ساينسپوهان وايي کيدای شي د سپوږمۍ د خاورې لاندې اوبه وي .
کلېکاږل د نظر ورکولو لپاره دا ځاى کېکاږئ
امريکايي ساينسپوهان وايي څلوېښت کاله وړاندې چې له سپوږمۍ د خاورو کومې بېلگې راوړل شوې وې پر هغو ترسره شويو څيړنو داسې ښوولې چې شايد د سپوږمۍ تر سپېرو خاورو لاندې سيندونه بهيږي .
"انسان په مځکه څه وکړل چې سپوږمۍ به سمه کړي ."
خوږلن له غزني
دوى په دې باور دي چې که دا خبره سمه وه نو ورسره به پر سپوږمۍ د انسان ژوند ممکن شي .
راځئ دا خبره ومنو او گومان وکړو چې سپوږمۍ ته انسانان ورغلل او له صفره يې ژوند پيل کړ .
که واک تاسو ته درکړل شي ، په سپوږمۍ کې به د ژوند لپاره څه شرايط او قوانين وټاکئ .
انسان دې کوم هغه کار په سپوږمۍ کې نه وي چې دلته پر مځکه يې کوي ؟
لنډ نظر راکړئ ، ځينې نظرونه به مو په همدې پاڼه خپارۀ شي او په سهارنۍ خپرونه کې به يې له راډيو هم واورو .
"هر هغه څوک دې پکې نه وي چې د جگړې سبب کيږي ."
جاويد له وردگو
کوم انسانان چې سپوږمۍ ته خيژي بايد اول په دې مځکه ورڅخه ضمانت واخيستل شي چې په سپوږمۍ کې به جنايت يا وران کاري نه کوي او که يې څوک وکړي نو بيا به هغه کس بيرته مځکې ته راکوزوي .
دا خو به ډېر ښه کار وشي چې د ټولې نړۍ خلک سپوږمۍ ته لاړ شي او مځکه زموږ اميران او رهبرانو ته پاتې شي ايله به د دوى زړه په حکومت کولو يخ شي.
هر هغه څوک دې پکې نه وي چې د جگړې سبب کيږي .

جنګ -جنګ....نور نو څه ؟ که رښتیا په سپوږمۍ کې ژوند ممکن شي. نو باید د امن او صلح نوم پرې کیښودل شي. ځکه چی ۲۱مه پیړۍ له جنګنونو سره پیل شوه او لا تر اوسه پورې جنګونه دي. لکه اول او دویم نړیوال جنګونه بیا وروسته سوړ جنګ او اوس د تروریزم پر خلاف جنګ. نو دا به د کایناتو پر مخ د یوې نوې نړۍ او یو نوي ژوند پیل وي، پس ښه به داوي چې ورته د صلحې نړۍ وویل شی.
زما په گومان غوره به دا وي چې ټول انسانان سپوږمۍ ته لاړ شو او هلته د اروپايي ټولنې په څير د يوۀ حکومت تر چتر لاندې ژوند وکړو . ځکه چې په اروپايي ټولنه کې ټول وگړي سره يو دي ، بې وزلي نه دي خپل دين او کلتور له خپلې خوښې سره سم پر مخ بيايي .
لومړى خو دا چې د پيغمبر ص له وينا سره سم پر ښځو او سړو ټولو تعليم حتمي شي . که خلک زده کړه وکړي نو زغم او صبر پيدا کولى شي . يو بل ته به غوږ نيسي او په خپلو کاري برخو کې به مسلکي وي ، داسې به نه وي لکه په دې مځکه چې ډير نامسلکي کسان مسلکي شوي دي .
"ټوپک ، ټانک ، توره او تبر دې له ځان سره نه وړي چې سپوږمۍ هم نا امنه نه شي"
همدرد له لندنه
که په سپوږمۍ کې ژوند شروع شي درې کارونه دې پکې نه وي.
اول جنګ دې پکې نه وې . دوهم د پاکستان ای اس ای دې پکې نه وي .دریم يوازې دې پکې مسلمانان وي .
انسان په مځکه څه وکړل چې سپوږمۍ به سمه کړي .
ټوپک ، ټانک ، توره او تبر دې له ځان سره نه وړي چې سپوږمۍ هم نا امنه نه شي .
دومره وايم چې افغانان او پاکستانيان دې ورته نه پريښودل کيږي ځکه هلته به هم فساد جوړ کړي
زه خو نه ځم دا ازادي ښه ده، که امريكا لاړه شي دلته به هرڅه سم شي، زه خو اول لاره نه لرم، اوبيا اكسيجن ، خوراكه، او ویريږم چې راوه نه لويږم. هههه
"هر څه دې پکې وي خو غريبي دې پکې نه وي."
صادق له لندنه
هر هغه څوک دې پکې نه وي چې سوله نه غواړي.
که په سپوږمۍ کې د ژوند کولو زمینه مساعده وي نو تر ډیره دې کوشش وشي چې نوی نسل هلته استوگنه غوره کړي ترڅو د تعصبونو، خپل منځيو جگړو او نورو ستونزو ته چې دم گړۍ یې د ټولنې د وگړو ترمنځ واټن رامنځ ته کړی د پای ټکی کیښودل شي.
هر څه دې پکې وي خو غريبي دې پکې نه وي.
زما په فکر په سپوږمۍ کې باید تنها مسلمانان او یا تنها کافران واوسي، يوه ډله دې په ځمکه او بله دې بايد سپوږمۍ ته وخیژي چې کراره کراري شي
ځیني خلک وايي نړۍ ډیر پرمختګ وکړ خلک تر سپوږمۍ وختل خو ډیر شمیر پښتانه لا کمپیوټر او تلویزیون ته هم کفر وايي. زموږ یو ښوونکی و چې ویل به يې: پریږده ټول خلک سپوږمۍ ته وخیژي او دا ځمکه پښتنو ته پاته شي نو ایله به ورور د ځمکې په سر ورور نه وژني.
" افغانان او پاکستانيان دې ورته نه پريښودل کيږي ځکه هلته به هم فساد جوړ کړي"
نازو افغانه له پاريسه
امریکا که خیژي پرمختللي ساینس پوهان اوتخنیک لري، موږ فکر نه کوم چې وکولای شو ځکه ښوونځي موسوځل کیږي، انجینر، ډاکتر اونور کارپوه کسان خپله له منځه وړو. په موږ پورې څه اړه لري که خیژي اوکه نه مونږ په یوه مړی پسې حیران یو که دا ګاونډيان وي والله که په اووم اسمان کې هم بې خپل منځي جګړو پاته شو.
که رښتیا هم په سپوږمۍ کې ژوند کول ممکن شي، نو ټول شتمن او یرغلګر هیوادونه به سپوږمۍ ته وخیږي او بې وزله هیوادونه به له پاسه په مردکیو ولي.
انسانانو دنیا ته اور اچولی نو سپوږمۍ ولې ترې پاته شي ، که نوره وسه یی ونه رسیږي نو دا وسه خو یی شته چی د دنیا په خلکو تیږي را وغورځوي .
زما په فکر چې سپوږمۍ ته تلل به اسانه هم نه وي خو داچې دوی ولاړل نو د دوی خپله لاس ته راوړنه ده او افغانان دې هم په تعلیم او پوهې باندې داسی وکړي
الله پاك ډيره ښكلې ځمكه پيداكړې اوانسان يې د ځمكې پر مخ اشرف مخلوقات وګرځاوه ترڅو د يوالله تر قانون لاندې په سوله كې ژوند وكړي خوانسانانو په خپلو مكارو فكرونو ځمكه د دوزخ مخ وګرځوله نولطفا د سپوږمۍ دا روشانه مخ په خپلوچټلو قدمونو مه توروﺉ.
هر هغه څوك چې د اسماني قانون نه سرغړونه كوي نو بايد سپوږمۍ ته وخيژي او څوك چې ورته غاړه نه ږدي نو په همدې نړې كې دې پاتې شي.

سپوږمۍ ته که هر څوک ځي خو امریکایيان دې ورته نه پریږدي ځکه د بې امنۍ جړه خپله امریکا ده دوی د امن په نامه هر څه تباه کړه
فکر نه کوم چې په سپوږمۍ کې دې غیر امریکایان د امریکايیانو له لاسه په امن کې ژوند وکړي. دوی دې موږ دلته په ځمکه کې په قراره پريږدي داهم غنیمت دی ، سپوږمۍ دی دوی ته مبارکه وي.
که چیرې سپوږمۍ هم د ځمکې په څیر د انسانانو د اوسیدو لپاره وګرځي ،قدرت مند دولتونه خپل اتومي زور پکې آزمایي ، يا خپل شیطاني استخباراتي سازمانونه هلته لیږي ،یا هغه زهرجنې فابریکې چی مضره ګازونه تولیدوي نو ښه به دا وي چې د سپوږمۍ نوم وا نه خلو. او پریږدﺉ چې د هغۍ له رڼا څخه په افغانستان کې د شپې له خوا ګټه پورته کړو ځکه برق نه لرو.
موږ ته دې دا خپل افغانستان په کراره پريږدي سپوږمۍ مو ورته پرايښې ده.
هغه څوك چې سپوږمۍ ته خيژي هغه بايد يوازې ساينس پوهان وي ځكه چې دوى بايد هلته زياتې څېړنې وكړي او انسانان بايد په ډير څه پوه كړي
افغانان په یویشتمه پیړۍ کې لا هم پرمختګ او ابادي نه غواړي، ته يې اوس سپوږمۍ ته ليږې
زه خو وایم چې هغه څوک به سپوږمۍ ته وخیژي چې اتومي طاقت لري او وروسته له هغه به پر ځمکه اتوم استعمال کړي چې ټوله له منځه لاړه شي او دوی به خپله ارام وکړي.
زه خو که په ځمکه وي او یا هم د کايناتو په نورو سیارو اوستورو کې د یو مسلمان او سوچه افغان په حیث به خامخا له ظالمانو تر وسه وسه خپل انتقام اخلم
موږ ته دې دا خپل افغانستان په کراره پريږدي سپوږمۍ مو ورته پرايښې ده.
سهر، پاريس
موږ که په هر ځای کې يو خو اسلام غواړو ځکه اسلام د سولې او امن دین خو متاسفانه موږ اکثر مسلمانان یې په صحی معنی نه پوهیږو او دا خلک باید پرې نه ښودل شي چې هلته هم د اسلام د نوم نه غلطه استفاده وکړي
زما به فكر يوازې كب نيونكي دې هلته لاړ شي ځكه چې هلته سيندونه كشف شوي دي
وايي چې يوه الوتكه په هوا كې له تخنيكي ستونزې سره مخامخ شوه. ټول مسافر وارخطا شول، ځينو دعاګانې كولې اوځينو ژړل، خو يو کس ارام ناست و، چورت يې هم خراب نه و، يو بل مسافر ورنه پوښتنه وكړه چې وروره الوتكه د سقوط په حال كې ده اوستا چورت خراب نه دى؟
سړي ځواب وركړ: الوتكه خو زما نه ده خداى دې وكړي چې همدا اوس سقوط وكړي.
نو زه هم هماغه خبره كوم چې افغانان خو د ختلو وس نه لري امريكاييان هلته ختلى شي خو يو خواست ورنه كوم چې زموږ د هيواد جهادي رهبران اوقوماندانان دې هم له ځان سره وخيژوي.
له پيله تردې دمه افغانانو په خپله خاوره کې د نورو له لاسه په ارامه ژوند نه دى کړى او ټول عمر د افغانانو په خاوره تيرى شوى نو که نړيوال په سپوږمۍ کې ژوند پيل کړي بې وزله افغانان به په خپله خاوره کې څو شپې په ارامه تيري کړي