BBC Pashto
د وروستي خبر د خپريدا وخت جون 30, 2010 گرينويچ 12:51

ستاسې غږ: څرنګه افغانستان کې ښې ټاکنې کېدی شي؟

عنایت الحق یاسیني

لندن

ټاکل شوې ده چې افغانستان کې د ولسي جرگې ټاکنې د سنبلې/وږي پر 27 نېټه وشي.

د ټاکنو لپاره له وړاندې د انتخاباتي کمېسيون لخوا شرايط ټاکل شوي دي.

خو د کمپاين د پيل نه لا اوونۍ تېره نه ده چې خپله کمېسيون پۀ دې لړ کې د سرغړونو په تړاو څو کانديدانو ته خبرداری ورکړی دی.

دغه راز ملگرو ملتو ويلي دي که څه هم د انتخاباتو پروسې کې مرسته کوي خو نيوکه ېې کړې ده چې د کانديدانو د ارزونې د پروسې پايلې اطمينان ورکونکې نه دي او په دې لړ کې ټاکلي کمېټې نور ډير څه کولى شول.

دې انتخاباتو کې ٢٤٩ چوکيو لپاره له ٢٥٠٠ زيات کانديدان برخه لري، دا چې په څه ډول راتلونکې ټاکنې د تير په پرتله په ښه ډول ترسره کېدى شي، د شفافيت باوري کولو لپاره څه ډول گامونه په پام کې نيول شوې، د خلکو اندېښنې څه دي؟

دا او نورې پوښتنې ددې اوونۍ ستاسې غږ پروگرام کې د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون وياند نور محمد نور، او بېلابېلو کانديدانو سره څېړو، که تاسې غواړئ چې دې بحث کې راسره شريک شئ، نو د پنجشنبې د ماښامنۍ خپرونې پرمهال ٠٠٤٤٢٠٧٨٣٦٠٣٣١ ته زنگ راووهئ، يا هم په دې شمېره:

٠٠٤٤٧٧٨٦٢٠٨٨٨٨

خپل ايس ايم ايس هم راستولى شئ.
دغه راز په Pashto@bbc.co.uk

خپل برېښناليکونه هم راستولى شئ.