BBC Pashto
د وروستي خبر د خپريدا وخت جون 19, 2010 گرينويچ 10:41

افغانه پېغله د ښکلا ملکه شوه

سپين تڼی

له لندنه

زرلښته سادات چې ۱۲ کاله وړاندې له خپلې کورنۍ سره جرمني ته کډه شوې او د فرانکفورت په پوهنتون کې اقتصاد لولي، د ۱۹ نجونو په منځ کې د جرمني د ۲۰۱۰ م کال تر ټولو ښکلې نجلۍ پېژندل شوې ده.

د ښکلا سیالۍ هرکال په جرمني کې ترسره کېږي او سلګونه نجونې پکې برخه اخلي.

وروسته نجونې د سیالیو په پړاوونو کې یوه په بله پسې له سیالۍ وځي.

دا ځل وروستي پړاو ته ۱۹ نجونې وتلې وې چې پېغله زرلښته پکې لومړۍ شوه.

زرلښتې مخکې هم د ښکلا په سیالیوکې ګډون کړی دی.

هغې دوه کاله وړاندې د افغان نجونو د ښکلا په سیالۍ کې چې د جرمني په هامبورګ کې جوړه شوې وه، پخپل ګډون سره لومړی ځای وګاټه.

زرلښته به په پاریس کې د اروپا د ښکلا په سیالۍ او بیا د توکیو د ښکلا په نړیواله سیالۍ کې ګډون کوي.

د جرمني ورځپاڼو په دې اړه زیاتې لیکنې کړې دي او له زرلښتې سره یې مرکې خپرې کړې دي.