم امضا کړم چې ما په ژوند کې نه شو لاسلیکولی، ځکه چې زما له صلاحیته وتلی و. اوس ستاسې په اجماع او فیصلې د ۴۰۰ بندیانو د خوشي کولو حکم لاسلیک او دوی به خوشي کړم.
غني: له نړیوالو مې دوه وضاحته وغوښتل
له نړیوالې ټولنې مې د سولې په اړه دوه وضاحتونه وغوښتل:ایا له طالبانو سره کومه پټه موافقه لرئ؟ ځواب ښکاره و چې کومه پټه موافقه نه شته
ایا مطلوب هدف ته - چې ازاد افغانستان دی- ژمن یاست؟ په یوه غږ یې وویل چې درسره یو.
اوس به هرڅه حسابېږي.
طالبان دې له عمومي اوربند نه وېرېږي
اوس انتخاب د طالبانو دی، نن طالبان باید وښيي چې له سرتاسري اوربند نه وېرېږي، موږ د جرګې له خوا ټولشموله اوربند منو. لوی جرأت په جنګ کې نه دی، بلکې په سوله کې دی.
ولسمشر غني: ډاډ درکوم چې د ستاسې د پرېکړې هره ماده به عملي کېږي

, غني: پر بلقیس روشن برید په سختو ټکو غندم
جرګه کې موږ اداب لرو، له بده مرغه یوې نجلۍ دا اداب تر پښو لاندې کړل، پر بلقیس روشن یې برید وکړ، زه دا په سختو ټکو غندم. عدلي او قضايي تعقیب هغه چا ته حتمي دی چې د لویې جرګې درناوی نه کوي.
, ولسمشر غني:
له تاسو خویندو وروڼو هېڅوک هم طالبان ښه نه پېژنئ، خو تاسو بیا هم اعتبار وکړ، هیله دا ده چې طالبان به هم سوله ومني. دلته هېڅوک هم نه شته چې غواړي وینه تویول دوام وکړي.
ولسمشر وویل، چې سوله راشي، خپل کلي ته ځم او دروازه راپسې تړم، ډېر کتابونه مې په ذهن کې دې چي ویې تړم.
ډاکټر عبدالله په ټوکامیز انداز ورته وویل: ولسمشره ستا کارونه به زه مخته بوځم.
ولسمشر غني: د سولې له لارې پرته بله لار نشته
موږ ټول یو شی غواړو چې سوله راشي. له یوه انتخاب سره مخامخ وو، زموږ تګلاره د سولې تګلاره ده، د ورورولۍ لاره ده. د سولې له لارې پرته بله لار نشته

غني: دا پرېکړه لیک د هر افغان فیصله ده
نن تاسو تاریخ جوړ کړ، راغلئ غور مو وکړ، ولس او هېواد په دوه لاره کې و، تاسو لاره وټاکله، دا پرېکړه لیک یوازې د جرګې پرېکړه لیک نه دی، د دولت او د هر افغان پرېکړه لیک دی
وروستی, ولسمشر محمد اشرف غني وینا کوي
عبدالله عبدالله د جرګې د ګډونوالو پرېکړه لیک ولسمشر ته وسپاره

د مصالحې عالي شورا او د سولې مشورتي جرګې مشر عبدالله عبدالله وویل، په ډېری ولایتونو کې هغو خلکو چې جرګه کې د ګډون فرصت یې نه درلود، د سولې او پخلاینې د ملاتړ لاسلیکونه کړي او رالېږلي دي.
حامد کرزي: سوله هر نعمت دوه برابره کوي
موږ اندېښنه لرله چې سوله به څنګه کېږي، د ښځو او ماشومانو او روزنې برخلیک او هرڅه به څنګه کېږي؟ډاډه اوسئ سوله موږ دا ټول نعمتونه لا ډېروي.
که سوله راشي، د افغانستان هر ځای ته به ولاړ شم.
