د ولسمشر د لوړې مراسم، شېبه په شېبه

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د ولسمشر په توګه د محمد اشرف غني د لوړې مراسمو ته تیاری بشپړ شوی او د ځینو هېوادونو د استازو په ګډون به په دې مراسمو کې شاوخوا څلور زره کسان ګډون وکړي. د عبدالله عبدالله ډله وايي، دوی هم د لوړې مراسمو ته چمتووالی نیولی. د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند ویلي، د ولسمشر اشرف غني د لوړې مراسم د څو ساعتونو لپاره وځنډېدل.

ژوندی پوښښ

  1. پژواک: د لوړې مراسمو پر مهال چاودنه راکټي بریدونه وو

    پژواک خبري اژانس وایي چې نن کابل کې په ارګ او سپېدار ماڼیو کې د لوړې مراسمو پر مهال د چاودنو غږونه راکټي بریدونه وو.

    پژواک د یوه سراچه موټر عکسونه خپار کړي او وایي، راکټونه په همدې موټر کې ځای پر ځای شوي وو چې له تهیه مسکن سیمې نه د ارګ پر لور توغول شوي

    د راکټ توغولو په پایله کې یاد سراچه موټر په بشپړه توګه سوځېدلی

    ارکټ

    د عکس سرچینه، Pajhwok

    د عکس تشریح، کابل کې راکټي بریدونه
  2. دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

  3. غني: د طالب بندیانو د خوشي کولو په اړه فرمان ورکوم

    افغان ولسمشر محمد اشرف غني د لوړو مراسمو نه وروسته وینا کې وویل، سبا سه شنبه به د طالب بندیانو د خوشي کولو په اړه فرمان ورکوي.

    نوموړي وویل، د طالب بندیانو خوشي کېدل د افغانانو امنیت سره تړلي دي او باید دا تضمین وي چې د دې کار په بدل کې به امنیت ته ګواښ نه پېښېږي.

    ښاغلي غني وویل، کابل کې د تېرې اوونۍ برید وښودله چې طالبان له داعش ډلې سره اړیکي لري.

    ولسمشر غني وویل، که طالبانو سره سوله د داعش ډله ختمه نه کړي نو بیا باید غور وشي چې دا سوله څه ګټه لري

    ارګ

    د عکس سرچینه، ARG

    د عکس تشریح، غني
  4. په ارګ او سپېدار ماڼیو کې مراسم پای ته ورسېدل

    په ارګ او سپېدار ماڼیو کې د محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله د لوړو جلا مراسم پای ته ورسېدل.

    د دواړو مراسمو په وروستیو شېبو کې نژدې سیمه کې چاودنو غږونه واورېدل شول.

    ناتائید شوي رپوټونه وایي چې پر شاوخوا سیمه څو راکټه را پرېوتل، خو تر اوسه څرګنده نه ده چې چاودنه وه که راکټي برید شوی

    غني

    د عکس سرچینه، ARG

    د عکس تشریح، ارګ
  5. وروستی, د ارګ اون سپېدار مراسمو ته نژدې ډزې وشوې

    د ارګ او سپېدار ماڼیو کې روانو مراسمو ته ډزې وشوې او دواړو غونډو کې د لږې شېبې لپاره ګډوډي رامنځته شوه

    تر اوسه مالومه نه ده چې ډزې شوې دي که چاودنه وه.

    د ویډیو تشریح، د لوړې مراسمو پرمهال ډزې
  6. ولسمشرغني د لوړې په مراسمو کې: د طالب زندانیانو د خوشي کېدو په اړه به یو فرمان صادر کړم

    ولسمشرغني د لوړې په مراسمو کې وویل، د طالب زندانیانو په اړه به سبا یو فرمان صادر کړم او زیاته یې کړه د دې زندانیانو خوشي کېدل به تاوتریخوالی کم کړي.

  7. عبدالله: زموږ حکومت به ټول شموله وي

    عبدالله عبدالله چې د همه شموله حکومت په شعار سره یې لوړه وکړه، خپله وینا کې یې ژمنه وکړه، چې

    همه شموله دولت په پام کې لري چې د ده په وینا ټولو ټاکنیزو ټیکټونو، ډلو او ځوانانو له وړتیاوو ګټه واخلي.

    نوموړي پر طالبانو هم غږ وکړ چې له سولې پروسې د خلکو د هرکلي قدر وکړي.

    نوموړي له ګاونډیانو او نړیوالو همکارانو سره د ګډ کار ژمنه وکړه او ویې ویل د ټیکاو لار همپالنه ده.

    د هغه په خبره، افغانستان کې د ټیکاو یواځنۍ لار همپالنه ده چې د سیمې په سم پېژندلو سره ترلاسه کېږي.

  8. غني: د سولې لپاره د خلیلزاد برنامې هرکلی کوو

    افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي، د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د برنامې هرکلی کوي.

    ولسمشر غني وویل، د سولې په خبرو کې به د ښځو حقونه خوندي وي.

    ده زیاته کړه چې حکومت به یې د سولې بهیر د ملي ګټو پر محور پر مخ وړي.

    غني

    د عکس سرچینه، ARG

    د عکس تشریح، غني
  9. ولسمشرغني: ټولې کمپاینې ژمنې به عملي کړم

    ولسمشرغني د لوړې په مراسمو کې:

    زه د افغانستان له ټول شریف ولس سره ژمنه کوم، ټولې کمپاینې ژمنې به عملي کړم. افغانستان قوي دولت ته اړتیا لري. زه او همکاران به دا دولت جوړ او ولس ته وسپارو.

  10. غني: اوسنۍ کابینه به تر دوه اوونیو پر ځای پاتې وي

    افغان ولسمشر محمد اشرف غني د لوړې له مراسمو وروسته وویل، اوسنۍ کابینه به تر دوه اوونیو پر ځای وي او خپل کار ته به دوام ورکوي.

    ولسمشر غني زیاته کړه، له هغه وروسته به له ټولو ښکېلو ډلو سره په مشوره نوې حکومتي کابینه جوړوي

    غني

    د عکس سرچینه، ARG

  11. ولسمشر غني:زموږ رسالت د سولې تامین او ۴۰ کلنې جګړې ختمول دي

    ولسمشرغني د لوړې په مراسمو کې:

    زموږ رسالت د سولې تامین او ۴۰ کلنې جګړې ختمول دي.

  12. غني: زموږ حکومت به د ټول افغانستان حکومت وي

    افغان ولسمشر محمد اشرف غني د لوړې له مراسمو په خپله وینا کې وویل، د ده راتلونکی حکومت به د ټول افغانستان حکومت وي او یوازې به د دولت جوړوونکې ډلې کسان پکې نه وي.

    نوموړي وویل، دی فکر کوي چې دې ټاکنو کې هېچا نه ده بایللې.

    ښاغلي غني وویل، د ټاکنو بهیر په ترڅ کې یې له زغمه کار واخیست او هېڅ کله یې هم ارګ د یوې سیاسي ډلې د قرارګاه په توګه ونه کاروه.

    غني

    د عکس سرچینه، ARG

    د عکس تشریح، ښاغلی غني وایي، حکومت به یې د ټول افغانستان حکومت وي
  13. عبدالله: دا ځل شاتګ نه کوو

    عبدالله عبدالله خپلو ویناوو کې وویل، چې افغان ولس د ټاکنو ګټونکی دی.

    هغه د ۲۰۱۴ کال ټاکنو ته اشارې سره وویل، چې د ملي ګټو لپاره یې شاتګ وکړ او ملي وحدت حکومت یې جوړ کړ، خو دا ځل د ده په وینا شاتګ نه کوي، ځکه د لوړې مراسم کوي.

    غواړم د خلکو له غوښتنې سره سم حکومت جوړ کړم، د هېواد د پرمختګ او پراختیا لپاره له ځوانو او متخصصو کسانو کار واخلم، حکومت مې ولس ته ژمن دی.

    عبدالله

    د عکس سرچینه، abdullah

  14. غني د لوړې په مراسمو کې؛ ارګ مې په سیاسي پناه ځای نه دی بدل کړی

    ولسمشرغني د لوړې په مراسمو کې وويل:"ټاکنې پای ته ورسېدې او هېڅکله مې ارګ په سیاسي پناه ځای نه دی بدل کړی او نه به یې بدل کړم."

    ارګ

    د عکس سرچینه، RTA

    د عکس تشریح، ارګ
  15. د عبدالله دوو مرستیالانو هم لوړه وکړه

    عبدالله عبدالله تر خپلې لوړې وروسته خپلو دوو مرستیالانو عنایت الله بابر فرهمند او اسدالله سعادتي ته لوړه ور کړه.

    عبدالله

    د عکس سرچینه، abdullah

  16. وروستی, عبدالله عبدالله هم لوړه وکړه

    ارګ ته نژدې سپېدار ماڼۍ کې عبدالله عبدالله هم لوړه وکړه او پلویانو یې په چکچکو او الله اکبر په نعرو بدرګه وکړه.

    د افغانستان د اساسي قانون له مخې لوی قاضي د ټاکنو ګټونکي ته سوګند ور کوي، خو ښاغلي عبدالله ته د ولسي جرګې پخواني غړي شهزاده شاهد لوړه ور کړه.

    لوړه
    د عکس تشریح، عبدالله عبدالله هم لوړه وکړه
  17. د ولسمشر غني مرستیالانو هم د راتلونکي حکومت د جوړولو په موخه لوړه وکړه

    د ولسمشر غني مرستیالانو هم د راتلونکي حکومت د جوړولو په موخه لوړه وکړه.

    ارګ

    د عکس سرچینه، RTA

    د عکس تشریح، ارګ
  18. وروستی, عبدالله هم لوړه وکړه

    عبدالله عبدالله ته هم شهزاده شاهد د تحلیف مراسم تر سره کړل.

    شهزاده شاهد پخوا ولسي جرګه کې د کونړ استازی و.

    عبدالله