د فرزې ولسوالي چې په اداري لحاظ پر کابل ولايت پورې تړوا لري، له کابل ښاره شاوخوا ۳۵ کيلومتره واټن کې شمال لورته پرته ده.
تېرو رژيمونو د يولړ ملحوظاتو پر بنسټ د ښوونې او روزنې په برخه کې د دې ولسوالېۍ ولس ته هېڅ پاملرنه نه ده کړې.
پر همدې اساس خلک په کرنه او مالدارۍ بوخت دي او خپلو کورنيو ته د ژوند تومنه برابروي.
نوموړې ولسوالي د باغونو او مېوو د ولسوالۍ په نوم شهرت لري، ډول ډول مېوې لکه انګور، مڼې، توت، زردالو، شفتالو، آنار، شاتوت، بهې، چارمغز، ګيلاس، سرکۍ، آلوبخارا، انځر او داسې نور.
د دې ولسوالۍ لوېديځې خوا ته د بابا د غره سلسله ولاړه ده چې ډېره قوي زوړوبۍ (آبشار) سرچينه ترې اخلي او همدا زوړوبۍ د فرزې د ولسوالۍ د سند لويه برخه جوړوي.
د دې ولسوالۍ باغونه او ځمکې له همدې سند نه خړوبېږي، د دې زوړوبۍ لوړوالۍ شاوخوا ۳۰۰/ ۴۰۰ مترو پورې رسېږي چې د کابل د ښاراو شاوخوا سيمو سيلانيان په اوړي کې د دې آبشار نندارې ته راځي.
شاه غازي امان الله خان له خپلو درباريانو سره څو وارې د دې آبشار لیدو ته راغلی ول، او خپلې ليکنې يې د آبشار پر ډبره کې په يادګار پرېښې دي.
د دې ولسوالۍ ښکلا تاسو په انځورونو کې وګورﺉ، که چېرې لوړپوړې او مصروف چارواکې د دې ولسوالۍ په ودانولو کې پاملرنه وکړي، ليرې به نوي چې د ګران هېواد د توريزم په برخه کې پر يوه قوي اقتصادي مرکز بدل شي.