د پاکستان د ملي لوبډلې پخوانى نامتو ويکټ ساتونکى بيټسمين او کپتان راشد لطيف د افغانستان کريکټ د ملي لوبډلې د بيټنگ د څانگې د روزونکي په توگه وگمارل شو.
کلېکاږل د نظر ورکولو لپاره دا ځاى کېکاږئ
د افغانستان د کريکټ بورډ چارواکي وايي چې دا چاره به د افغانستان د ملي لوبډلې د بيټنگ د څانگې د پرمختگ لامل وگرځي او په ترڅ کې به يې نور ځوانان هم وروزل شي.
راشد لطيف له لوبې تر تقاعد وروسته په کراچۍ کې يوه روزنيزه اکادمي جوړه کړې چې گڼ شمير لوبغاړي ترې بريالي راوتلي دي .
خو هغه چې پر دې پريکړه خوښ نه دي وايي چې راشد لطيف ښه کپتان او ويکټ ساتونکى و خو ښه منډه جوړونکى نه و .
يو بل نظر دا دى چې افغان منډه جوړونکي د اسيا پر ميدانونو ښه ځليږي خو د اروپا او نورې نړۍ پر ميدانونو د اسيا د نورو هيوادونو د لوبغاړو په څير ستونزې لري په همدې دليل بايد د نورې نړۍ روزونکى ټاکل شوى واى چې پر نويو تخنيکونو يې افغان لوبغاړي سمبال کړي واى .
خو د دې نظر مخالفه غاړه بيا وايي چې د اروپا او استراليا پخواني لوبغاړي چمتو نه دي چې د افغانستان په اوسنيو شرايطو کې کابل ته راشي او افغان لوبغاړي وروزي .
ستاسو په گومان د راشد لطيف ټاکنه پر ځاى ده او که پکې بيړه شوې ده ؟
" زما په فکر چارواکي په افغان لوبغاړو ملنډې وهي. که راشد لطيف په بال وهلو کې تجربه درلودی نو بیا ولې په پاکستاني لوبډله کې له پامه وغورځول شو؟"
ضیاء ساحل، پاریس
زما په نظر افغانستان ته په کار وه چې له پښتون لوبغاړي يونس خان سره یې د روزنې خبره کړې وای، هغه یو ښه فيلډر هم دی.
زموږ کريکټ بورډ پوهېږي چې باید څه وکړي.
راشد لطیف ډېرې نړیوالې لوبې کړې دي او یو ښه لوبغاړی وو. زما په اند دا یو ښه کار دی چې افغانستان د راشد لطیف غوندې روزنکی ولري، دا د ویاړ ځای دی
دا به يو مثبت ګام وي او افغانان به واقعاً كريكت زده کړي.
دا يو ډېر ښه کار دی، خو که افغانستان پوستي پتې (ادرسونه) ونلري نو زما په اند د دې کار ګټورتیا به ډېره کمه وي. ځکه، که عملي برخې ته يې پام وکړو، په ټولې نړې کې پېژندپاڼې باندې د لرونکي پته ليکل شوې وي، او دا د هرڅه نه مهم مالومات وي، خو په افغانستان کې دا کار امکان نلري.
دا ډېره پر ځای پرېکړه ده.
دا رښتيا هم د ملي تيم د ودې به لار كې يو مثبت ګام دى .
دا د افغان کريکټ بورډ له لوري ډېر پر ځای ګام دی.
" زما په نظر دا افغاني لوبغاړو ته ډېر ښه چانس دی، چې د راشد لطيف له تجربو ګټه واخلي."
عبدالغفور الوزی، اتریش
راشد لطیف به د افغانستان کريکټ لوبډلې ځینې نیمګړتیاوو ته ورسیږي باید چې تر یوه وخته پورې ورسره تړون لاسلیک شي وروسته له هغه دې افغانستان کريکټ بورډ د یو باستعداد روزنکي پلټنه وکړي. د کبیر خان څخه یې استعداد ډیر برېښي د افغانستان په ګټه دی.
د راشد لطیف بيټنګ کوچ باندې زه ډېر خوشاله شوم؛ ځکه چې زموږ بېټسمينان لږ کمزوري غوندې دي، چې لږ ښه شي.
راشد لطيف يو ډېر ښه او باتجربه بيټسمن او ويكټ كيپر وو زه يې له شروع څخه پيژنم په خپل وخت كې يې ډير ښه پرفارمنس ښودلي دي او بل دا چې زموږ ټولو لوبغاړيو له پاكستان څخه تجربې راوړي دي، هلته روزل شوي دي نو د راشد لطيف ګمارل يو ښه ګام دی.
ډاډه یم چې زموږ ټيم د بالینګ، بيټینګ او فیلډينګ کوچ لري، خو يوه لارښود کس ته ضرورت لري. زه د خپل کريکټ لوبډلې درناوی کوم، زه له دې سره موافق نه یم، چې ګني موږ د راشد لطیف په لټه کې وو.
زما په نظر د راشد لطيف ټاکنه پر ځاي ګام دی، که څه هم په نوره نړۍ کې ښه بيټنګ کوچونه شته، خو لکه چې ټول پوهيږو په افغانستان کې وضعيت سم نه دی او بهرني لوبغاړي او کوچونه زړه نه ښه کوي چي دلته راشي نو داهم په اوس حال کې ډير پرځای او وړ ګام دی، خو د وخت په تېرېدو سره چې کله افغان لوبډله نوره هم تکړه کيږي نو اړينه ده چې بيا هم همدا ډول پر وخت او پرځاى ګامونه واخیستل شي.
زه په دې اند يم چې پاکستان ټول عمر موږ له پښو غورځولي يو، په يوه برخه کې يې هم پرمختګ ته نه يو پرېښي د کريټ په برخه کې موږ له پاکستانيانو نه په غلا پرمختګ کړى اوس چې راباندې خبر شوي نو غواړي چې له هرې ممکنې لارې مو له پښو وغورځوي ځکه خو به په افغان کریکټ ټيم کې د راشد لطيف د ګټې پرځاى تاوان ورسوي.
" زما په خپل ګمان له راشد لطیف نه به د بيټينګ لپاره سعيد انور غوره وای، ځکه چې راشد لطيف دومره د بيټينګ تجربه نه لري."
نواز عیسی خېل، اوسلو، ناروې
زه ډېر خوشبینه نه یم چې یو پاکستانی د افغانستان د یو ملی تیم بيټينگ روزونکى وی تاسې پوهېږۍ چې د افغانستان کریکت تیم ماشاء الله وخت تر وخته کامیابي په لور روان دی زما تشویش دا دی داسې نه وي چې په دې که هم د پاکستانیانو چل وي چې وغواړي د افغانستان تیم د ناکامۍ په لور روان کړي.
دا یو خه خبر دی، فرق نه کوي که زموږ د تیم روزونکی پاکستانی وي، موږ له پاکستانیانو سره 25 کاله تیر کړي او ېر ښه افهام او تفهیم سره کولی شو. او راشد لطیف یو ډې ښه بیتسمین او کیپر دی، له دې امله موږ ته اقتصادي هم تمامېږي، باید موږ د تنقید پر ځای هغه نور هم وهڅوو، چې په داسې ناامنه شرایطو کې د کریکټ يو پخوانی ستوری زموږ ټيم روزي.
راشد لطیف د افغانستان لوبډلې لپاره ډې ښه دی.
زما په نظر دا یو ښه ګام دی د اوس لپاره، که چېرې د افغان بيټسمينانو ستونزه له راشد لطیف سره حل نه شوه، نو بیا باید له انګلستان او استرالیا نه کوچ وغواړي.
په درناوي سره وایم چې پاکستان کوم وخت د افغانستان خیر غوښتلی دی چې اوس یې د کریکټ لپاره وغواړي. ښه به دا وي چې د کوم بل هیواد څخه بو مناسب کس ورته وګمارل شي.
راشد لطیف د پاکستان لپن اره ډېره لاسته راوړنې درلودې، اوس تمه ده چې افغان ټيم هم تکړه کړي، که افغان کریکټ بورډ غواړي چې بهرنی کوچ راولي، نو یونس خان یا کوم بل بهرنی لوبغاړی ولې نه راولي؟
زما په نظر د راشد لطیف پر ځای هلته خپله افغانان نه ځي، دا خو پرېږده چې استرالیایان یا افریقایان دې ولاړ شي، موږ هومره امکانات نلرو چې هغوی ته یې ورکړو، موږ باید تکړه شو او دومره بې باوري خو نه ده پکار.
هو، زه فکر کو چې هغه به د افغانستان لپاره ښه وي، زه تمه لرم چې د شل اوریزو نورو نړيوالو سيالیو لپاره به افغانستان تکړه شي.
" زه فکر کوم هغه کسان چې پر راشد لطيف نیوکه کوي، نه پوهېږي چې د پاکستان د کریکټ پخوانی کپيتان دی."
اي حیات، ریاض
هو، انشاء الله دا به ضرور د افغانستان د کريکټ لوبډلې لپاره ګټور ثابتيږي. له هغه راهیسې چې راشد لطيف په کراچۍ کې شخصي اکاډيمي جوړه کړې ده، هغه د لوبې پر ټولو تخنیکونو پوهېږي، چې د دې اکاډيمۍ ثمره محمد اصف او عمر اکمل هم دي. دا هېڅ فرق نه کوي چې هغه پښتون نه دی، موږ يوه ماهرکوچ ته ضرورت لرو، نه د ژبې متخصص ته، نو زه فکر کوم چې هغه به مثبت وي.
د افغانستان کريکټ روزونکي باید د کاناډا یا د هندوستان نه وي دا ځکه د پاکستان هر سیاست او هر کومک د افغانستان په تاوان دي دا ځکه پاکستان او خوصصآ پنجابیان نه غواړي چې افغانان مخ ته لاړشي پس د افعانستان د کريکټ روزونکي د کوم بل هېواد څخه انتخاب شي.
دا ډېر ښه کار شوی، چې په دې شرایطو کې د افغانستان لوبډلې ته بېټسمین ټاکل شوی دی. له برتانیا او هند نه هم باید بېټسمینان راوستل شي.
" په اسني وخت کې دا ډیر ښه ګام دی."
عبدالله فاروق، روسیه
زه فکر کوم هغه کسان چې پر راشد لطيف نیوکه کوي، نه پوهېږي چې د پاکستان د کریکټ پخوانی کپيتان دی.
زما په نظر دوی بايد يو ښه توپ وهونكي انتخاب كړی وای؛ ځكه چې راشد لطيف يو ښه كيپر دی، خو په توپ وهنه کې دومره ښه مهارت نلري.
په اسني وخت کې دا ډیر ښه ګام دی.
زماپه اند دا یو په ځای او په وخت پریکړه ده، یو خو زمونږاو ستاسی په ګران هیواد کې امنیتي حالات کړکېچن دي او بل د اقتصاد له پلوه هم کمزوري یو نو دابه زموږ لپاره ډیر ګټور وي، موږ به نیک فال ونیسو هرڅه په الله پورې اړه لري موږ به دا دعا کوو چې الله دې راشد لطیف د افغانستان لپاره ښه کړي.
نو زماپه اند راشد به وکړای شي چې ملي لوبډله یو څه په پښو ودروي، که نورهیڅ نه وي دومره خو به وکړي چې ټوله لوبډله له یو ډول سوځېدو څخه وژغوري.
زما په فکر راشد لطیف به د افغانستان د کرکیټ د لوبډلې لپاره یو ډیره ښه کوچ وي او فغان لوبډله به وکولی شي چې د بیټیګ په برخه کې خپلې ستونزې حل کړي.
تر کومه چې زه خبر یم او د پاکستان د کریکټ په اړه مالومات لرم، راشد لطیف په خپل وخت کې د نړۍ د ښه ویکټ ساتونکو په لیکه کی راتلو. دا به زموږ د کیپینګ برخې ته ډیر ګټور وي، خو د بیټنګ لپاره هم په دې حالاتو کې نسبتاً ښه دی.
زما په اند دا په اوس وخت کې د افغانستان ملي ټیم لپاره یو ډیر ګټورګام دی او افغان ځوانان به وکولی شي چې توپ وهنې په برخه کې د پاکستان دغه تجربه کار توپ وهونکي څخه ډیرڅه زده کړي.
" ډېر خوشاله شوم، چې د راشد لطيف له افغان ټيم سره یوځای شو، هېڅوک باید ګيله ونه کړي، چې هغه د پاکستان دی"
رحیم افغان زی، پاريس
زه فکر کوم چې د اوس لپاره دا یو ډیر ګټور ګام دی، راشد لطیف د خپل وخت ډېر اخلاص مند او عاجز طبيعته اوبغاړی و او بله دا چې کريکټ اکايډمي د چلولو اوږده تجربه لري چې زموږ د کورنۍ کريکټ لپاره به هم ګټور وي.
هغه به د افغانستان د کریکټ لوبډلې ته ډېر ګټور وي.
ډېر خوشاله شوم، چې د راشد لطيف له افغان ټيم سره یوځای شو، هېڅوک باید ګيله ونه کړي، چې هغه د پاکستان دی، په نننیو شرایطو کې چې څوک افغانستان ته څوک زړه ښه کوي، دا ډېر لوی ګام دی.
زما په خپل ګمان له راشد لطیف نه به د بيټينګ لپاره سعيد انور غوره وای، ځکه چې راشد لطيف دومره د بيټينګ تجربه نه لري.
زما په نظر دا افغاني لوبغاړو ته ډېر ښه چانس دی، چې د راشد لطيف له تجربو ګټه واخلي.
د راشدلطیف پہ راتلو سرھ بہ د افغانستان بیٹینگ ڈیرمظبوط شي ځينې خلک دا اعتراض لري چې راشد بہ ونہ غواړي چې افغانستان د پاکستان خلاف ښہ لوبہ وکړي نو دا یوه بې ځایہ خبره ده، خوړ د ھرکوچ دا غوښتنه وي چې زما تر تربیت لاندې ټیم پرمخ ولاړ شي
زما په فکر چارواکي په افغان لوبغاړو ملنډې وهي. که راشد لطيف په بال وهلو کې تجربه درلودی نو بیا ولې په پاکستاني لوبډله کې له پامه وغورځول شو؟
" دا به ډېر ښه کار وي."
نصرالله، الین
زما شخصي نظر دا دی چې راشد لطيف به د افغان كرييكټ ملي لوبډلې لپاره ګټور تمام نه شي؛ ځكه چې دی د يوې لوبډلې كپټان او بيټسمين پاتې شوی بل زما په شخصي نظر دا چې دی د پاکستان اوسېدونکی دی او ځينې هېوادونه لكه هند امريكا سريلانكا او ځينې نور له پاكستان سره ښه روابط نه لري او د افغانستان روابط خو بيخي ورسره خراب دي، نو زه وايم چې دغه پرېكړه د كريكټ بورډ له لوري بې ځايه ده.
هو، راشد لطیف کوم خاص منډې جوړوونکی نه وو، خو بیا هم له هېڅ نه ښه دی.
راشد لطیف ډېرې نړیوالې لوبې کړې دي او یو ښه لوبغاړی وو. زما په اند دا یو ښه کار دی چې افغانستان د راشد لطیف غوندې روزنکی ولري، دا د ویاړ ځای دی.
د پاکستان هیواد ملي لوبډله خپله په بیتنگ کې ستونزه لري، نو ښه به وای چې له سویلي افریقا او یا هم استرلیا نه یو کس انتخاب شوی وای، خو له نه شتون نه دا هم يو ښه ګام دی.
"راشد لطيف ډېر ښه لوبغاړی دی، زه ډاډه یم چې هغه به زموږ په بېټسمينانو کې ښه بدلون راولي، لوبغاړي باید له هغه نه ډېر څه زده کړي."
ارین، لندن
زه فکر کوم چې د اوس لپاره دا یو ډیر ګټور ګام دی، د افغانستان شرایطو ته په کتو دا یو ډیر په وخت ګام دی. په راتلونکي کې به نتیجه وګورو، که چیرې ښه نه وه نو بیا باید کريکت بورد په خپل نظر کې بدلون راولي، افغان لوبډله باید په اروپا او نورو هېوادونو کې له نورو لوبډلو سره میچونه وکړي چې تجربه یې زیاته شي.
زما په نظر که د ټيم بېټسمن د راشد لطيف غوندې لوبه هم زده کړای شي، موږ به له هر ټيم سره د سیالۍ لپاره چمتو شو، او توان به يې ولرو، نو ښه به دا وي چې دا ګام واخیستی شي، او د لطيف ګمارل به حتماً ګټور وي.
زه فکر کوم چې دا ډېره ښه پرېکړه ده، د کابل وضعیت خراب دی، او ډېر خلک هلته تګ ته زړه نه ښه کوي، راشد لطيف ډېر ښه لوبغاړی دی، زه ډاډه یم چې هغه به زموږ په بېټسمينانو کې ښه بدلون راولي، لوبغاړي باید له هغه نه ډېر څه زده کړي.
"د ابه ښه پرمختګ وي چې راشد لطیف د بیټنګ څانګې مسؤول شي."
محمد یوسف خان، کابل
نن سهار مې دغه خبر ولوست او افسوس مې وکړ چې موږ ولې تل پاکستان ته محتاج یو، که ښاغلی لطیف پښتون وای، نو دومره درد یې نه کاوه، خو دا چې هغه پښتون نه دی، نو ګومان نه کوم چې ډېر اخلاص مند وي، ځکه یوه ورځ به زموږ اتلان د پاکستان له کرکټ ټیم سره په میدان کې به ګوتې نرمې کړي، نو تاسې قضاوت وکړﺉ چې هغه به زموږ اتلان وهڅوي چې د پاکستان د کريکټ ټیم ته ماتې ورکړي؟
ما ډیر وخت په پاکستان کې لوبه کړې ده زما په نظر د ا د افغانستان ټيم ته یوه ښه موقعې ده چې د یو باتجربه کار لوبغاړي په شتون کې دوی وکولی شي چې تجربه حاصله کړي ځکه چې د نورو ملکونو تجربه کار لوبغاړي نشي کولی چې افغانستان کې وخت تیرکړي ، نو زه غواړم چې راشد لطیف د بیټنګ څانګې مسؤول شي د ابه ښه پرمختګ وي.
دا به ډېر ښه کار وي.