د "ملي یووالي" حکومت پر جزییاتو پوره خبر یاست؟

د عکس سرچینه، ARG
- Author, سپين تڼی
- دنده, لندن
د یکشنبې په ورځ (د سپتمبر ۲۱مه) اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله د ملي یووالي حکومت د جوړولو موافقه لاسلیک کړه.
د دې موافقې له مخې به اشرف غني احمدزی ولسمشر او عبدالله عبدالله اجرایوی ریس وي.
تړون اووه برخې لري، چې د دواړو کاندیدانو له نومونو پرته د "برابرښت" او "وړتیا په پام کې نیولو" اصل پربنسټ په کې د لوړپوړو چارواکو پر ګومارلو ټینګار شوی.
ځینې مهمې برخې یې دا دي:
د اساسي قانون د بدلولو لپاره لویه جرګه جوړول، د ټاکنیز سیستم اصلاح کول، د اجراییوي مشر پوست او د کابینې او وزیرانو شورا جلا کېدل.
ستاسو نظر پروګرام کې د ملي یووالي د حکومت پر جزییاتو ستاسې نظر اورو او د خپرونې له مېلمنو سره بحث پرې کوو.
سبا (سې شنبه) ستاسو نظر پروګرام کې خپرونې ته پر دې شمېره زنګ ووهئ: ٠٠٤٤٢٠٧٤٣٦٠٩١٩
پر پښتو فېسبوک هم خپل نظرونه راته پرېږدئ.








