غزنی د افغانستان مهم لرغونی ولايت دی چې يو مهال د امپراتورۍ پلازمېنه وه.
د ورستيو کورنيو جګړو پر مهال ددغه ولايت د موزيم زيات لرغوني او د بېلابېلو اسلامي او پخوانيو تاريخي دورو اثار يې لوټ او بهر ته قاچاق شول.
په دې وروستيو کې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په هڅو ددغه موزيم ځينې اثار تر لاسه شوي او بيرته هېواد ته راوړل شوي دي.
د غزني د موزيم دغه اثار دا مهال د کابل په ملي موزيم کې ساتل کېږي.
د اطلاعاتو او کولتور وزارت وايي دغه اثار به په 2013 کال کې بېرته غزني ته ولېږدوي او هلته به يې په موزيم کې ځای پر ځای کړي.