افغانستان کې زلزله، شېبه په شېبه تازه مالومات

د افغانستان په سویل ختیځو سیمو کې د ریکټر په کچه له شپږ اعشاریه یو درجې زورورې زلزلې وروسته په افغانستان کې د طالبانو حکومت له نړیوالو د مرستې غوښتنه کړې. د ځايي چارواکو په وینا د دې زلزلې له کبله تر ۱۰۰۰ ډېر کسان مړه شوي او تر ۱۵۰۰ ډېر ټپیان دي. دا په تېرو دوو لسیزو کې په افغانستان کې تر ټولو سخته زلزله بلل کېږي، چې د سر او مال دروند زیان یې اړولی دی.

ژوندی پوښښ

هدایت الله همیم

  1. د کرېکټ ستوری محمد رضوان؛ بشریت پولې نه پيژني، موږ ټول یو یوو

    د مردان پښتون لوبغاړي محمد رضوان په افغانستان کې پر زلزلې خواشيني ښودلې. ښاغلي رضوان په یوه ټویټ کې لیکلي "موږ باید په سخت حالت کې یو د بل ملاتړ وکړو، بشریت پولې نه پېژني، موږ ټول يو یوو" له دې وړاندې د کرېکټ بل وتلي پښتون ستوري شاهد اپریدي هم د خوست او پکتیکا له زلزله ځپلو سره خواخوږي کړې وه.

    دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

  2. "په زلزله ځپليو سيمو کې د مکروبي ناروغيو د خپرېدو وېره شته"

    پکتیکا کې روغتیایي چارواکو بي بي سي ته ویلي که بېړنی روغتیایی اسانتیاوې زلزله ځپلو خلکو ته برابرې نشي په دغو سیمو کې د مکروبي ناروغیو د خپرېدو خطر شته.

    د پکتيکا ولایت د مرکزي روغتون مشر ډاکتر محمد يحي وياړ احمدزی وايي، د اوس لپاره يې مرکزي روغتون د زلزله ځپلو لپاره ځانګړی دی او دلته شته ناروغان يې بل روغتون ته لېږدولي دی.

    ډاکتر
  3. پکتیکا کې روغتیایي چارواکو بي بي سي ته ویلي که بېړنی روغتیایی اسانتیاوې زلزله ځپلو خلکو ته برابرې نشي په دغو سیمو کې د مکروبي ناروغیو د خپرېدو خطر شته.

    د پکتيکا ولایت د مرکزي روغتون مشر ډاکتر محمد يحي وياړ احمدزی وايي، د اوس لپاره يې مرکزي روغتون د زلزله ځپلو لپاره ځانګړی دی او دلته شته ناروغان يې بل روغتون ته لېږدولي دی.

    پکتيکا کې د مرکزي روغتون مشر

    د عکس سرچینه، ‌BBC

  4. د طالبانو دفاع وزارت وايي، له طبي ټیمونو سره یې د پکتیکا او خوست ولایتونو زلزله ځپلو ته خوراکي توکي، کمپلې او جامې استولې دي.

    خرابو سړکونو ځینو زلزله ځپلو سیمو ته رسېدل ستونزمن کړي دي. طالبان له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره د پخواني حکومت له پاتې شپږو چورلکو څخه کار اخلي.

    زلزله
  5. له زلزله ځپلو افغانانو سره د ملګرو ملتونو عمومي منشي د خواخوږۍ پیغام

    د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیرش له افغان زلزله ځپلو سره خواخوږي څرګنده کړې ده. ښاغلي ګوتیرش پر خپله ټویټر پاڼه یوه پیغام کې لیکلي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو کاري ټیم د خلکو اړتیاوو ارزونې او مرستو رسولو پر چارو بوخت دي.

    د افغانستان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري هم په یوه پیغام کې ویلي: د افغانستان په ختیځ کې شرایط ویجاړونکي دي. » اغلې امیري زیاتوي: «د افغانستان په ختیځ کې له دې مخکې هم بشري بحران و، چې د وروستۍ زلزلې له کبله وضعیت خورا سخت شوی دی. »

    دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

  6. رویټرز ښايي د زلزلې له کبله د مرګژوبلې شمېر زیات شي

    رویټرز خبري اژانس د عیني شاهدانو او مرستندویانو له قوله وايي، ښايي د افغانستان زلزلې له کبله د اوښتې مرګژوبلې شمېر نور زیات شي. په رپوټ کې راغلي چې تر اوسه د پرون شپې زورورې زلزلې له کبله د نړېدلو کورونو تر خاورو د لاندې کسانو کره شمېر معلوم نه دی او د مرستو چارو کې خنډ او ځنډ له کبله ښايي په تدریجي ډول د تلفاتو شمېر ډېر شي. د وروستیو شمېرو له مخې د سې شنبې شپې زورورې زلزلې له کبله د افغانستان په سویل ختیځو سیمو کې تر ۱۰۰۰ ډېر کسان مړه شوي او سلګونه نور ټپیان دي.

    د ویډیو تشریح، افغانستان کې زلزله؛ تر ۱۰۰۰ ډېر کسان مړه شوي
  7. راشد خان د نړۍ یو شمېر نور لوبغاړي هم د افغانستان له زلزله ځپلو سره مرستې ته رابللي

    افغان کرېکټ ستوري راشد خان په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د سې شنبې شپې له سختې زلزلې ځپلو سره د مرستې لپاره یو انلاین کمپاین پیل کړی دی.

    راشد خان په دې لړ کې پر خپله ټویټر پاڼه یوه ویډیويي پیغام کې د نړیوال کرېکټ له ځینو نورو مشهورو لوبغاړو هم غوښتنه کړې چې د مرستې لپاره رامخکې شي او په دې کمپاین کې ورسره برخه واخلي.

    راشد خان د پاکستان پخواني لوبغاړي شاهد خان اپریدي، د هند هاردیک پانډیا او ویسټ انډیز ډي جې براوو نومونه یاد کړي او د همکارۍ غوښتنه یې ترې کړې.

    راشد خان

    د عکس سرچینه، Getty Images

  8. امريکا: د دې بشري ناورين د مخنيوي لپاره له نړيوالې ټولنې سره کار کوو

    د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند نېډ پرايس افغانستان کې د زلزلې له امله خواشیني څرګنده کړې. نوموړي پر ټوېټر پاڼه ليکلي، "موږ له افغانانو سره ولاړ يوو او واشنګټن له نړيوالې ټولنې سره سلا مشورې کوي چې د خوست او پکتيکا په ولايتونو کې له زلزله ځپلو سره مرستې وکړي".

    په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ او افغانستان کې د ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د ټوېټر له لارې په دې هېواد کې د زلزلې له قربانیانو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.

    دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

  9. دې X پوسټ نه تېرشئ

  10. ملګري ملتونه: زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره لږ تر لږه ۱۵ میلیون ډالرو ته بېړنۍ اړتیا لرو

    ملګري ملتونه وايي چې د اوسني اټکل له مخې لږ تر لږه ۱۵ میلیون ډالرو ته بېړنۍ اړتیا لري چې دوی يې له زلزله ځپلو سره په بېلا بېلو برخو کې مرسته وکړای شي.

    د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال او د بشري مرستو همغږي کوونکی رمیز ال اکبروف وايي، "دغه مرستې یوازې د دې لپاره نه دي په کار چې خلکو ته غیر خوراکي توکي او روغتیايي مرستې ورسوو او سرپناه ورته برابره کړو بلکې له سېلاوونو، زلزلو او اورښتونو وروسته ځينو پیدا کېدونکو ناروغیو ته هم اندېښمن یوو چې باید مخه یې ونیول شي".

    ښاغلي اکبروف دغه خبرې څو شېبې مخکې له کابله خبریالانو ته په یوه ویډيويي کنفرانس کې کولې او زیاته یې کړه چې د سختو اورښتونو په ترڅ کې خلکو ته د روغتیايي لارو چارو په اړه پوهاوی ورکول اړین دي، کنه نو ښايي په راتلونکي کې خلک له ناوړه وضعیت سره مخ شي.

    ده وویل چې که څه هم سیمې ته یې مرستندویه ډلې رسېدلې دي خو د سختو ورښتونو او توندو بادونو له کبله یې کارونه له خنډ او ځنډ سره مخ دي.

    د ملګرو ملتونو دغه استازی همدا راز وايي چې له بېلا بېلو اړوندو ادارو سره په ګډه همغږۍ ۴۵ امبولانسونه او لس ټنه روغتیايي توکي پکتیکا ته لېږل شوي دي چې درمل، خېمې او ځينې نور روغتیايي توکي پکې شامل دي.

    دی زیاتوي، "د جراحانو او ډاکټرانو تر څنګ مو شاوخوا ۱۸ ګرځنده طبي ډلې پکتیکا ته لېږلې دي او سپېرې ولسوالۍ ته جلا اته امبولانسونه او د روغتیا پالو دوه ډلې لېږل شوې دي".

    ښاغلی اکبروف همدا راز وايي چې اوس یې ډېره توجه سختو زیانمنو شویو سیمو ته ده چې ګېلان یې له ډلې یوه ده. د ده په خبره، هلته زلزلې تر ټولو ډېر ویجاړی کړی دی.

    زلزله

    د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA

  11. د ناروې او جرمني د بهرنیو چارو وزیرانو پر بشري مرستو ټینګار وکړ

    د ناروې د بهرنیو چارو وزیرېانیکین هویټفیلډ په یوه بیان کې د ویجاړونکې زلزلې د قربانیانو له ژوندي پاتې شویو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.

    نوموړې زیاته کړې، تېر کال د افغانستان خلکو ډېر کړاونه تجربه کړل او دغه "ناورین" نورې ستونزېهم زیاتې کړې. دېټینګار وکړ چې له افغانستان سره بشري مرستې حیاتي دي.

    بل پلو د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالينا بایربوک هم په یوه ټوېټ کې ویلي،په افغانستان کې د ویجاړونکې زلزلې د خبر په اورېدو سره " ډېره خواشینې" شوې. نوموړېزیاته کړې، جرمنيبه د بشري مرستو د برابرولو لپاره له نړیوالو همکارانو سره "تر شونيحده"کار وکړي.

    دې X پوسټ نه تېرشئ, 1
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای, 1

    دې X پوسټ نه تېرشئ, 2
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای, 2

  12. د کډوالو نړیوال سازمان: ډېرې کورنۍ بېړنیو مرستو ته اړتیا لري

    د کډوالو نړیوال سزمان (IOM) وایې، زلزله ځپلو سیمو کې د ډېرو خلکو کورونه ویجاړ شوي او بېړنیو مرستو ته سترګې په لار دي. دغه سازمان ویلي د کارکوونکو یوه ډله یې د پېښې ځای ته رسېدلې چې د تلفاتو کچه مالومه او ټپیانو سره مرسته وکړي.

    دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

  13. د هند لومړی وزیر: موږ په دغو سختو ورځو کې له افغانانو سره مرستې ته چمتو یوو

    د هند لومړي وزیر نریندرا مودي په خپله ټویټر پاڼه د پکتیکا او خوست د پېښې په اړه خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې هند په دغو سختو حالاتو کې د افغانانو ترڅنګ ولاړ دی. نوموړي زیاته کړې،هېواد یې چمتو دی چې ژر تر ژره افغانستان کې زلزله ځپلو ته مرستې ورسوي.

    دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

  14. دې X پوسټ نه تېرشئ

  15. وروستی, "د شپې کلي کې چیغې او ویر و"

    رویټرز خبري اژانس ته د سیمې خلکو د زلزلې هیبت بیان کړی چې له کنډوالو یې څنګه مړي رایستل.‌

    د سیمې یوې اوسېدونکې فاطمې ویلي: "ماشومانو او ما چیغې کړې. زموږ یوه خونه راولوېده.‌ ګاونډیانو مو چیغې وهلې او ټولې خونې هوارې شوې."

    د فیصل په نامه د سیمې بل اوسېدونکي ویلي:‌ "کله چې موږ هلته ورسېدو، ګڼ مړي او ټپیان پراته وو. موږ یې روغتون ته ولېږلو هلته مې هم ګڼ مړي ولیدل".

    پکتیکا کې یوه خبریال بي ‌بي سي ته ویلي: "کوڅو کې خلکو پر مړو ژړل".

    د عالم وفا په نامه یوه سیمه ییز بزګر بي بي سي‌ ته ویلي، د ژغورنې ټیمونه لیرې کلیوالې ګیان ولسوالۍ ته- چې هلته وضعیت ډېر خراب دی- لا نه دي رسېدلي.

    دی وايي: "هېڅ رسمي مرسته نه ده رارسېدلې، خو خلک له ګاونډیو سیمو او کلیو راغلل او د خلکو ژغورلو کې یې مرسته وکړه. زه سهار ورسېدم او هلته مې ۴۰ مړي ولیدل".‌

    نوموړی وايي، ډېری مړي ډېر "تنکي زلمیان" دي.‌ سیمه کې روغتون د نورو ټپیانو د درمللو وړتیا نه لري.‌

    Afghanistan

    د عکس سرچینه، Getty Images

  16. چین: د زلزلې له قربانیانو سره بېړنۍ مرستې ته چمتو یو

    چين زلزله ځپلو سره د بېړنیو مرستو د چمتووالي اعلان وکړ په کابل کې د چین سفارت په یوه خپاره شوي ټویټ کې پر دغې پېښې خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي، چین د افغانانو تر څنګ ولاړ دی.

    دغه سفارت د چین د بهرنیو چارو وزارت د ویاند وانګ وینبین له خولې ویلي، هېواد یې چمتو دی چې اړتیا سره سم له قربانیانو سره بېړنۍ مرستې وکړي.

    وانګ وینبین

    د عکس سرچینه، fmprc.gov.cn

    د عکس تشریح، د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ وینبین
  17. دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

  18. وروستی, محسن دوړ: همدا اوس له افغانستان سره د مرستې وخت دی

    د پاکستان د پارلمان غړي محسن دوړ پر ټویټر لیکلي، چې افغانستان کې د زلزلې له کبله د سلګونه کسانو پر مړینه او ویجاړۍ غمجن شوی دی. دی وايي، همدا اوس وخت دی چې نړیوال مرستندویان او نور هېوادونه له خپل وس سره سم مرسته وکړي.

    دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

  19. ایران: که اړتیا شوه، د افغانستان زلزلې له زیانمنو سره مرسته کوو

    د ایران د بهرنیو چارو وزات ویلي، افغانستان کې د زلزلې له زیانمنو شویو سره مرستې ته چمتو دی.

    ددغه وزارت ویاند سعید خطیبزاده ویلي، هېواد یې که افغانستان وغواړي ایران به د زلزلې له زیانمنو شویو خلکو سره – چې کورونه یې ویجاړ شوي او خپلوان یې پکې مړه شوي – مرسته وکړي.

    په ورته وخت کې د ایران سرې میاشتې هم ویلي، له زلزله ځپلیو سره د مرستې لپاره چمتووالی نیولی.

    دوی وايي، که اړتیا شوه، دوی به د بېلابېلو برخو ټیمونه د زلزلې ځای ته د همکارۍ لپاره واستوي.