د افغانستان په هرات ولایت کې د سندرغاړي فرهاد دریا د کنسرټ د پای په شېبو کې چاودنه وشوه، چې له امله یې ۱۳ کسان ټپيان شوي دي، خو ښاغلي دریا ته کوم زیان نه دی اوښتي.
چاودنه پر موټر سایکل د ځای پر ځای شوو چاودېدونکو توکو له امله رامنځ ته شوې ده.
چاودنه د هرات لوبغالي ته نژدې هغه مهال وشوه، چې د افغان سندرغاوي فرهاد دريا سندريز کنسرت خپلو ورستيو شيبو ته نژدې شوی و .
له دغې چاودنې سره زرګونه کسان چې د کنسرت د ليدلو لپاره په لوبغالي کې راغونډ شوي ول، خواره واره شول.
له چاودنې څو شېبې وروسته د هرات د عامي روغتيا رييس ډاکتر غلام سعيد راشد خبريالانو ته وويل چې په پېښه کې ١٣ تنه ټپيان شوي کسان د هرات مرکزي روغتون ته لېږدول شوي.
ډاکټر راشد زياته کړه چې په ټپيانو کې ډېری يې ملکي کسان دي، يوه ښځه يو ماشوم او دوه پوليس شامل دي.
د هرات د عامې روغتیا رییس دا هم وویل چې په ټپيانو کې يوازې د يوه کس روغتيايي حالت يو څه د اندېښنې وړ دی.
له پېښې څو شېبې وروسته د فرهاد دريا د ټپي کېدا شايعه د افغانستان تر پولو هم واوښته، خو نوموړي سندرغاړي په دولتي تلوېزيون کې ښکاره شو او وويل چې دی روغ رمټ وتلي.
له چاودنې وروسته د هرات د ولايت ودانۍ شاوخوا چې لوبغالي ته نژدې موقعيت لري، د لوبغالي او دا راز د فرهاد دريا استوګنځي شاوخوا کلک امنيتي تدابير ونيول شول.
فرهاد دريا درې ورځې وړاندې هرات ته راغی، نوموړي وويل موخه يې دا ده چې د ''ژوند ښکلی دی'' پروګرام په ترسره کولو سره د سولې د ټينګښت لپاره د خلکو او په ځانګړي توګه د ځوانانو غږ پورته کړي.
ده دا هم ويلي و چې موخه يې يوازې د سندريز کنسرت ترسره کول نه دي، بلکې په وينا يې غواړي له ځوانانو سره خبرې وکړي د دوی غوښتنې او هيلي وليکي او افغان ولسمشر د دولت مخالفينو او نړيوالو ځواکونو ته يې ورسوي.
فرهاد دريا تر دې وړاندې ويلي وو چې د ''ژوند ښکلی دی'' پروګرام به د افغانستان په نورو ولايتونو کې هم ترسره کېږي.