د افغانستان پلازمېنه کابل کې سلګونه کسانو د ناټو او امریکايي ځواکونو لخوا د ولسي وګړو د وژل کېدو په اعتراض لاریون وکړ او له هېواده د بهرنیو ځواکونو د وتلو غوښتنه يې کوله.
په لاریون کوونکو کې زیاتره ښځې او ماشومان تر سترګو کېدل، چې د وژل شوو ولسي وګړو عکسونه او د امریکا او کابل د حکومتونو ضد شعارونه يې ورسره لېږدول.
لاریون کوونکو شعارونه ورکول، چې د ولسي وګړو قاتلین دې ملي او نړیوالو محکمو ته راکاږل شي.
په کابل کې دغه لاريونونه يوه اوونۍ وروسته تر هغې کيږي چې تيره اوونۍ د هلمند ولايت د سنگين په ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو په يو توغندويز بريد کې تر ۵۰ زيات ولسي وگړي ووژل شول.