BBC Pashto
د وروستي خبر د خپريدا وخت اگست 28, 2010 گرينويچ 07:01

په هرات کې نوی پارک، انځورونه یې وګورﺉ

عکاسي: محمد قاضي زاده

له هراته

په هرات کې د ايټاليا د بيارغاونې ولايتي ډلي پي آر ټي د هرات د مقام د دفتر مخې ته نوی پارک جوړوي.

د دغي پروژې لګښت ٣١٠ زره ډالره کېږي.

په دې پروژه کې د اوبو او برېښنا سيستم او په ډېرو ځایونو د سړکونو فرشول شامل دي.

دا پارک د ولايت ودانۍ سوېل او د ترقي په نامه د هرات د يوه پخواني لوي پارک لوېديځ خواته جوړېږي.

هرات يو له هغو ولايتونو دي چي د چاپيريال ساتني په برخه کي د يوشمير نورو ولايتونو په پرتله د پام وړ کارونه پکي ترسره شوي.